د بادغيس پوهنتون چارواکي محصلينو ته په پښتو ژبه د ازموينې او کنفرانسونو اجازه نه ورکوي.
د بي بي سي خبري رسنۍ د رېپوټ له مخې، د بادغيس پوهنتون د اقتصاد پوهنځي لسگونه محصلان وايي چې دوى په دغه علمي بنسټ کې د قامي او ژبنيو توپيرونو ښکار شوي دي.
رېپوټ زياتوي، چې کابل ته راغلي محصلان ادعا لري چې گواکې په پښتو ژبه د ازموينې د پاڼو ليکلو او همدا راز کنفرانس ورکولو اجازه نه ورکول کېږي. د پلاوي يوه استازي او د بادغيس د اقتصاد پوهنځي زده کونکي محمد ارشاد احساس بي بي سي ته وويل، چې گواکې په پوهنتون کې رسمي ژبې پښتو ته په سپکه کتل کېږي او استادان دا اجازه نه ورکوي چې په دغه ژبه دې د ازموينې پوښتنې ځواب کړي او يا پرې کنفرانس ورکړي.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وياند محمد عظيم نور بخش خبري رسنيو ته وويل چې گواکې په بادغيس پوهنتون کې قامي او ژبني توپيرونه نه پالل کېږي او په وينا يې هر څه له قانون سره سم په اکاډميک ډول پر مخ بيول کېږي. دی وايي که څه ستونزه وي د وزارت دروازې د گوت نيوونکو محصلانو پر مخ پرانیستې دي.
د روهي ويبپاڼې د مالوماتو له مخې، د لوړو زده کړو وياند محمد عظيم نوربخش پخپله په دې وزارت کې نه يوازې وياند دی، بلکې هر کاره دی او د زياتو ناقانونو کړنو په پلانولو کې لاس لري، چې د کانکور د نتايجو د پايلو پر ضد د لاريون پر مهال نږدې و، چې د محصلينو لخوا ووهل شي.
يو شمېر محصلين وايي، که دغه وزارت په رښتيا هم د څه کولو توان درلودلی او يا يې غوښتلی، نو د تير کانکور ناسمې پايلې به یې لغو کړي وای او د پوهنتون استادان به يې له دندو بې موجبه نه ليرې کولی.