دځدراڼو قومي مشرانو د ټول قوم مشري د ملي اتل اوغازي ببرک خان ځدراڼ کورنۍ ته وسپارله

124

کابل:په دوه منده ولسوالۍ کې د ځدراڼو با غیرته او با عزته قوم د تیرپه څیر یو ځل بیاد یوالي او اتحاد په موخه یو تاریخي ګام پورته کړ، دوی هلته جرګه وکړ اوپه یاده جرګه کې د یوولسو ولسوالیو ټولو قومي مشرانو، مخورو او سپین ږیرو ګډون درلود، دوی په اخلاص او محبت د ملي اتل اوغازي ببرک ځان ځدراڼ لمسي ډاکټر محمد ګل ببرکزي ځدراڼ ته ددې پتمن قام مشري ورپه غاړه کړه، چی په طرځ کې یې د قومي دود او دستور له مخي پښتني لونګۍ هم ور په سرکړل شوه.

123

 دنښتر ویبلاګ دادارې مباره کي:

موږ دزړه له تله دملي اتل اوغازي ببرک خان ځدراڼ درنې کورنۍ ته ددې تاریخي ویاړ مباره کي وایو اوهیله من یو، چې ددې درانه قام دبیداري او تیاري لپاره دخپل ملي اتل اوغازي نیکه په شان ګامونه پورته کړي ترڅو دا نورترسیتم لاندي او مظلوم پښـــــتانه هم دا لار راواخلي.

محمــــدامین بســــمل