بیایې پلـــوشې په ګلرخساروینم
شـکرمخامخ مې شېرین یاروینم
ډېر لرې له ماخوله هرچا نږدې
ګران دی په ماګران لیل ونهاروینم
کله چې وږمې یې زماپه خوا راشي
خجل ورته عطردبازار وینم
داګلان که هرڅومره زېباښکاري
کله پکې حسن د دلداروینم
لږمې که له پاکې مینې حال ورکړم
ډېربه په نارواوپه کوکاروینم
ربه لا یې زیات کړې سخاوت پرما
پرېږدئ چې رقیب همداسې خواروینم
ومولید اغیارته خدای سزأ ورکړه
هغه ده غړۍ یې پاس په داروینم
مابه دګلرنګ خیالي تصویرجوړکړ
اوس یې لکه ستوری هرسهاروینم
سږ کال اووه ویشتم اواووه ویشتم دواړه
زه پکې دپاک الله اسراروینم
وه جانانه هغه وخت به هم راشي؟
لاس مې چې داستا دغاړې هاروینم
ولې نه بسـمله خدای موډېرلوی دی
لېچې به مې ستا په مټ سینګاروینم
بیایې پلـــوشې په ګلرخساروینم
شـکرمخامخ مې شېرین یاروینم
دنښترخوږو اودرنو لوستونکو!
له تاسو ټولو په تېره بیا زمادشعرله مینوالوڅخه غرونه غرونه مننه کوم چې په دې لار کې ما تشویقوي زه هیله من یم، چې زمااشعار یوازې لپاسه ونه ګورئ بلکې ژور ورکښته شئ ځکه چې پاسنۍ برخه یې رومانتیکه خوپه منځ کې یې بیانورڅه لیدلی شئ داچې زه کله ناکله د موسیقي لینکونه اوډول ډول تصویرونه ورسره خپروم هلته هم خبره څه ناڅه معکوسه وي خو تاسوعزتمنو لوستونکوته کېدای شي په زړه پورې وي ځکه نن هم دلاندني لینک په مرسته تاسې لږڅه په موسیقي دمه کوم پاته دې نه وي چې له پورتني غزل سره په تړاو یوبل غزل په لاندې لینک کې لوستی شئ: