محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد

لیکوال : پېټریک کاک برن

منبع : انډپنډنټ ورځپاڼه ، لندن

نېټه : ۱۳ / ۶ / ۲۰۱۴

ژباړن : محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد

جهادی مشر ابوبکر بغدادي څوک دی ؟

دئ د یو کال په موده کی د نړۍ د ټولو نه غښتلي جهادي مشر په حیث راڅرګند سو ، او د ده ځواکونو د دوشنبه په شپه موصل یعنی د شمالی عراق مرکز ونیوئ . ابوبکر بغدادي چی په ابو دعا سره هم پیژندل کیږی ، د عراق د اسلامي دولت او ختیځ یعنی « د عراق او سوریې د اسلامی دولت » د مشر په حیث ناببره راښکاره سو چی د عراق ، سوریې او پراخ منځني ختیځ آینده ته لورئ ورکوی .

دئ د ۲۰۱۰ کال په دوبي ( اوړی ) کی هله راښکاره سو چی په عراق کی د القاعده مخکنی مشر د امریکایی او عراقی پوځیانو په یوه حمله کی ووژل سو او دئ د هغه پر ځای مشر سو . د عراق القاعده ځکه ښه طالع نلرله چی سُني پاڅون، چی یو وخت یې مخکښ رول لوباوه ، له مځکی ووهل سو . خو په ۲۰۱۱ کی په سوریه کی د سُنیانو د پاڅون په واسطه او هم په مابعده درو کالو کی په عراق او سوریه دواړو کی د یو لړ خورا محتاطانه مبارزو په نتیجه کی بیا راژوندی او سېکمن سو .

دا چی بغدادي « د عراق او سوریې د اسلامی دولت » چی مخکنی نوم یې عراقی القاعد وه ، په پوځی ستراتیژي او تاکتیکونو کی څومره نېغ رول او مسؤلیت لرلی دی ، معلومه نه ده ، خو ویل کیږی چی د صدام حسین د عصر پخواني پوځی او استخباراتی افسرانو غوڅ رول پکښی ادا کړی دی ، مګر هغوی ټول د بغدادي تر بشپړ کنټرول او مشرۍ لاندی دي .

د ده د مسلک او شغل په باره کی اختلاف دی چی آیا دا منبع پخپله « د عراق او سوریې اسلامی دولت » دی ، که امریکا او که عراقی استخبارات . خو عمومی تصویر او څرنګوالی باالکل واضح دی . ځکه ، دئ په ۱۹۷۱ کی په سمره کی زوکېدلی دی چی د بغداد په شمال کی د سُنیانو ښار دی او ښه تعلیم یې هم کړی دی . دئ په هغه عکس کی چی د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۹ تر منځ د امریکایانو لخوا د جنوبی عراق په « بوکا کېمپ » کی بندی و ، تور وریښتان او توربخنی سترګی لری او د نورو عراقیانو غوندی څه باندی دیرش کلن ښکاری .

داسی ویل کیږی چی د ده اصلی نوم عواد ابراهیم علی البدري السمري دی چی د شاعرۍ ، تاریخ ، او شجره پیژندنی په شمول یې د بغداد د اسلامی پوهنتون څخه په اسلامی مطالعاتو کی دیپلوم اخیستی دی . ښایی دئ به د صدام تر واک لاندی د بغداد د شمال په دیوالیه ولایت کی د وعظ په برخه کی یو اسلامی مبارز و، چی بیا یې په ۲۰۰۳ کی تر امریکایی یرغل وروسته همالته خپل وسلوال ګروپ درلود .

ښورښي غورځنګونه عمومأ د خپلی قوماندې د جوړښت او مشرتابه په هکله غلط معلومات ورکوی ، خو دا واضح ده چی بغدادي پنځه کاله د امریکایانو سره بندي و .

تر هغه وروسته چی د عراقی القاعده مشرتابه د ۲۰۱۰ په اپریل کی ووژل سوه ، نو بغدادي یې د مشر په حیث وټاکل سو چی په دې سره د عراق القاعده یو ځل بیا خورا منظمه سوه ، آن دا چی په تیرو دوو کالو کی یې په هر عراقی ولایت کی د خپلو عملیاتو مفصل کالني راپورونه هم خپاره کړي دي .

دئ د عراقی القاعده د مخکني مشر د برخلیک څخه په زده کړه سره پر مکمل او مطلق پټ والي ټینګار کوی ، او همدا علت دی چی فقط څو کسان خبر دي چی دئ چیری دی . د عراقی القاعده بندیان وایی چی موږ دئ هیڅ نه دی لیدلی ، او که مو لیدلی هم وی نو ماسک به یې اغوست یعنی مخ به یې پټ کړی و .

بغدادي د سوریې د کورنۍ جګړې څخه په ګټمنېدو سره خپل تجربه کاره جنګیالي او پیسې سوریې ته ولیږل تر څو هلته « جبهات النصرة » رامنځته کړی چی هماغه په سوریه کی د القاعده پیژندنه ده . دئ تیر کال د هغه څخه بیل سو ، خو په شمالی سوریه او عراق کی د سیمی پر یوه ستره تراډه کنټرول لری . ده اوس د کوچني او بې اثره مخالفت پر ضد په چټکۍ سره ځان د نوي اسلامی دولت د امیر په حیث راوستلی دی ، پای .