شمالي کوريا ګواښ کړی، چې امريکا باندې به د هايدروجني بم بريد وکړي

شمالي کوريا اعلان وکړ، چې د امريکا د دښمنانه سياست د دوام په صورت کې به پر دغه هېواد باندې د هايدروجني بم ګوزار وکړي او له منځه به يې يوسي.
دغه ګواښ يوه اونۍ وروسته تر هغې اعلانيږي، چې شمالي کوريا د هایدروجني بم د جوړولو آزموينه په برياليتوب سره تر سره کړه.
د شمالي کوريا خبري آژانس وايي، چې دوی توانيدلي د توغنديو لپاره وړې هايدروجني سرخولۍ او نورې وسلې جوړې کړي او د دې وړتيا شته، چې امريکا له منځه يوسي.
ياده رسنۍ زياتوي، چې شمالي کوريا هايدروجني بم د کوم هېواد پر وړاندې ندی جوړ کړی او موخه يې دفاعي ده او که امريکا د دوی پر ضد له دښمنۍ ډک سياست نه لاس واخلي، دوی د سولې دایمي تړون لاسليک ته حاضر دي.