په کونړ ولایت کې ۱۳۷ کلن سړی په لومړي ځل ناروغ شو
یو افغان ډاکتر نصیرفګار وايي چې په افغانستان کې او ښايي نړۍ کې تر ټولو د اوږده عمر خاوند ناروغي یې تشخیص کړې ده.
د کونړ دغه اوسېدونکي، چې حاجي صاحب اکرم خان نومېږي او ۱۳۷ کاله عمر لري، د لومړي ځل لپاره ناروغ شوی دی.
د ډاکتر نصیر په وینا، د حاجي صاحب اکرم خان ناروغي، چې د میرویس خان زوی دی، له معایناتو وروسته ( Head injury, thrombocytopenia , LBB and Anemia) تشخیص شوه.
د حاجي صاحب، چې د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالی اوسیدونکی دی، په سینه کې یو اوږد تاریخ پروت او د عجیبه فطرت خاوند دی.
دی دوه ودونه او ۱۵ اولادونه لري، خو د لمسیانو، کړوسیانو، کودیو او پردیو شمیر ترې ورک دی.
د ده د یوه زوی په وینا له یادو وارثینو سره یې د اولادونو شمېر شاخوا ۲۵۰ وګړو ته رسیږي.
حاجي صاحب په ۷۵ کلنۍ کې تذکره جوړه کړې ده.
ده د ځوانۍ په وخت کې کروندګري کوله، ښه ځواني يې لرله، قوي او غښتلی سړی و، د هسکې ونې او د غټو او اوږدو بریتونو خاوند و. بریتونه يې دومره اوږده ول چې آن د غوږونو شاته يې تاوول.
له ډېرو پخوا وختونو څخه تراوسه پوري له مستو او شودو سره مینه لري.
دی وايي چې د اعلحضرت ظاهرشاه بابا په وخت کې د قوم د ملک توب ویاړ لري، ښه نوم يې پریښی دی، د کونړ او نورستان ترمنځ سړک ده جوړ کړی، او تل خپلوبچیانو ته له وطن سره د مینې او د خلکو د خدمت نصیحتونه کوي او وايي کوم کور چې دسترخوان او ډوډۍ (مېلمانه) نه لري، کور نه دی او د وګړو ژوند يې ژوند نه دی.
د حاجي صاحب د کورنۍ غړي وايي چې دوه کاله کیږي چې لږ کمزوری شوی دی او ښايي په عمر کې یې لومړی ځل وي چې د کمزورتیا احساس کوي خو اوس هم تشناب ته یوازي ځي، ډوډۍ پخپله خوري، لمونځ او اودس کوي.
ډاکتر نصیر وايي:«ما هم کله چې نارغ له نژدې څخه معاینه کړ، ځینې درمل مي ورسره پیدا کړل چې thrombocytopenia منځته راولي(چې ښايي دا يې لامل وي)، ګراف کې يې LBB ، سر کې یې ټپ، لږ څه کمخوني لري او غوږونو یې لږ دروندوالی پیدا کړی دی. زه فکر کوم چې ښايي د افغانستان په کچه تر ټولو د زیات عمر لرونکی سړی وي چې تر اوسه هم په ۱۳۷ کنلۍ کې سمې خبرې کوي، ښه خوراک کوي، قدم اخلی،عقل یې سالم دی او ځوابونو ته سم ځواب ورکوي!»
له تاند څخه په مننه