شمالي کوريا د هايدروجني بم د ازمويلو خبر ورکړی

شمالي کوريا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې پخلی کړی، چې د هايدروجني بم ازموينه يې په برياليتوب سره نن ورځ تر سره کړه.

د شمالي کوريا د دولتي رسنيو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه هېواد د هايدروجني بم ازموينه په برياليتوب سره تر سره کړې او له دې وروسته شمالي کوريا د يوه اتمي ځواک په توګه بايد وپيژندل شي.

شمالي کوريا تير کال په ډاګه کړې وه، چې د هايدرجني بم د جوړيدو وړتيا لري، چې له اټومي بم نه هم ځواکمن دی او دا دی نن ورځ يې ازموينه تر سره کړه.

ويل کيږي، د دغه بم تر ازموينې وروسته په دغه هېواد کې، د ريشتر په کچه په ځينو ځايونو کې ۴.۳ درجې زلزله هم شوې.

تر دغه ازموينې وروسته، په امريکا او سويلي کوريا سمدلاسه بيړنۍ غونډې نيول شوي دي.