غــــــــزل
نه راځي وصال د وصال مه وایه
نور راته د میاشتو او کال مه وایه
سیوری د اوربل د شونډو جام ګلې
حق می درنه غواړمه سوال مه وایه
خدای چی پیدا کړی انسان مینې ته
غلی شیخه دې ته وبال مه وایه
نشې اچوی غوټه چې زړونو ته
دې ته نو مطربه سرتال مه وایه
ما به په ژړا کړې خدای د خوار مکړه
بس(انجانه) بس نوره حال مه وایه