
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د بشپړ ایستلو په پرېکړې د ولسمشر اوباما پښيماني په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د «سترې ناکامۍ» ښکارندويي کوي.
نوموړی وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي:
«د امریکا دغه بیړنی اقدام په افغانستان کې د واشنګټن او ایتلافي ځواکونو د ۱۴ کلن پوځي شتون د سترې ناکامۍ بربنډ مثال دی».
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي:
«مونږ پخوا هم څرګنده کړې وه چې امریکا په تېره موده کې په افغانستان کې د تروریزم او مخدره موادو په له مینځه وړلو کې ناکامه شوې ده، او د داسې ځواکمنې ملي اردو په جوړولو کې پاتې راغلې چې د جګړې کولو او امنیت راوستلو وړتیا ولري».
د روسیې هیواد دغه څرګندونې وروسته له هغه کړي چې د امریکا ولسمشر اوباما اعلان وکړ چې تر ۲۰۱۶ کال وروسته به ۵۵۰۰ سرتیري په افغانستان کې پریږدي.
تېره ورځ طالبانو په همدې تړاو خپرې کړې یوې اعلامیې کې ویلي و چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو پاتې کیدل به د سیمې هیوادونو حساسیت لا راوپاروي او له امریکا سره به د نړۍ د هیوادونو ملګرتیا کمه کړي.
له نن ټکي اسیا څخه په مننه