نيويارک ټايمز:
 بوش او ملګري يې بايد محاکمه شي

 نيويارک ټايمز امریکايي ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې ليکلي، چې د سي ای اې د شکنجو په اړه باید پخوانی ولسمشر جورج بوش، د هغه مرستيال ډيک چيني او د نوموړي د ادارې لوړ پوړي چارواکي محاکمه شي او د بنديانو د ځورونې او شکنجو په اړه ترې پوښتنې، ګرويږنې وشي.

نيويارک ټايمز دا غوښتنه د امريکا د مشرانو جرګې د هغه راپور له مخې کړې، چې څه موده وړاندې د مشرانو جرګې د استخباراتي کميټې مشرې ډاياين فاينسټاين د سي ای اې د شکنجو په اړه په ۵۲۳ مخونو کې يو مفصل راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې راغلي، چې سي ای اې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې د پېښې په اړه له شکمنو بنديانو د پوښتنو او پلټنو په موخه له شپږ زرو وحشي او غير انساني لارو چارو کار اخيستی دی.

نيويارک ټايمز د امريکا له عدليه وزارته غوښتي، چې پخوانی ولسمشر جورج بوش، د هغه مرستيال ډيک چيني، د سي ای اې پخوانی مشر جورج ټينيت او د بوش د ادارې لوړ پوړي چارواکي بايد محاکمه کړي او بنديانو د شکنجو او وحشي تعذيبونو په اړه ترې پوښتنې وکړي.

نيويارک ټايمز زياتوي، چې د دغو شکنجو او تعذيبونو اصلي مسؤولين د بوش په ګډون د هغه د ادارې لوړپوړي غړي دي او که دغه مجرمين محاکمه نه شي، نو په ګرده نړۍ کې به د امريکا رنګه بده شي.

د امريکا د مشرانو جرګې له خوا په خپاره شوي راپور کې راغلي و، چې سي ای اې د بوش د ادارې په امر او غوښتنه له بنديانو سره وحشي چلند کاو.

په راپور کې د يو شمېر شکنجو تفصيلات هم راغلي دي، چې د سي ای اې کارګرانو مسلمان بنديان په اوبو کې غرقول، جنسي زورونې يې ورکولې او په مياشتو مياشتو يې په تورو خونو کې يوازې ساتل او د سي ای اې کارګرانو به پرې رمباړې وهلې او وېرول به يې، په لسګونو ساعته به يې په ماتو او زخمي پښو په ولاړه درول، په تړل شوو لاسونو پرله پسې څو ورځې پلټنې او تحقيق، په شپو ورځو او اونۍ بې خوبه کول، په سړه هوا کې شپې ورځې درول او په وحشي طريقه خواړه ورکول، هغه هم د ستنې او پيچکاري په واسطه او داسې نورې شپږر زره وحشي کړنې شاملې دي.

د مشرانو جرګې په راپور کې هيښوونکې خبره دا ده، چې د دومره شکنجو او کړونو سربېره هم سي ای اې له بنديانو داسې معلومات نه دي تر لاسه کړي، چې د امريکايي استخباراتو په کار راشي او وروسته دا هم ثابته شوه، چې سي ای اې کوم خلک لس دولس کاله په تورو او وحشي زندانونو کې بنديان کړي وو، ډېری يې بې ګناه نيول شوي وو.

د راپور له خپرېدو وروسته د پخواني ولسمشر بوش مرستيال ډيک چيني دا راپور د امريکا د ملي ګټو ضد وباله او بنديانو سره د سي ای اې ظلمونه او شکنجې يې د هغوی مېړانه او وطن پالنه وبلله.

ډيک چيني پر راپور نيوکه وکړه، چې دې سره به نړۍ کې خلکو ته دا جرئت پيدا شي، چې په نړيواله محکمه کې پر امريکايي چارواکو او د سي ای اې پر غړو عريضه وکړي او محکمې ته يې کش کړي.

د ياد راپور له خپرېدو وروسته د امريکا ولس، سپينه ماڼۍ، کانګرس او امريکايي رسنۍ په دوه ډلو ويشل شوي دي.
واکمن ديموکرات ګوند د راپور دخپرولو هرکلی کوي او وايي، چې سي ای اې سياستوالو ته درواغ وایي او د سي ای اې د مشر جان برينن د ګوښه کولو غوښتنه يې کړې ده.

بل پلو اپوزيسيون جمهوري پلوه دي، چې د دوی د واکمنۍ پر مهال دغه شکنجې او تعذيبونه شوي وو او اوس يې په سنا کې څوکۍ زياتې شوي او راتلونکي وخت کې به د سنا واک هم دوی سره وي، د ياد راپور د خپرولو کلک مخالفت يې کړی او دا کار يې د امريکا د ملي ګټو ضد بللی دی.

سپينه ماڼۍ او په ځانګړې توګه د امريکا ولسمشر بارک اوباما د خپل ګوند لپاره غواړي، چې د راپور د خپريدو تاييد وکړي، مګر دحالاتو او سنا کې د جمهوري پلوو د زياتوالي له امله يې د سي ای اې کړنې او شکنجې ستايلي دي.

د راپور خپرونکې د امريکا د مشرانو جرګې د استخباراتو د کميټې مشرې ډايان فاينسټاين وايي، که اوس يې دا راپور نه وای خپور کړی، نو راتلونکي وخت کې د دې راپور خپرول ناشوني ښکارېدل؛ ځکه چې د سنا واک به له دې وروسته جمهوري پلوو سره وي او هغوی هيڅکله نه غواړي، چې د خپل ګوند وحشي کړنې رسنيو ته راوباسي.