د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر په هکله د کرزي د بې بنیاده تبلیغاتو په اړوند داسلامي امارت اعلامیه

ټولو ته معلومه ده چې د افغانستان اسلامي امارت دهېواد او ولس د ددیني ارزښتونو او ملي ګټو د ژغورلو لپاره راپورته شو، په داسې حال کې چې بې امنیتۍ، ګډوډۍ او ملوک الطوایفۍ دهېواد اسلامي، ملي او تاریخي تشخص له لوی ګواښ سره مخ کړی وو، همدا اسلامي امارت و چې هېواد یې یو موټی کړ، د ولس له مینځه یې د ژبنیو، قومي، او سمتي تعصبونو توره اوکرغېړنه کمپله  ټوله کړه، په ټول هېواد کې یې ډاډ او امنیت حاکم کړ، او په دې لاره کې یې بې دریغه قربانۍ ور کړې چې تر ټولو ښکاره بیلګه يې دلیلي دښتې خونړۍ او بشر ضد پېښې په ګوته کېدای شي،او اوس هم د خپل غیور او ميړني ولس په ملاتړ د اشغالګرو په وړاندې د ولس د ددیني ارزښتونو اود هېواد د خپلواکۍ او ملي یووالي لپاره  بې دریغه قربانۍ ور کوي، او دا هغه مشهود حقیقت دی چې ټوله نړۍ پرې ګواه ده.

مګر د اشغالګرو او کرزي له راتګ سره سم یو ځل بیا هېواد د ملوک الطوایفۍ او انارشیزم په ناولو پنجو کې را ګیر شو، په دغه یوولسو کلونو کې ټولو عملا ولیدل او اوس هم ویني چې د کابل اداره  خپله په کابل کې پوره واک نه لري، هره سیمه د کابل ادارې په شړېدلي چوکاټ کې ځانته ځانته پادشاهان لري، هر پادشاه خپله له اشغالګرو سره مستقیم تماس لري، د کابل اداره یې هسې د ولس دغولولو لپاره ورته جوړه کړې ده، چې دهېواد په شمال او لویديځ کې وروستۍ پېښې ددغه واقعي حقیقت لپاره جوت دلیل دی.

 

  ډېر د تعجب ځای دی چې کرزی په قطر اسلامي هېواد کې د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر چې دهېواد دخپلواکۍ، ملي یووالي ، سولې او آرامۍ په موخه پرانیستل شو، دهېواد د تجزیې لپاره دسیسه بولي، دا په داسې حال کې چې اسلامي امارت هم تېر ځل او هم اوس د خپل ولس په کلک ملاتړ د ولس ددیني ارزښتونو، دهېواد د خپلواکۍ او ملي یووالي په لاره کې دهېواد په هر ګوټ کې له بدخشانه تر قندهاره، له خوست نه تر حیرتانه او له تور غونډۍ تر تورخمه بې دریغه قربانۍ ور کړې او ور کوي یې.

 

   اسلامي امارت به په هېڅ قیمت د خپل دین، ولس او خاورې پر برخلیک چاته د لوبو کولو اجازه ور نه کړي، کرزی چې نور یې ټغر په ټولېدو دی د خپلو ناکامیو، بې کفایتیو، فسادونو او درغلیو پټولو، او په ځانګړي ډول د اشغالګرو د پاتې کېدو او په هېواد کې د سولې او آرامۍ د وژلو اودخپلې بېواکه واکمنۍ د غځولو لپاره بې اساسه او دروغژن دحقیقته لیري تبلیغات کوي، او په دې توګه هڅه کوي د خلکو پام له خپلې پردۍ پالنې څخه په بل لوري واړوي.

 په دې کې شک نشته چې دهيواد آزادي د ټول ولس په ګټه ده مګر کرزی یې د ځان په تاوان بولي، او له همدې کبله په مختلفو بهانو د همدې بهير په وړاندې خنډونه ایجادوي، د۲۰۱۱ کال په دیسمبر میاشت کې د بون دغونډې پر مهال هم نوموړي دآزادۍ د پروسې په وړاندې خنډونه راپورته کړل، او اوس هم کله چې د هېواد د خپلواکۍ او ددایمي سولې دیقیني کيدو خبره شوي نوموړي بیا پوچو تبلیغاتو ته مخه کړه، کرزی او ور سره ډله یې په هېڅ ډول د هېواد خپلواکۍ او د ولس آرامۍ ته ژمن نه دي، ځکه خو به په راتلونکي کې هم هڅې کوي چې په یو ډول نه په یو ډول دسوکالۍ او آرام مخه ډب کړي؛ له همدې کبله نړیوال چې اوس یې حقیقت درک کړی باید له دې وروسته نور د نوموړي په مکر، دوکو او دسیسو تیر نه وزي، د ځمکنیو واقعیتونو په رڼا کې د افغان ولس غوښتنو او ارادو ته مثبت ځواب ووايي.

 لکه څه رنګه چې د اسلامي امارت په مخکنیو اعلامیو او په ځانګړي ډول د عالیقدر امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله په پیغامونو کې په رسا ټکو کې راغلي، اوس یو ځل بیا خپل ګران ولس او ټولې نړۍ ته په لوړ آواز وايي چې  دهېواد اسلامي تشخص، خپلواکي او د ولس ملي یووالی یې له لومړنیو اهدافو څخه دي، اسلامي امارت به په هېڅ ډول هېچا ته اجازه او فرصت ور نه کړي چې دهېواد د تجزیې ناولي آرمانونه پوره کړي. 

 

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۴/۸/۲۳هـ ق

۱۳۹۲/۴/۱۱هـ  2/7/2013 م

 

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه