لطیف الله محسود امریکا ته د راحیل شریف او پاکستان ته د اشرف غني د مسافرتونو نه وروسته پاکستان ته وسپارل شو. د دینه معلومیږي چه په موضوع باندې د اړخونو تر منځ توافق رامنځته شوی دی.
دغه اقدام په جګړه کې د ښکیلو هیوادونو او پاکستاني او افغاني طالبانو په دریزونو باندې اغیز ایښودلی شي. پدې معنی :
پس له دې افغاني لوری نشي کولای چې پاکستاني طالبان د پاکستان پرضد استعمال کړي. خو پاکستان د تیر په څیر افغاني مقاومت د افغانستان د حکومت او د بهرنیو قوتونو په وړاندې کارولی شي.
له بلې خوا د سولې کیلي د امریکا او پاکستان په لاس کې ده.
ــ د امریکا او پاکستان تر منځ متقابلې ګټې « هندوستان » حاشیي ته وتمباوه. د پاکستان ضد طالبانو په سر د هندوستان پانګه اچونه د امریکا او پاکستان د مخالف او ګډ دریز سره مخ شوه.
ــ آي اس آي له موقع نه په استفادې سره کولی شي د « پاکستاني طالبانو » په منځ کې د امریکا ضد روحیه وپاروي او په نهایت کې د پاکستاني طالبانو د جګړې استقامت افغانستان او په ځانګړي ډول د امریکايي سرتیرو خوا ته واړوي.
پاکستان د افغاني او پاکستاني طالبانو له يووالي نه چې د پاکستان په ضد په یوه واحده جبهه سره راټول شي تل نګران و. خو اوس د امریکا له برکته دغه تشویش لرې شوی دی.
افغان سباوون (دعوت میډیا): تاسو د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز د ډېرې اوږدې مودې همکار او مرستندوی پاتې شوي یاست او په سوونو مقالي او مرکې مو د همدې مرکز له لارې چاپ او هم د دعوت ویبپاڼې له لارې خپرې شوې دي. اوس چې دې مرکز دوه نوې ویبپاڼې په انلاین کړې، ستاسو نظر، مشوره او نیوکه څه ده ؟
استاد تره کی:
هو! زه د شوروي ضد مقاومت او جهاد د لسیزې راهیسې د دعوت د اخبار او ویب پانې سره د فرهنګي همکار په حیث پاتې شوی یم. په لیوالتیا مې د دعوت ښکته اوپورته بدلونونه تعقیب کړي . د خوشالي خاي دی چې اوس د عوت په نوې بڼه او ښکلي انداز افغان مطبوعاتي او مدیاتیک کهول ته ورننوتی دی.
افغانستان په ناوړه حالت کې قرار لري. هر څومره چې موږ خپله چِیغه په جګه راپورته کړو هغومره د اوضاعو په بهیر باندې اغیز اچولی شو. انټرنت ، رادیو او تلویزیون د ۲۱ پیړۍ د کولتوري او سیاسي انقلابونو اومه توکي خلکو ته وړاندې کوي. توکي د ولسونو تر منځ د نظر د تبادلې په بهیر کې پوخوالي ته رسیږي او زمینه سترو بدلونونو ته برابروي.
تر اوسه پورې د شخصي رادیو او تلویزیون چلول د افغان الاصل امریکائیانو په انحصار کې وو . د اروپا افغانان له غږیزې میډیا نه بې برخې وو. ستاسو په خپرونو کې د رادیو او تلویزیون ورزیاتېدل پدې معنا دي چې وروسته له دې د اروپا افغانان د یوې ملي ، خپلواکې او پیاوړې تبلیغاتي وسیلې له لارې د افغانستان له ګټو نه دفاع کولی شي.
د دغه لوی فرهنګي خدمت له کبله د دعوت او افغان سباوون همکارانو ته مبارکي وایم او تاسو ته د خپلې قلمي همکاري د دوام ډاډ درکوم. « پاي »