د پکتيا ميډيا سنټر د خواشينۍ پيغام

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پکتيا ولايت  تکړه خبريال محمد ضيا ارمان عمري له دې تل پاتې نړۍ سترګې پټې کړې.

ارواښاد محمد ضيا ارمان عمري د طالبانو د حکومت له نسکوريدو را په ديخوا يې د مرګ تر سلګۍ پورې د افغانستان شریف ولس ته د ژورنالېزم د سپېڅلې دندې له لارې د بيان ازادۍ لپاره نه ستړې کيدونکې هلې ـ ځلې کړې دي. ارواښاد ارمان عمري د پکتيا غږ راډيو،اونيزې او ويب پاڼې او همدا ډول د جګړ اونيزې د مشر په توګه پاتې شوی دی نوموړي يوه اونۍ وړاندې په پکتيا کې د خپلو هلو ځلو په برکت د ښځو غږ راډيو هم پرانيستله . ارواښاد ارمان عمري نن سهار د جمعې په مبارکه ورځ د زړه دټکان له امله ساه ورکړه.

د پکتيا ميډيا سنټر اداره او د پکتيا خبريالان د اروا ښاد ارمان عمري مړينه د ژورنالېزم په ډګر کې يوه لويه تشه ګڼي او د بيان د ازادۍ د لارويانو په ټولي کې د تشې احساس کوي. ارواښاد ارمان عمري ته د لوی خدای ج په دربارکې د جنت فردوس او کورنۍ ته یې د جميل صبر غوښتنه کوي .

روح يې ښاد لرې

د پکتيا ميډیا سنټر اداره

د خواشينۍ پيغام

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پکتيا ولايت اوسيدونکی  تکړه خبريال محمد ضيا ارمان عمري له دې تل پاتې نړۍ سترګې پټې کړې.

ارواښاد محمد ضيا ارمان عمري د طالبانو د حکومت له نسکوريدو را په ديخوا يې د مرګ تر سلګۍ پورې د افغانستان شریف ولس ته د ژورنالېزم د سپېڅلې دندې له لوري د خدمت مټې را بډ وهلې وې. ارواښاد ارمان عمري د پکتيا غږ راډيو،اونيزې او ويب پاڼې او همدا ډول د جګړ اونيزې د مشر په توګه پاتې شوی دی چې يوه اونۍ وړاندې يې په پکتيا کې د خپلو هلو ځلو په برکت د ښځو غږ راډيو هم پرانيستله . ارواښاد ارمان عمري نن سهار د جمعې په مبارکه ورځ د زړه دټکان له امله ساه ورکړه.

د لويې پکتيا فرهنګي او خپرندويه ټولنه د ارواښاد ارمان عمري مړينه د ژورنالېزم په ډګر کې يوه لويه تشه ګڼي او د بيان د ازادۍ د لارويانو په ټولي کې د تشې احساس کوي ارواښاد ته د لوی خدای ج په دربارکې د جنت فردوس غوښتنه کوي او کورنۍ ته یې د جميل صبر غوښتنه کوي او د افغانستان له حکومت غواړي چې د ارواښاد محمد ضيا ارمان عمري په نوم يو علمي مرکزو نوموي.

روح يې ښاد او ياد يې تل تازه لرې

د لويې پکتيا فرهنګي او خپرندويه ټولنې مشر

فريد احمد تسکين