ډاکتر م، عثمان تره کی
د داعش تر نامه لاندې اجیره ملیشيأ (مرسونر)
د افغانستان او پاکستان لپاره د روسې ځانګړي استازي « ضمير کابلوف » له روسي رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، چې « د امريکايي الوتکو لخوا پر هغه طالبانو برید کيږي، چې د دولت اسلامي یا داعش له ډلې سره يو ځای کېدلو ته غاړه نه ږدي ».
د « کابلوف » خبرې د ارزونې په موخه یوازې یوې پېښې ته چې لوی حقیقت په کې غبرګون موندلی په ګوته کوو :
د سورې د بهرنیو چارو وزیر په ۲۰۱۴ م کال د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې وویل : « په ۲۰۱۳ کال امریکايي سناتور « مک کن » د غیر رسمي مسافرت په ترڅ کې د یوه پلاوي په مشرتوب سورې ته ورداخل شو. د مسافرت موخه یې د سورې د آزادي تحریک ( د سورې د برحال حکومت په ضد له وسله وال مقاومت ) سره خبرې اترې وې. د پلاوي په ترکیب کې یو کس د ابویوسف په نوم حضور درلود . ابویوسف په واقعیت کې همدغه ابوبکر بغدادي ( د داعش مشر ) و چې د « ابودعا » او « خلیفه ابراهیم » په مستعارو نومونویې په مختلفو وسله والو او غیر وسله والو سیاسي جوړښتونو په منځ کې فعالیت درلود. دی د سورې د آزادي تحریک په د ننه کې د منځلاري نقش لوباوه ، خو د داعش ( اسلامي دولت ) په منځ کې د بنسټ پال په توګه د امریکا د استخباراتو له خوا تر تعقیب لاندې و.
له یاد حقیقت نه معلومیږي چې داعش د لویدیځوالو ستراتژیک تولید دی.
داعش د جوړېدو په پیل اوکمزوري حالت کې د امریکا ملاتړ ته اړ و . خو وروسته له دېنه چې موصل د عراق دوهم ښار یې تر خپلې ولکې لاندې راوست او د تېلو، بانکونو او وسلې په زیرمتونونو باندې یې لاسرسی وموند د یو پیاوړي ځواک په توګه د امریکا له قیمومیت نه ووت. ( نن د داعش شتمني لسهاو ملیاردو ډالرو ته رسیږي ) .
د داعش سیاسي ، عقیدوي ، مالي او لوژستیکي ودې امریکا د صدام حسین غوندې له یو بل متمرد دښمن سره مخ کړه. امریکا د سپتامبر۲۰۱۴ کال د ۲۲ هیوادونو د ائتلاف په سروالي په سوریه کې د داعش او القاعده ګډه جبهه یعنې « النصره » تر بمباریو لاندې ونیوه .
له طالبانو سره اړیکې :
په عراق کې د القاعده سیمه ایز مشر « ابو مصب زرقاوي » په افغانستان کې د شوروي د اشغال په موده کې ( ۱۹۸۹ ـ ۱۹۹۲ ) د مجاهدینو او د دیني مدرسو د طالبانو سره همکار و. ابوبکر بغدادي او زرقاوې د ۱۹۹۰ کال نه وروسته څو وار افغانستان ته مسافرتونه وکړل. دوی د طالبانو د واکمني په وخت کې د اسامه بن لادن په لارښوونه د « جند الشام » په نامه یوه جهادي ډله جوړه کړه چې په کابل اوهرات کې یې څانګې لرلې. ابوبکر بغدادي د طالبانو د وخت د ښوونې او روزنې له وزیر سره اړیکې درلودې.
په افغانستان کې د امریکا له تیري نه وروسته بغدادي او زرقاوي عراق ته وتښتېدل او هلته د القاعدې د عراقي څانګې سره یوځای شول.
له یادو واقعیتونو نه څرګندیږي چې له القاعدې سره د افغاني مجاهدینو او طالبانو اړیکې د شوروي ضد جهاد نه پیل شوې او په افغانستان کې د امریکا له یرغله وروسته له منځه ولاړې. لامل یی هم دا و چې له یوې خوا وسله وال مقاومت د پیاوړي جنګي دریځ په درلودلو سره د القاعدې مرستو ته اړ نه و او له بلې خوا القاعدې ته په منځني ختیځ ( سوریه او عراق ) او د افریقا په شمال کې نوي مصروفیتونه راپیدا شوي وو.
په ۲۰۱۳ز کال کې د خلافت په سر باندې د اختلاف له کبله بغدادي له القاعدې نه انشعاب وکړ. داعش د بغدادي په مشري د خپلواک تحریک په حیث دعراق او سورې کړکېچ ته ورداخل شو.
په سوریه کې د داعش او القاعدې تر منځ خونړۍ جګړې د زرګونو کسانو د وژل کېدو لامل شوې. ترڅو چې د ۲۰۱۴ زکال په سر کې « ایمن الظواهري » ( د بن لادن ځای ناستي ) ، ابوبکر بغدادي د قدرت په سر د ټکرونو د اصلي سرچینې په توګه اعلان او د القاعدې له ډلې رسمأ وشاړه.
نړیوال نظامي ائتلاف د داعش تر نامه لاندې اجیرملیشيأ (مرسونر ) استخداموي:
په جګړو کې د اجیرانو استخدام له منځنيو پیړيو راهیسې لرغونتوب لري.
په ۱۹۷۷ زکال د جون په ۸مه نېټه د اجیرانو په تړاو د جینوا د ۱۹۴۹ زکال په کانوانسیون کې یوه ضمیمه ورزیاته شوه. هغه دا چې دکانوانسیون ۴۷ مه ماده اجیرملیشیأ د یو جنګي اسیر له حقونو نه بی برخه ګني.
انګریزانوپه ۱۸مه پیړۍ کې آلماني اوسویسي اجیران په امریکایي مستعمرو کي جګړو ته وګمارل.
د ۱۹۶۰ کال نه وروسته د « مرسونرانو » حضور په مستعمره هیوادونو او په ځانګړي ډول په افریقا کې د پام وړ و.افریقا د مزدورو ملېشو د روزنې او استخدام په مرکز بدله شوه : کتانګا او کانګو د اجیرانو جاله جوړوله. د یمن په مخکنیو جګړو کې « مرسونرانو » د پام وړ ونډه لرله.
ځیني هیوادونه د قوانینو د جوړولو په بنسټ خپل اتباع د اجیر لشکر په ورګډېدو منع کوي.
انګلستان د ۱۸مې پیړۍ په پای کې د « فورن انلي سهان » قانون او د جنوبي افریقا د ۱۹۹۸ کال قانون له مخې مزدورو مرسونرانوته سزاګانې ټاکلې .
په فرانسه کې د ۲۰۰۳ کال قانون د اجیرو لشکرو په لیکو کې ونډه دجنایت په کچه دسزاوړ بولي.
له ۲۰۰۰م زکال راهیسې په بهرنیو جګړو کې دانګلوساکسون امنیتي خصوصې کمپنیو داجیرو ملېشو داستخدام ونډه په غاړه نیولې خو د مرسونرانو په دندو کې یو څه زیاتوالی( لکه د بومي جنګیالیو تریننګ او د عامه تاسیساتو ساتنه ) راوستل شوې ده. د امریکا او انګلستان امنیتي خصوصي کمپنۍ د مزدوروملیشو د استخدام د اداري چوکاټ په توګه په سیرالیون ، عراق او افغانستان کې جګړو ته وګمارل شوې.
په افغانستان کې د اجیرو ملیشو استخدام د شوروي اتحاد په ضد د مقاومت او جهاد راهیسې پیل شو: په ۱۹۹۰ کال د جنوري په ۳۱ « ریچ » د سی آي ای سیمه ایز مشر د بن لادن د تکولو د پروګرام په چوکات کې ، د ضیآ مسعود د لارې احمد شاه مسعود ته ۵۰۰ زره دالر ورکړ.
وروسته د طالبانو د واکمني د لنګولو وار راغي. « ګري شرون » چه په سي آي اې کې د ۳۵ کال د کار تجربه لري « د سقوط دنده » په نامه په خپل کتاب کې لیکي چه ده په ۲۰۱۱ کال د سپتامبر په ۱۱ مه د یوه درې کسیز هیآت په مشري د مرسونرانو د استخدام په تمه پنجشیر ته لاړ. « ګري شرون » هغه پیسې چه د طالبانو د واکمني د نسکورولو په بدل مزدورو ملیشو ته ورکړې داسې څرګندوي :
فهیم او عبدالله ته یو ملیون او ۷۰۰زره دالر.
عطا محمد نور ته ۲۵۰ زره دالر.
سیاف ، د اسلام نه ماتیدونکې اتل ته ۱۰۰ زره دالر.
رفرنس :
http://pendar.forums1.net/
اجیرې ملیشې چې اوس په افغانستان کې د داعش په نوم یادیږي له خپلو کورنيو سره د افغانستان په هغو سیمو کې ځای په ځای شوې چې په کې ټولنیز مساعد چاپیریال وجود لري .
له دېنه څرګندیږي چې اشغالګرو ځواکونه په اوږد مهاله جګړه ایزه ستراتژي کې دافغانستان په بې خاوند لابراتوار کې د اجیرانو د نسلونو په تسلسل پانګه اچونه پیل کړېده.
داعش د افغانستان په سیاسي سطرنج کې :
د دې واقعیت په نظر کې نیولو سره چې امریکا له داعش سره په عراق او سوریه کې په جګړه لګیا ده ، ګومان نه کیږي چې دداعش متعهد کسان دېته حاضر شي چې په افغانستان کې د امریکا تر بیرغ لاندې خپل « نړیوال جهاد » ته دوام ورکړي.
نو هغه کسان چې د داعش په نوم د یو مزدور لشکر د جوړېدو په محور راڅرخي ، اکثرأ د سیمې د اربکیانو او احتمالأ د ګاونډیو هیوادونو له لنډه غرانو او ماجراجویانو نه جوړیږي. د ګوتو په شمېر دطالبانو انشعابي ډلې او د سیمې د وهابیانو اوسلفیانو اغوأ اوخرڅ شويو کسانو هم د افغاني داعش په ترکیب کې د ورګډېدو امکان شته.
په هر حال ! اجیر لشکر یوازې د پیسو په بدل کې جنګیږي نه د معتقداتو په خاطر .
لویدیځوال د داعش په نامه له اجیر لشکر نه د یو مهم ستراتژیک تولید په توګه په هغو هیوادونو کې ګټه پورته کولای شي چې پکې حکومتونه کمزوري وي او د بیکاري اوبې وزلي له کبله د مزدورانو د استخدام زمینه پکې مساعده وي.
په افغانستان کې د سیمې او له سیمې نه بهر استخباراتي کړۍ د داعش په نامه د مزدورو ډلو ټپلو د جوړېدو تر شا ولاړې دي. خو امریکا د عراق له تجربې نه په استفادې سره د استخدام شویو ډلو سره په معامله کې له احتیاطه کار اخلي تر څو دهغو وده له کنتروله ونه وزي. ملا عبدالروف خادم چې غوښتل یې د داعش تر خپلواک بیرغ لاندې جهاد وکړي د امریکا د بې پیلوټه الوتکې ښکار شو.
واقعیت دا دی چې داعش د لویدیځ په لاس د یو سیاسي تجارت په مارک بدل شوی چې په استخدام شویو مزدورو ډلو باندې اطلاق کیږي.
په افغانستان کې د داعش راتګ هغه وخت مطرح شو چې د نوي حکومت د جوړېدو په درشل کې له وسله والو مخالفینو سره د مذاکراتو موضوع د نوي حکومتي ټیم په اجنډا کې ځای ونیو. بهرنیانو غوښتل چې د سولې له مذاکراتو نه مخکې ، د وسله وال مقاومت پیاوړی سیاسي او جنګي پوتانسیل د طالب او داعش تر منځ د وېشلو او ټکرونو له لارې کمزوری کړي تر څو له احتمالي سولې نه راټوکېدلی نوی او بیوسه حکومت د وسله وال مقاومت په « تشریفاتي » ونډه محدود شي.
عقیدوي داعش په افغانستان کې د ودې ټولنیز او کولتوري مساعد چاپیریال نه لري. ډیره کي اولږه کی قومونه له داعش سره په مخالفت کې ، ګډ دریز لري.
داسې نښې نښانې لیدل کیږي چې قومي لږکي د داعش له وېرې ځان طالبانو ته نږدې کوي .
له بلې خوآ د لویدیځوستراتژیستانو له طرفه د « مرسونرانو » د جګړې استقامت مرکزي آسیا ټاکل شوې ده.
د هغه په غبرګون کې روسیې د ایران په همکاري د تاجکانو ، چچنیانو او ازبکانو راټولو سره ځان ته داعش جوړ کړی.
داسې هلې ځلې هم کیږي چې د افغاني وسله وال مقاومت د باور د راجلبېدو په بنسټ د طالب او تش په نوم داعش نه ګډه جبهه جوړه او دجکړه ایزو تحرکاتو لوری د مرکزي آسیا په ځای دافغانستان خوا ته را واړوي.
په بدخشان کې د اپریل د ۱۱مې پېښې ته باید له همدغې زاوې وکتل شي .
د طالبانو په آدرس د « کابلوف » پیغام کثیرالابعاد تعبیرونه موندلی شي. پدې معنا :
ــ امریکا له طالبانو سره د سولې په اړه رښتینولي نلري. له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه تبلیغ د « طال چال » په توګه د جګړې د اوږدېدو په موخه کارول کیږي.
ــ وسله وال مخالفین د امریکا له خوا د جګړې د سوند موادو په حیث استعمالیږي.
ــ امریکا په سیمه کې د اوږدمهالې جګړې د پلان له مخې د مرسونرانو( داعش ) اوطالبانو تر منځ دټکرونو د زمینې برابرولو له لارې په افغانستان کې د جګړې نوی فصل پرانیزي چې په ترڅ کې یې مرکزي آسیا اغیزمنه کیږي.
سوله زموږحیاتي اړتیا ده. خو تجربې ښودلې، چې دجګړیزفشارله زیاتېدو پرته اشغالګرپخپله خوښه سولې ته نه حاضریږي.
کابلوف ( روسیه ) سخته لیوالتیا لري چې جګړه د افغانستان په شمالي کرښو ودروي . دغه مقصد یوازې د طالبانو او روسي داعش په ګډه همکاري ترسره کیدای شي. پدې حساب باندې وسله وال مقاومت په سیمه کې د سولې د داعیې د تحقق په لاره کې له نویو ملاتړکوونکو سره مخ کیږي چې باید له هغو نه په « احتیاط » ګته پورته کړي.
څو ورځې مخکې وسله وال مقاومت خپل ډاروونکي پسرلني عملیات د « عزم » په نوم اعلان کړل. معلومه نده چې په سیمه کې د قواوو نوې معادله چې پکې روسیه له ایران سره رانږدې شوې ( ایران ته د اس ـ ۳۰۰ ضد هوايي توغنديو خرڅول) تر کومې اندازې پورې « عزم » ته انګېزه وربښلې او د هغه په ټینګتیا اثر اچولې ده ؟
تر هغه وخته پورې چې سوال ته ځواب راپیدا شي دوو حقیقتونو ته باید پام راواړوو :
ــ یرغلګر پرته د جګړې د فشار له زیاتیدو نه سولې ته نه حاضریږي .
ــ وسله وال مقاومت سولې او خپلواکي ته د رسېدو په خاطر نویو سیمه ایزو متحدینو ته اړتیا لري.
په هر حال ! د « کابلوف » د پیغام سره باید په زیات دقت او لازم احتیاط برخورد وشي. « پاي »
فرانسه
د اپریل پنځه ویشتمه ، ۲۰۱۵ ز کال
ډاکتر م ، عثمان تره کی