
د کیوبا لارښود فيډل کاسترو، امريکايي سناتور جان مکين ته په اشاره سره ويلي، چې د داعش ډلې په جوړولو کې يې لاس درلود او د امريکا او اروپا پردومخي او له ريا ډک سياست يې نيوکه کړې او وايي: امريکا او اروپا د نړۍ په هېواونو کې د جګړې دود کوونکي دي.
کاسټرو په هغه مقاله کې، چې د « کوبا دیباتې» ورځپاڼه کې خپره شوې ويلي، چې د ناټو د وياندانو د خبرو بڼه د نازي المان د وخت چارواکو ته پاتې کيږي، چې د ډيری خلکو د هېښتيا لامل ګرځي.
د ده په وينا، د ناټو ویاندويان د دوبي په سخته ګرمۍ کې هم تيارې دريشۍ او کوټونه اغوندي.
کاسټرو ټينګار وکړ، چې د اډولف هيټلر حکومت حرص او تمه اوس د ناټو پانګوالو او يرغلګرو هېوادونو ته انتقال شوی.
د کيوبا لارښود فيډل کاسټرو زياته کړې، چې په ۲۰۰۸ ز کال کې د جمهوري رياست نوماند، سناتور جان مکین د داعش ډلې په جوړولو کې يې شرکت درلود او اوس په عراق او سوريه کې د دغو ډلو په جرمونو کې شريک دی.
د نوموړي په وينا، د امپرياليزم سياست د خندا وړ دی او ډير ژر به د تاريخ ډيران ته ولويږي.
ده د واشنګټن او بروکسل د پیسو پر سياست نيوکه وکړه او زياته يې کړه: ډير وخت به دوام ونکړي او يورو به هم د ډالرو په څېر په يوه بې ارزښته کاغذ بدل شي، ځکه د چين د چټکې ودې اقتصاد د روسيې د لوی پوټانيشل او تخنيک سره په تړاو کې شوی دی.