sayaf and waheed muzdah

سیاف له کوم درده کړیږي؟

وحید مژده

لیکوال: وحید مژده

ژباړن: ایمل شمس

د استاد وروستیو خبرو او هغه ادعا یې چې ګواکې د ملا محمد عمر اعلامیې په وزیراکبر خان کې لیکل کېږي، د ډېرو توجه جلب کړه. ده پخوا هم په کابل کې د داسې کسانو د شتون په اړه اشارې کړې وې چې له خاکجباره (کابل ته نژدې سیمه) د تورو موټرو په واسطه کابل ته انتحارایان انتقالوي.

ما نه غوښتل چې د استاد پر خبرو تبصره ولرم. څو کاله مخکې کله چې استاد په یوې مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې د امریکایانو حضور ځکه مشروع دی چې دغه حضور د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غوښتنه دی. ما یې د دې خبرې په اړه د جهاد پر مهال د ده هغو خبرو ته اشاره وکړه چې فرمایل به یې، د ملګرو ملتونو سازمان د امریکا او اسراییلو د لاس آله ده او پر همدې استدلال یې د بینن سیوان [هغه مهال افغانستان ته د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی] طرحه د اسلام د دښمنانو دسیسه ګڼله. استاد دوه تنه ماته راولېږل او له ما یې وغوښتل چې نور یې په اړه منفي لیکل ونه کړم او د «کمونیستانو» لاس ته حربه ورنه کړم؛ ځکه چې کمونیستان ترې سوء استفاده کوي!

له هغې وروسته مې ونه غوښتل چې نور د استاد مزاحم شم او ان یو ځل خو یوه ملګري د «تذکرة الاشقیا» په نامه کتاب کې د جهادي رهبرانو ژوندلیکونه راټول کړي وو، ماته یې وسپاره چې خپل یادښتونه هم په کې ورزیات کړم او د کتاب د سمون په اړه نظر ورکړم. ما په کتاب کې پر هغو مطالبو نیوکه وکړه چې لیکوال د دهمزنګ له زندانه د شهید محمد کاظم شارقي او شهید مولوي عبدالغفور پرواني له ژبې د استاد سیاف په اړه لیکلي وو، هغه مطلب مې د کلام له عفت سره په ټکر کې وباله. یو بل ضعیف نقل قول مې هم رد کړ او ورته ومې وویل چې له کتابه يې لرې کړي. په هغه کمزوري روایت کې د استاد نیکه د «چندل بايي» په نامه پخوانی هندو او تازه مسلمان ګڼل شوی و. په دغه کتاب کې د استاد سیاف ژوندلیک او کارنامې د شیخ فرید الدین عطار د «تذکرة الاولیا» په طرز لیکل شوي وو، په دغو جملو پیل شوی و:

[د لیکوال د اصلي متن خوند تر ډېره د شیخ فریدالدین عطار په طرز کې دی، ځکه یې هو به هو فارسي تاسو ته وړاندې کوو او بیا یې تر لاندې پښتو ژباړه هم لیکو]

آن شقاوت پیشهء دوران، آن گرگ درنده در جامهء چوپان… آن زمین خور بی انصاف، عبدرب الرسول والسیاف. مظالم او بسیار است و مکاید او بی شمار که همه در این مختصر نگنجد. پس به اندکی اکتفا می کنیم که عاقلان را اشارتی کافیست…

ژباړه: د زمانې هغه بدمرغه، هغه لېوه چې د شپانه جامه یې پر تن ده…د ځمکو هغه بې انصافه غاصب، عبدالرب الرسول و السیاف. مظالم یې ډېر دي او مکاید یې بې شمېره چې په دې لنډون کې نه شي ځایېدای. نو پر همدې بسنه کوو چې هوښيارو ته اشاره کافي ده…

او هغه چې په دې لنډون کې ځای شوي وو هم د استاد د پېژندګلوۍ لپاره کافي دي. مثلاً:

• سیاف څرنګه رهبر شو؟

• غرب ته د حفیظ الله امین دکورنۍ په انتقال کې د سیاف همکاري.

