د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدایي نتیجو د ځنډیدو هلې ځلې روانې دي

Ahmadzai and Abdullahد یو شمیر هغو معلوماتو له مخې چې تاند تر لاسه کړې دي د اصلاحاتو او همپالني انتخاباتي ټیم هلې ځلې زیاتې کړې دي څو د دوشنبه په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د ابتدایي نتیجو اعلان ونه کړي.

دا هڅې وروسته تر دې زیاتې شوې چې د شنبه په ورځ د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړیو د اشرف غني احمدزي د بدلون او دوام له ټیم سره خبرې وکړې او کومې موافقې ته سره ونه رسیدل.

بل لور ته اشرف غني احمدزي او د ده د کمپاین یوه مخکښ احمدضیا مسعود په کابل کې د شنبه په ورځ وویل چې دوی به ایتلافي حکومت جوړ نه کړي.

د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم ځیني مشران دې ته زړه ښه کوي چې یو مشترک حکومت جوړ کړي. د دې لپاره د ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال یونس قانوني هم له یوې مودې راهیسې هڅې کوي.

احمد ضیا مسعود د پروان، کاپیسا او پنجشیر له یوشمیر مشرانو او قوماندانانو سره په کابل کې د شنبې په ورځ وویل چې انتخابات د بدلون او دوام ټیم ګټلي دي او که چیرته د عبدالله د ټیم ځیني مشران په نوي حکومت کې د ملي مشارکت له لارې برخه اخلي نو دا د افغانستان په ګټه ده، خو ضیا مسعود د ایتلافي حکومت جوړیدل رد کړل.

تر دې مخکې اشرف غني احمدزي هم په خپل حکومت کې د اهل کار خلکو ته د مشارکت خبره کړې وه، خو ځیني مشخص کسان یې یاد کړي وو لکه د بلخ والي عطا محمد نور چې د ده په حکومت کې به شامل نه وي. احمدزي په ورته وخت کې ویلي وو چې ایتلافي حکومت نه جوړوي.

اشرف غني احمدزي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته خبرداری ورکړی دی چې ابتدایي نتیجې هرو مرو په دوشنبه اعلان کړي او نورې یې ونه ځنډوي.

ټاکل شوې وه چې دغه نتیجې د تیرې چهارشنبه په ورځ خپرې شي خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو وویل چې دوی غواړی د ۱۹۳۰ محلونو رایي له سره وګڼي او د همدې لپاره ابتدایي نتیجې تر دوشنبه پورې ځنډوي.

اوس سوال دا دی که چیرته کمیسیون بیا هم مصلحت ته وګوري او په دې بهانه ابتدایي نتیجې وځنډوي چې دغه د ۱۹۳۰ محلونو رایي لانه دې ګڼل شوې نو پر انتخاباتو به د ولس اعتماد کمزوری شي. بل لور ته که چیرته کمیسیون ابتدایي نتیجې وځنډولې څو ورځې به یې ځنډوي اخر مجبوره دي چې اعلان یې کړي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شاوخوا څلویښتو هیوادو مشرانو ته بلنلیکونه استولي دي څو د اختر په پنځمه د نوي منتخب ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.  

  دلاندني لینک په کښېباسلو سره نور مالومات هم ترلاسه کولای شئ:          

http://www.taand.com/archives/27766

له تاند څخه په مننه