معلومات په ډاګه کوي، چې د لویې جرګې په خیمه کې د موازي حکومت د اعلان لپاره د عبدالله په پرېکړه کې امریکا ښکېل وه.
دی یې یو داسې ملي ضد حرکت ته هڅولی و، خو په عین وخت کې یې ورته ویلي و، ته له موږ نه مرسته وغواړه او عبدالله همداسې وکړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ثابته کړه، چې امریکا غوښتل افغان سیاسیونو، نخبه ګانو او عامو وګړو ته په ډاګه کړي، چې ستاسو رایه او ستاسو انتخابات یوازې د امریکا د حمایت په ترڅ کې مشروعیت موندلی شي.
سرچینې وایي، امریکا په لوی لاس دویم دور انتخابات بحران ته بیولي وو. ظاهراً د روسیې او ایران په اړه ویل کېدل، چې جنګسالارانو ته یې پیسې ورکړې وې، خو په اصل کې ولیدل شول، چې امریکا پکې تر ټولو ډېره ښکېله ده.
دا د افغان ولس په ځان د بې باوره کولو یوه ستره توطیه ده، چې په ټاکنو او خپله رایه اعتماد له لاسه ورکوي.
د تېرو پنځه ویشتو کلونو په اوږدو کې د امریکا او افغان جنګسالارانو اړیکي د څو ورځو لپاره هم ندي ترینګلې شوې.
امریکا له دغه اجورتي ځواک څخه هر وخت د خپلو اهدافو لپاره کار اخستی دی او لا به دا وضعیت دوام کوي.
دا د هغو خلکو لپاره ډېره سخته ده، چې عبدالله ته یې د یو اصلاح شوي سیاستوال په توګه رایه ورکړه، اما د عبدالله فطرت بدل شوی ندی.
د سیاسي چارو شنونکی محمد بشیر هاتف وایي، ملي حکومت هله جوړېدای شي، چې ملي بنسټونه موجود نه وي او د هېواد ټول مېشته پکې راټول شي، خو په افغانستان کې دغه بنسټونه موجود دي، اما اوس یې مطرح کول یوازې د خلکو د رام کولو لپاره دي: ((نړیواله ټولنه هم یو داسې حکومت غواړي چې ژر تر ژره ورسره امنیتي تړون لاسلیک کړي او بنسټونه یې ډېر قوي نه وي، چې د نړیوالې ټولنې غیر قانوني ګټې چلېنج کړای شي.))
امریکا له یوې خوا عبدالله هڅولو، چې د ټاکنو مشروع پروسې ته مزاحمت جوړ کړي او له بل لوري یې په عامه اذهانو د منفي رسنیزو تبلیغاتو یرغل پیل کړی وو.
د ولسي جرګې غړې آغلې شکریه بارکزۍ هم وایي، په انتخاباتو کې د بهرنیانو مداخلې ته زمینه مساعده وه، له هغه حالت فرق نه لري، چې پرون یو شمېر کړیو خپلې پرېکړې په پاکستان کولې او نن یې په امریکا کوي.
مېرمن بارکزۍ وایي، د اصلاحاتو او همپالنې ټیم غیر سیاسي برخورد او تهدیدونه ددې لامل شول، چې نړیواله ټولنه مجبوره شي، په ګټوونکي ټیم فشار راوړي: ((وړمه شپه دعبدالله له خولې د (کاندید پیروز) کلمه اورېدل دده ماته یقیني کوي او د رایو په تفتیش سلا کېدل هغه شرایط و، چې له وړاندې تحول ټیم هم منلي وو. اشرف غني هم له وړاندې د یو ملي حکومت موضوع مطرح کوله، خو اوس ځینې پرېکړې د نسبي ټیکاو لپاره دي. اما په یو څه باید ټول وپوهېږي، چې د اشرف غني په ټیم کې کار کول د ولسمشر کرزي له حکومت سره تفاوت لري.))
شنونکي وایي، ولسمشر کرزی له وروستۍ پرېکړې شدیداً ناخوښه ښکاري، ورسره د عبدالله سیال اشرف غني هم تړلی ورته ته درول شوی ښکاري، چې دا هر څه په ځان تحمیل ګڼي، خو د افغانستان د نسبي ټیکاو لپاره یې د زهرو جام پورته کړی دی.
نو .
دنښتر ویبلاګ یادښت:
درنو لوستونکو!
لکه تل چې موږ دخپل ګران هیواد او مظلوم ولس لپاره دخپل سر په بیه څرګندونې کړې اوله ډول ډول رسنیو څخه مو خپل غږ اوچت کړی همدا وړمه ورځ مو د ازادي رادیو د «ترشنه اسمان لاندي» پروګرام کې هم خپل وجداني مسؤلیت رفع کړی، همدا نن یو ځل بیا په زغرده وایو، چې داشغال د دورې ټولې ټاکنې دنیواکګرو دخپلو موخو اوشومو اهدافو لپاره وې او وي به.
له دې سره سره چې ټاکنې دافغان ولس درد نه شي درملولی خو بیا هم اتل افغان ولس ددوهم پړاو ټاکنو په ترڅ کې نړیوالو ته خپل افغاني همت او لیاقت وښود، زموږ دمظلوم ولس څورېدلي اکثریت اشرف غني ته زړه ورکړ اوس نو دغني خوښه چې دا زړونه ټکوروي او که د«ګیتاریست جانکیري» په حکم له دې مظلومو زړونو څخه سیخونه باسي.
دنښتر ویبلاګ اداره یو ځل بیا تاکیدوي، چې که اشرف غني دنظارشورا له هیواد دښمنو او پېژندل شویو غلو سره ایتلافي حکومت جوړ کړي زموږ دمظلوم ولس ددغه خاموش اکثریت په تېره بیا دپښتون قام بېړۍ به دتل لپاره غرقه شي.
آیادامریکا په دښمني کې مو اوس هم کوم شک پاته دی؟
دګران افغانستان دخپلواکي او مظلومو افغانانو دنجات په هیله
محمدامین بسمل