• د القاعدې په منځ ته راتګ کې د سیاف رول.

• طالبانو سره د حکمتیار پر ضد د سیاف مرستې.

• په ۱۹۹۶ کال کې اسامه ته افغانستان ته د راتلو بلنه.

• د احمدشاه مسعود په ترور کې د سیاف رول…

که فرصت و په راتلونکي کې به د دغو ټولو موضوع ګانو په اړه بحث کوو.

مګر د استاد د تشې ادعا هغه خبرې چې ګواکې د ملا محمد عمر اعلامیې په وزیراکبر خان کې لیکل کېږي د دې لامل شول چې د دغو طلايي خبرو په استناد ځینې پر ما هم د ښکنځاوو او سپکو سپورو لورېينې وکړي. ماته هم د زغم وړ نه وه چې بدکاره ښځې د استاد د خبرو په ننګه راپورته شي، پر ما تور پورې کړي او زه دې هم غلی کښېنم.

مګر حقیقت څه شی دی او ولې سیاف په مبهم ډول په خپلې خبرې يې د جاسوسانو له حضوره غږېږي او د هغوی نومونه نه یادوي؟ دغه کس څوک دی چې هم له خاک جباره انتحاریان کابل ته رالېږدوي او هم په وزیر اکبر خان کې د ملا عمر اعلامیې لیکي؟ بله پوښتنه دا ده چې ایا رښتیا هم استاد د وطن له درده دا خبرې کوي که کوم بل درد لري؟

پخواني مجاهدین ښه پوهېږي چې هغه څوک چې استاد ورته اشاره کوي، له انجینر احمدشاه احمدزي پرته بل څوک نه دی. انجینر احمدشاه یو مهال د استاد له نژدې دوستانو څخه و تر دې چې کله یې د «اتحاد اسلامي برای آزادي افغانستان» تنظیم تاسیس کړ، دی یې خپل مرستیال وټاکه. انجینر احمدشاه د استاد رباني په حکومت کې د استاد سیاف دتنظیم په نمایندګۍ ان د صدارت پر مقام هم دنده ترسره کړې ده.
مګر استاد له دې کس (انجینر احمدشاه) سره څنګه ستونزه پیدا کړه او اړیکې يې ولې خرابې شوې؟ د حقایقو د روښانولو لپاره د ډاکټر نجیب الله د حکومت سقوط او په کابل کې د مجاهدینو د حکومت منځ ته راتګ ته ورګرځو. هغه مهال په پېښور کې زیات شمېر عرب مجاهدین اوسېدل چې د امریکا په اشاره د پاکستان تر فشار لاندې وو. د دغو عرب مجاهدینو متبوع هېوادونه هم حاضر نه وو چې دوی بېرته ورشي او نه یې غوښتل چې د افغانستان د جهاد تجربه یې خپلو نفتي هېوادونو ته ولېږدول شي.

د عرب مجاهدینو یو شمېر استازي استاد سیاف ته ورغلل او ورته یې وویل چې د افغانستان جهاد کې د ونډې اخیستو لپاره بې له افغانستانه د دنیا په هېڅ ګوټ کې موږ ته هېڅ ډول پناه ځای نه شته. بنا پر دې غواړو په افغانستان کې واوسېږو، چې ستاسو تر څنګ مو په کې قربانۍ ورکړي دي. سیاف هغوی سره ژمنه وکړه چې له استاد رباني به وغواړي چې هغوی ته د افغانستان تابعیت ورکړي او دا کار هم وشو. استاد رباني انجینر احمدشاه ته چې د کورنیو چارو وزیر و، حکم وکړ چې دغو کسانو ته د افغانستان د تابعیت تذکرې ورکړي.

د دغو کسانو یو شمېر یې غوښتل چې په کابل کې ځانونو ته کورونه واخلي. استاد سیاف هغوی ته وویل چې خپلې پیسې د انجینر بشیر [په تېرو ټاکنو کې د سیاف د کمپاین مسئول] له لارې انجینر احمدشاه ته ولېږي. دغو عربانو په خپلو هېوادونو کې خپل ملکیتونه خرڅ کړل او پیسې يې پېښور ته ولېږل. انجینر احمدشاه هغه وخت دغو خلکو ته په کابل کې کورونه واخیستل چې بیا وروسته ورپسې مشهوره شوه چې انجینر احمدشاه په کابل کې ځان ته لسګونه کورونه اخیستي دي.

پر کابل د طالبانو له واکمنېدو سره انجینر احمدشاه له هېواده بهر او استاد سیاف د افغانستان شمال ته ولاړل او کله چې د طالبانو حکومت نسکور شو، دواړه کابل ته بېرته راوګرځېدل. له څه مودې وروسته استاد سیاف له انجینر احمدشاه وغوښتل چې ټول هغه کورونه چې د عربانو په پيسو او د انجینر احمدشاه په نامه قبالو اخیستل شوي وو، سیاف ته وسپاري. انجینر احمدشاه سیاف ته وویل، چې دغه کورونه د هغو عربو مجاهدینو شخصي ملکیتونه دي چې زموږ تر څنګ یې جهاد کړی، مګر استاد ویل چې «د دغو کورونو څښتنان اوس ټول ترهګر دي او که افغانستان ته راوګرځي، باید ونیول شي او امریکا ته وسپارل شي.»
انجینر احمدشاه تیار شو چې دغه ملکیتونه له سیاف سره نیم کړي، مګر جناب استاد استدلال کاوه چې «ما ته عربانو ته ورپېژندلی وې او هغوی پر ما د اعتماد له امله تاته پیسې درکړې؛ نو دا ټول کورونه زما کېږي».
دغې لانجې څو کلونه ونیول تر دې چې یوې جرګې له دواړو غاړو واک واخیست او پرېکړه یې وکړه چې استاد دې له دغو کورونو څخه له خپلې خوښې سرم سم ځان ته واخلي. استاد ټول هغه کورونه د ځان کړل چې د کابل ښار په ښو موقعیتونو کې وو؛ مګر بیا هم له دې پرېکړې خوښ نه دی او فکر کوي چې ځینې نور ملکیتونه د هغوی له جملې په وزیراکبر خان کې د انجینر احمدشاه شخصي کور چې له سوډان نه د اسامه بن لادن د بېرته راتګ پر مهال د هغه پر پیسو اخیستل شوی و هم باید جناب استاد ته وسپارل شي. له همدې امله اوس استاد له مختلفو لارو پر انجینر احمدشاه فشار راوړي چې دا کور هم وروسپاري. په وزیر اکبر خان کې د اعلامیو لیکلو اشاره یې هم همدې کور ته ده.

هغوی چې د لانجې له اصله خبر نه دي، فکر کوي چې د استاد توندې او تېزې ویناوې له جاسوسانو سره د هغه د ضدیت له امله دي؛ مګر داسې څوک چې خپل ټول شته یې د سعودي، پاکستان او د امریکا استخباراتي شبکو ته د خدمت پوروړي دي او له شهزاده ترکي الفیصل او شهزاده سلطان بن عبدالعزیز سره یې اړیکې او دوستۍ د جهاد پر مهال له هیڅ مجاهده پټې نه وې چې بیا همدغو ارتباطاتو یو مهال دی د اتحاد اسلامي مجاهدین افغانستان رهبرۍ ته ورساوه، دغسې یو څوک نن نور په جاسوسۍ تورنوي!
جالبه ده چې دی له حکومته غواړي طالبان «ښه ووژني» مګر په غزني کې د سیاف والي موسی خان اکبرزاده د داعش ویاند خپل سکرتر ټاکي او استاد په دې اړه څه نه وايي!

دا خبره د شیخ سعدي پر دې بیت ختموم:

تا ندانی که سخن عین صوابست مگوی
وآنچه دانی که نه نیکوش جوابست مگوی
یار زنده صحبت باقی!