اسدالله زړه سواند - لراوبر

دسویل مشران:دائتلافي حکومت پر ځای د طالبانو ملاتړ کوو

اسدالله زړه سواند - لراوبر


دجنوبي حوزې زرګونو تنو ديني علماو سپين ږيرو مخورو او عامو خلكو د يكشنبې په ورځ ديوې لويې غونډې په ترڅ كې اعلام وكړ چې دوى په هېواد كې دملي مشاركت ايتلافي حكومت نه مني او ګواښ يې وكړ كه ددوى رايو ته په درنه سترگه ونه كتل شي نو له طالبانو سره به يو ځاى شي . ددې غونډې په پرېكړه ليك كې هم راغلي وو كه چېرې د ملي مشاركت حكومت اعلانيږي نو طالبانو او اسلامي گوند ته دې هم برخه پكښې وركړل سي .
د ټاكنو په بهير كې اوږدې ناندرۍ په هېواد كې د ډول ډول ستونزو او ګډوډيو درامنځ كېدو سبب سوي .
د جنوبي حوزې د هلمند كندهار،زابل او ارزگان ولايتونو زرگونو تنو قومي مشرانو مخورو ديني علماوو او عامو خلكو د يكشنبې په ورځ په كندهار كې ديوې لويې غونډې په ترڅ كې وويل چې په ټاكنو كې دوه مخكښ نوماندان دا مها ل د خلكو رايو ته د احترام پر ځاى د خپلو شخصي ګټو په ساتلو بوخت دى
د دوي په خبره چې هغوۍ داسې حكومت جوړوي،چي د خلګو د ستونزو د حل پر ځاي خلګو ته ګني ستونزي زیږوي ،
د غوندي وينا كوونكو ګواښ وکړكه چېرې ددوى رايو ته په سپكه وكتل شي نو دوى به طالبانو ته مخ كړي .
ددې غونډې په وروستيو شېبو كې د غونډې پرېكړه ليك ولوستل شو چې پكښې راغلي وو كه چېرې په هېواد كې د ملي مشاركت حكومت جوړيږي نو طالبانو او اسلامي گوند ته دې هم برخه پكښې وركړل سي .
ديادونې وړ ده چې د ټاكنو د پايلو په بهير كې د ځنډ په رامنځ ته كېدو سره هره ورځ نوې ستونځې رامنځ ته كيږي چې د خلكو د ورځنې ژوند په هره برخه كې منفي پايلې پر ځاى پريږدي .

له لراوبرڅخه په مننه