ددفاع وزیرمحمدي او دکورنیوچارو وزیرداودزی دغبرګ عبدالله په ګټه
یوه توره توطیه په پام کې لري.
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم له لوري د ژمنو په لړ کې له دوو او مهمو کلیدي وزارتونو ناوړه استفاده کېږي. د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو سره غبرګ عبدالله ژمنه کړې، چې که د ټاکنو په ورځ ورته مصنوعي نا امني جوړه کړي او افغان ځواکونه ددې ټیم په ګټه تقلب وکړي، نو په راتلونکي حکومت کې به یې هم له ځانه سره وساتي. ددې خبرې ثبوت دادی چې دغبرګ عبدالله دویم مرستیال محمد محقق له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل، چې که ټیم یې بریالی شي د اوسنۍ کابینې دوه وزیران (د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزی او د دفاع وزیر بسم الله محمدي) به پخپل حکومت کې وساتي.
دا چې ولې د ولسمشر کرزي په ټوله کابینه کې پدغو دوو وزیرانو ګوته اېښودل شوې، د پوښتنې وړموضوع ده، خو اصلي خبره داده چې دغو وزیرانو هم ورسره منلې ده او لومړني تړونونه هم ورسره لاسلیک شوي دي.