په روژه کې د هندواڼې ګټه او ارزښت


په روژه کې د هندواڼې ګټه او ارزښت ډیریږي، دخوړو دبرخې کارپوهان  هر وخت په ځانګړې توګه په روژه کې دهندواڼې دخوړلو سپارښتنه کوي ، چې له روژه ماتي او پیشنمي څخه وروسته باید هندواڼه وخوړل شي.

۱-  هندواڼه  معده او بدن  تازه ساتي، ژر هضمیږي او بدن یې ډېر ژر جذبوي.

۲-  کولمې نرمې ساتي او وینه پیاوړې کوي.

۳-  دوینې لوړ فشار کنټرولوي، هغو کسانو ته ډېره ګټه لري،چې د زړه ناروغي لري، پردې سربېره هندواڼه درګونو دبندښت مخنیوی کوي ځکه  پرېمانه  ویټامین C لري.

۴-  پوټاسیوم ، ماګنیسوم په څېر بډایه  ویټامینونه او وسپنه لري، چې دبدن دغړو د ارامتیا لامل ګرځي.

۵- دبدن  دتودوخي درجه  ټېټه ساتي، دا ځانګړنه په روژه کې  مرستندویه ثابتیږي.

۶- اعصاب اراموي،  ورخطايي او نارامي  له منځه وړي.

۷-هندواڼه ۹۵٪ اوبه  او لږ پروټین لري، غوړ  او معدني مالګه نه لري.

۸-  هغه مالګه  له منځه وړي،چې دوخت په تیریدو په بدن کې راټولیږي ، دګردې تیږه  میده کوي.

۹- بواسیر ناروغۍ ته ډېره ګټه رسوي.

۱۰- هندواڼه د لیکوبین مواد لري،چې دپروسټاټ، قولون او زړه ناروغي په مخنیوي کې مرسته کولای شي.

یادونه د پاکستان اوایران دهندواڼو په پرتله دهلمند، جلال اباد هندواڼې ډېرې طبیعې او تازه دي .

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه