اخترمبارکي اود محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد لخوا درالېږل شوو ارزښتناکوتحفو مجموعه
لیکوال:
محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد
د روژې لومړنۍ تحفه
ګرانو دوستانو ، دا دی د تیرو څلورو کالو غوندی یو ځل بیا ستاسو د روحانی او معلوماتی خدمت لپاره حاضر یم او د مبارکی روژې په دې له برکت ، رحمت او مغفرت څخه ډکه میاشت کی به هره ورځ انشاالله یوه یوه تحفه درته وړاندی کوم چی زما د ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ـ دوهم جلد ) څخه را اخیستل کیږی . د تیر کال تحفې هم له همدې کتابه انتخاب سوي وې .
ښه ، د تیر کال روژه خو د سترګو په رپ کی ولاړه او بله دا ده راغله . څومره ګران خپلوان ، دوستان ، ملګري او نا آشنا کسان سږ کال نسته او تر تورو خاورو لاندی دي !؟ آیا د دې ضمانت سته چی موږ او تاسو به روانه روژه پوره کړو ؟ آیا راتلونکې روژه به ژوندي یو ؟ آیا دا به مو وروستۍ روژه نه وی ؟ څوک پوهیږی او څوک یې ضمانت کولای سی ؟ نو راځی چی دا ثابته کړو چی موږ د نفس محکوم نه بلکی د نفس حاکم یو .
د روژې مبارکه میاشت درې لسیزی لری چی لومړنۍ یې د رحمت ، دوهمه یې د مغفرت او درېیمه یې له اوره د نجات لسیزه ده . څنګه چی نن د رحمت د لسیزی لومړۍ ورځ ده نو باید له خدایه رحمت وغواړو .
ضروري یادوَنه : د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه احترامانه هیله ده چی که په خپلو فېس بوک پاڼو کی د دې تحفو کومه برخه اقتباس کوي ، نو اصولأ د لیکوال اجازه او موافقه باید واخلي یا اقلأ د لیکوال نوم ورسره ذکر کړی، والسلام ، ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com).
له خدایه د موسی (ع) استدعا
وایی چی یوه ورځ موسی (ع) الله جل جلاله ته عرض وکړ چی یا الله ! څونه به ښه وای چی څلور شیان وای او څلور نه وای :
لومړی ـ ژوند وای خو مرګ نه وای ؛
دوهم ـ جنت وای خو دوږخ نه وای ؛
درېیم ـ دولت وای خو غربت نه وای ؛
څلورم ـ صحت وای خو ناروغي نه وای .
د الله (ج) له خوا وحی راغله چی اې موسی !
که مرګ نه وای نو زما دیدار به هم نه وای ؛
که دوږخ نه وای زما د عذاب ډار به هم نه وای ؛
که غربت نه وای زما د شکر ادا کول به هم نه وای ؛
که مریضي نه وای نو زما یادول او بلل به هم نه وای .
په رښتیا چی الله تعالی موږ بې مقصده او ناحقه نه یو پیدا کړي بلکی د هغه ذات د عبادت ، ثنا ، ذکر ، یاد او تسبیح لپاره یې خلق کړي یو ( الذاریات : ۵۶ ؛ طه : ۱۲۴ ) ، او نوری ټولی چاری ثانوي دي. نو ښه به دا وی چی هغه څه وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو ، یعنی اجباري اول او اختیاري دوهم !
ځانته ښکنځل کول
رسول الله (ص) وفرمایل :
خپل مور او پلار ته ښکنځل د کبیره ګناهونو څخه دي .
اصحابو عرض وکړ : یا رسول الله (ص) ! آیا څوک خپل مور او پلار ته ښکنځل کولای سی ؟
ویې فرمایل : هر څوک چی د نورو مور او پلار ته ښکنځل کوی ، نو هغه د ده مور او پلار ته ښکنځل کوی ( صحیح بخاری او صحیح مسلم ) .
هو ، په رښتیا هم د بل سپکول اصلأ د ځان سپکاوی دی . د نبی کریم (ص) هر حدیث د دنیا او عقبا د بریالیتوبونو اصلی کیلي ( شاه کلید ) بلل کیږی . نو څومره به ښه وی چی د رسول الله(ص) په هر حدیث باندی عمل وکړو تر څو دنیوي او اخروي بری مو په برخه وی . حضرت عثمان(رض) فرمایلی دي چی د ژبی ښوېدل د پښو تر ښوېدلو زیات خطرناک وی . امام غزالی (رح)وایی چی د انسان بهترین بریالیتوب دا دی چی پر خپله ژبه او خپل زړه کنټرول ولری . نو الله دی ټولو مسلمانانو ، منجمله افغانانو ته همداسی توفیق ورکړی چی یو بل ( خپل مخالف ) ته سپکي سپوری و نه وایی ، پوچ الفاظ ونه کاروي او ښکنځل ونکړي بلکی زړه او ژبه دواړه کنټرل کړی .
د روژې دوهمه تحفه
معززو دوستانو ، نبوي حدیث دی « چی کله روژه راورسیږی نو شیطانان بندي کیږی ، د دوږخ ټوله دروازې تړل کیږی خو د جنت ټوله دروازې خلاصیږی . ناره کونکی ږغ کوی چی اې د خیر غوښتونکې ، مخته راسه او اې د بدۍ غوښتونکې ، پر شا سه . دا کار هره ورځ جاری وی » . نو الله دې ټوله بدګڼی نابود او ښیګڼې موجود کړی . او دا هم د دوهمی روژې لپاره دوهمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی که په خپلو فېس بوک پاڼو کی د دې تحفو کومه برخه اقتباس کوی ، نو اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ، ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).
درې خطرناک اعمال
یو عالم ویلی دي چی درې شیان ډیر خطرناکه وبوله چی هر څه دی ګټلي وی ، هغه محوه کوی :
لومړی ـ ژبه د تېغ څخه هم ډیره خطرناکه ده ؛
دوهم ـ نشه د مار څخه هم ډیره خطرناکه ده ؛
درېیم ـ ګناه د زهرو څخه هم ډیره خطرناکه ده .
هو ، په رښتیا هم دا درې واړه اعمال د انسان ټولی نیکۍ ضایع کوی او په ټولنه آن خپله کورنۍ کی یې مطلقأ تجرید ، سپک او بې دوسته کوی . الله تعالی د توبې دروازه د ځنکدن (زکندن) تر وخته خلاصه پرې یښې ده . همدا اوس هم ناوخته نه دی . څومره به ښه وی چی وخت او فرصت له لاسه ورنکړو .
درواغجن شخص
حاتم زاهد (رح) داسی فرمایلی دي :
۱ ـ هغه انسان چی د پرهیزګارۍ څخه پرته د خدای د محبت ادعا وکړی درواغجن دی ؛
۲ ـ هغه انسان چی د خدای په لاره کی د مال او دولت مصرفولو څخه پرته جنت ته د تللو اراده وکړی درواغجن دی ؛
۳ ـ هغه انسان چی د رسول الله (ص) د سنت د پیروۍ څخه پرته د هغه (ص) سره د مینی او محبت ادعا وکړی درواغجن دی ؛
۴ ـ هغه انسان چی د مسکینانو او فقیرانو سره د ناستی ولاړی څخه پرته د لوړو درجو سره د مینی ادعا وکړی درواغجن دی .
هو ، څوک چی د دین چاری هم په ریا او غلا سره مخته بیایی معنی دا چی غواړی خدای تعالی خطاباسی ، خو اصلأ ځان پخپله خطاباسی . حضرت بایزید بُسطامی (رح) فرمایلی دي : « دا هم یوه ګناه ده چی دښه عمل څخه پرته جنت غواړې » . په رښتیا هم نن اکثریت مسلمانان منجملهافغانان د دین ښه مضبوطه ټېکه داري کوی ، چا ته نوبت نه ورکوی ، خوله یې د ناحقه فتواوو او جیب یې د خودساخته ټاپو څخه ډک وی ، په ظاهره ملا خو په زړه بلا وی ، د ظالم او فاسد یار او د مظلوم اغیار وی.... فضیل بن عیاض (رح) د دغسی درواغجنو اشخاصو په هکله فرمایی : « د قیامت په ورځ به الله تعالی ریاکارانو ته ووایی چی ولاړ سئ د خپلو عملونو بدله د هغه چا څخه وغواړئ چی په دنیا کی مو د هغو په وړاندی ځان ښودنه کوله » . نو الله دی دغسی ریاکاران او درواغجنان اصلاح او فلاح کړی .
د روژې درېیمه تحفه
درنو او معززو لوستونکو ، څنګه چی ژوند ډیر لنډ او فانی دی او د سترګو په رپ کی درومی ، نو ښه به دا وی چی هغه څه وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو ؛ یعنی اطاعت او عبادت . او دا هم د نن درېیمه تحفه . خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی که په خپلو فېس بوک پاڼو کی د دې تحفو کومه برخه اقتباس کوی ، نو اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن .صمد، nsamad57@hotmail.com ).
د دنیا سره د محبت زیان
روایت دی چی یوه ورځ موسی (ع) د یو داسی شخص څنګ ته تیر سو چی په ډیره خضوع او خشوع سره یې لمونځ کاوه . موسی (ع) خدای ته عرض وکړ چی یا الله ! دغه شخص څومره ښه لمونځ ادا کوی .
الله تعالی ورته وفرمایل : اې موسی ! که دغه شخص آن په یوه شپه او ورځ کی زر رکعته هم ادا کړی ، زر غلامان هم آزاد کړی ، زر د جنازې لمونځونه هم ادا کړی ، او یو زر حجونه هم وکړی بیا به هم د ده دغه لمونځ تر هغه مهاله هیڅ ګټه ورته ونلری څو چی د خپل مال زکات ورنکړي . دا ځکه چی د دنیا او دولت سره مینه د ټولو بدیو ریښه ده او د دنیا سره محبت د زکات د نه ادا کولو څخه پیدا کیږی .
هو ، الله تعالی د هغه چا مرسته کوی چی د نورو مرستندوی وی . یو مؤمن چی هر څونه مال او دولت خوښوی په هغه اندازه یې ایمان کمزوره وی . الله تعالی په قرآن مجید کی په لسګونو واره زکات د لمانځه سره یو ځای ذکر کوی یعنی دا چی زکات هم د لمانځه غوندی حتمی او مهم بولی او ټینګار پر کوی ( مثلأ : البقره : ۱۱۰ ، ۲۷۷ ؛ النمل : ۳ ؛ الحج : ۷۸ ؛ لقمان : ۴ او ډیر نور ) .علما او مفسرین وایی چی الله تعالی لمونځ او زکات ځکه یو ځای ذکر کوی چی لومړنی جسمانی او دوهم مالی اهمیت لری ، یعنی دا چی لمونځ د بدن د اړونده ټولو اعمالو او احکامو څخه مهم دی او زکات بیا د مال او دولت د اړونده ټولو اعمالو او احکامو څخه مهم دی . حضرت عبدالله بن مسعود (رض) فرمایی چی د لمانځه او زکات د مسلسل ګډ ذکر مطلب دا دی که څوک لمونځ وکړی مګر زکات ورنکړی نو لمونځ یې نه قبلیږی . حضرت عبدالرحمن بن زید بن اسلم (رح) فرمایی چی خدای تعالی د چا لمونځ تر هغه مهاله نه قبلوی تر څو زکات یې نه وی ادا کړی . نو هیله ده چی اسلامی احکام په مینه ، خوښۍ او صداقت سره ومنو او ځانونه عملأ مؤمنان ثابت کړو .
د شیطان تښتېدل
په « درة الناصحین » کی یو حکایت وایی چی یو شخص په ځنګله کی روان و چی پر لاري یو شیطان هم ورسره ملګری سو . د دې سفر پر مهال اړونده شخص د سهار ، ماپښین ، مازیګر ، ماښام او ماخستن آن یو لمونځ هم ادا نکړ .
کله چی هغه د څملاستلو او بیدیدلو اراده وکړه ، نو شیطان وغوښته چی وتښتی . هغه شخص ورڅخه وپوښتل چی څه قصه ده او ولی تښتې ؟
شیطان ورته وویل چی ما د خدای صرف یوه نافرماني وکړه او په هغه سره ملعون او لعین سوم ، خو تا نن پنځه واره د خدای نافرماني وکړه او زه د خدای له غضبه بیریږم ، داسی نه چی الله ستا د دې لویو ګناهونو له امله پر ما هم اضافه غضب نازل نکړي .
هو ، باید جدأ متوجه اوسو چی الله تعالی انسانان د خپل عبادت لپاره خلق کړي دي او لمونځ د الهی عبادت اساس دی . لمونځ عمل هم دی او عقیده هم ده . الله تعالی فرمایی : لمونځ وکړه مخکی له دې چی تا ته لمونځ درکړه سی ( د جنازې ) . رسول الله (ص) فرمایی چی « لمونځ د دین پایه ده .» نو که پایه یا ستون ونړول سی ( یعنی لمونځ ونکړو ) معنی دا چی دین مو وران کړ . همدا علت دی چی شیطان وغوښته چی د دغه بې لمانځه انسان څخه وتښتی تر څو د هغه سره یو ځای دئ هم مغضوب نسی . نو هیله ده چی نور د ناحقه او بې دلیله پلمو څخه ځانونه وژغورو . ځکه لمونځ په هر حالت کی فرض دی آن که څوک ناروغ وی په ناسته یا پروته سره یې هم ادا کولای سي . که د هیڅ حرکت وړ نه وی آن د سترګو په اشاره یې هم ادا کولای سي ، نو ځکه هیڅ ډول بهانه ، حیله او پلمه نسو جوړولای . حضرت ابوبکر صدیق (رض)فرمایی : « تعجب کوم چی دا ضعیف انسان څنګه د خورا قوي الله (ج) د نافرمانۍ جرأت کوی ؟! » . پس هیله ده چی نور نو د غفلت له درانه خوبه راویښ سو او هغه څه وکړو چی له پاره یې دې دنیا ته راغلي یو.
دروژې څلورمه تحفه
ګرانو دوستانو ، دا ثابت حقیقت دی چی الله تعالی بې حده کریم او رحیم دی ، خو د روژې په میاشت کی یې ځینی ضروري حلال حرام کړی دي ! یعنی د سهار د اذان څخه د ماښام تر آذانه یې خوراک، څښاک او جماع حرام کړی دي چی خپله فلسفه لری . په دې میاشت کی شیطان تړلی او د جنت دروازې خلاصی دي . نفل، د فرضو اهمیت او درجه لری..... نو څومره به ښه وی چی الهی تقاضا مخلصانه او صادقانه مراعات کړو . او دا هم څلورمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی که په خپلو فېس بوک پاڼو کی د دې تحفو کومه برخه اقتباس کوی ، نو اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.con ).
سپي ته لاره ورکول
روایت دی چی یوه ورځ بایزید بُسطامی (رح) د خپلو ارادتمندانو سره په یوه تنګه کوڅه کی تیرېدئ چی مخامخ یو سپی د دوی پر خوا راغی . دا مهال حضرت بسطامی او مریدانو یې هغه ته لار ورکړه او سپی هم آرام تیر سو . یو مرید یې داسی ورڅخه وپوښتل : حضرته! څنګه چی الله تعالی انسان اشرف المخلوقات پیدا کړی دی نو بیا تا ولی هغه سپي ته لاره پریښودله ؟ د دې څخه داسی احساس کیږی چی سپی پر موږ باندی لومړیتوب او برتري لری حال دا چی دغه عمل د عقل او شرعیت دواړو خلاف دی .
حضرت بسطامی (رح) په ځواب کی ورته وویل چی دغه سپي زما څخه پوښتنه وکړه چی زه یې له ازله سپی او ته یې سلطان العارفین ولی خلق کړی یې ؟ او په دې کی زما ګناه او نیمکړتیا څه ده خو ستا ښه والی او فضیلت څه دی ؟
نو ما په دې عقیده لار ورکړه چی ما ته په رښتیا هم الله تعالی څومره پیرزوینه او ښېګڼه عطا کړې ده .
هو ګرانه لوستونکې ، انسان خو له شکه وتلی اشرف المخلوقات دی ، نو ښه به دا وی چی د اشرف المخلوقات خصایص او امتیازات هم له ځانه وښیی . یعنی ځانګړی عمل ، رښتینی خدمت ، عالی احساس او عواطف ولری تر څو خپل عالی شرافت ، حیثیت او منفعت عملأ ثابت کړی .دا چی حضرت بسطامی (رح) سپي ته لار ورکړه ، پورتني ټول انسانی اوصاف یې عملأ په اثبات ورسول .
دا لا څه ، حضرت خواجه حسن بصری (رح) فرمایی چی « د قناعت سبق د سپي څخه زده کړه .تا به معمولأ لیدلی وی چی کله بازاري سپیان ښکاري سپیانو ته غاپی ، هغه اصلأ داسی ورته وایی چی اې بېچاره ګانو ! څنګه چی د عالی او خوندورو خوړو هوس مو وکړ ، نو ځکه په ځنځیر هم وتړل سوئ . که تاسو په وچه ګوله او بې خونده خوړو قناعت کولای ، نو تاسو به هم زموږ غوندی د آزادۍ ژوند لرلای . »
هو ، ښایی همدا علت به هم و چی حضرت بُسطامی (رح) سپي ته لاره ورکړه او په دې عمل سره یې خپل انسانی کرامت ، شرافت او نجابت وښود .
د توبې توفیق
د دخش په سيمه کي يو مشر اوسېدﺉ چي دعبادت او رياضت لار يې غوره کړې وه . هغه د کچکول او توبرې ملنګ نه بلکي يوازي يو آزاد شخص و . د فيض او رحمت دروازې ورته پرانستي او پاته ټولي يې د ځان لپاره بندي کړي وې .
يو بې حيا سړي تور پرې پوري کړ چي : « عبادت يې يوازي او يوازي د فريب او دوکې لپاره دی ، د اوداسه پر مهال داسی خوله پريمنځې لکه پشي چی د موږک له خوړلو وروسته خوله پاکوي .
د معرفت څخه ناخبره ، مينځ يې خالي او عبادت يې د ريا لپاره دی. په بې ځايه خبرو يې خلک تېرايستلي او د صوفيانو په رنګ يې ځان رنګ کړی دى .»
عارف چي د هغه خبري واورېدلې ، خدای ته يې فریاد وکړ : یا الله ! که هغه سړی غلط وايی نو د توبې توفيق ورکړه ، او که ريښتونی وي ، بيا ما ته د توبې کولو همت راکړه تر څو آخرت می خراب نه سي .
هو ، الله تعالی دی هر مسلمان ته د تهمت ، غیبت ، چغلۍ او پس ګویی څخه نجات ورکړی تر څو ځان او جهان په مصیبت مبتلا نکړی . او هر مسلمان ، منجمله هر افغان ته دی الله د دخش د دغه متقی عارف غوندی صبر ، حوصله او زغم عطا کړی تر څو خپلو مخالفانو او ناخوښه کسانو ته په خپله تبصره ، فېسبوک پاڼه او لیکنه کی پوچ الفاظ او سپکي سپوری و نه وایی .
د روژې پنځمه تحفه
عزتمنو لوستونکو ، په یو قدسي حدیث کی داسی راغلي دي « الله تعالی فرمایی چی د انسان ټول اعمال د هغه لپاره دي ، خو روژه زما لپاره ده او زه یې اجر ورکوم . روژه د ګناهونو مخه نیسی . نو څوک چی روژه ولری باید له بد ویلو ، چیغو نارو او جاهلانه اعمالو څخه ځان وساتی . که څوک ښکنځل ورته وکړی ، یا جنګ ورسره کوی ، ځواب دې نه ورکوی بلکی دوه ځله دې ووایی چی زما روژه ده . » او دا هم پنځمه تحفه ؛ خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی که په خپلو فېس بوک پاڼو کی د دې تحفو کومه برخه اقتباس کوی ، نو اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).
مسلمان شپږ بیری لری
علمأ وایی چی یو مسلمان شپږ ډوله بیری لری چی دا دي :
لومړی ـ د الله تعالی څخه بیره چی د ایمان شتمني ترې وانخلی ؛
دوهم ـ د ملک الموت ( عزرایل علیه السلام ) بیره چی روح یې قبض نکړی ؛
درېیم ـ د دنیا بیره چی د آخرت څخه یې غافل نکړی ؛
څلورم ـ د شیطان بیره چی په دام کی یې راګیر نکړی ؛
پنځم ـ د ښځی او کوچنیانو بیره چی الله تعالی ترې هیر نکړی ؛
شپږم ـ د ملایکو بیره چی ګناهوی یې و نه لیکی .
هو ، رسول الله (ص) فرمایلی دي چی « مسلمان له مرګه نه بیریږی » دا ځکه چی هغه په نیکیو او ښه اعمالو بوخت وی نو ځکه ډاډه او اسوده وی . مګر ځکه بیریږی هسی نه چی د ناوړه ګناه مرتکب نسی چی له امله به یې هر څه ضایع او برباد سی . همدا علت دی چی پورتنۍ شپږ ډوله بیری د واقعی او نیک عمله مسلمان وی . بد عمله او ګنهکار انسان خو بېله دې هم په بدیو او ګناهونو کی مصروف وی او ځکه نو نه له خدایه بیریږی ، نه له عزرایله ، نه له دنیا ، نه له شیطانه ، نه د کورنۍ او ماشومانو له افراطی محبته ، او نه هم د ملایکو لخوا د ده د ګناهونو د لیکلو څخه بیریږی بلکی لګیا وی خپل ګناهونه پسی ډیروی . دغسی انسان ( که څه هم په نوم به مسلمان وی ) اصلأ ګمراه ، بدراه ، او تباه دی خو نه پوهیږی ؛ که پوهیږی او خپل ګناهونه نه پریږدی نو فاسق او منافق دی. پس الله دی یې اصلاح او فلاح کړی .
د خدای (ج) او پیغمبر استدلال
حضرت عبدالله بن سلام (رض) فرمایی چی : یو وخت کوم پیغمبر د الله سبحان و تعالی په دربار کی د خپلو مصیبتونو څخه شکایت وکړ . نو الله (ج) داسی ورته وفرمایل :
تر څو پوری زما څخه شکایت کوې ؟ زه ستا د شکایت او مذمت سزاوار نه یم . د خلقت په ورځ ستا لپاره همدا لیکل سوي وو .