په افغان ولس تپل شوي غارتګران لانه مړیږي

د نړۍ بې وزلی ولسمشر

 

د ښاغلي موحیکا ژوند د سپما سره مل دى.

په نړۍ کې تر ډېره پر سياستوالو دا نيوکې ډېرې کېږي چې گواکې د هغوى ژوند له هغو کسانو سره ډېر نوپير لري چې دوى ته يې رايې ورکړي، خو په يوروگواى کې بيا خبره بل ډول ده.

د دغه هېواد ولسمشر هوسو موحیکا دا مهال په يوه کرونده کې ژوند کوي چې ټوله گټه وټه يې پر خلکو وېشي.

هغه وايي:" خلک ما ته تر ټولو بې وزلى ولسمشر وايي، خو زه ځان بې وزله نه بولم. زما له نظره هغه کسان بې وزله دي چې د خپل گران ژوندانه د بقا لپاره ډېرې هڅې کوي. هغوى تل د شتمنيو د ډېرېدا په فکر کې دي. زما لپاره اصلي مساله خپلواکي ده. دا ضروري نه ده چې څوک دې د خپلې شتمنۍ د خونديتوب لپاره ټول ژوند په مريتوب کې تېر کړي."

د هوسو موحیکا ژوند د نړۍ د ټولو ولسمشرانو سره زيات توپير لري. هغه تر اوسه په هغې دنگې ودانۍ کې هم نه اوسېږي چې تېر ولسمشران په کې اوسېدل.

هغه دا غوره بولي چې د خپلې مېرمنې په کرونده کې ژوند تېر کړي چې د پلازمېنې مونتي ويديو نه د باندې په يوې وروسته پاتې سيمه کې پرته ده.

د ښاغلي موحیکا ژوند د سپما سره مل دى. هغه د خپلې مياشتينۍ تنخوا چې شاوخوا ۱۲ زره ډالره کېږي ۹۰ سلنه د خير ښېگڼې په چارو لگوي.

ولسمشر هوسو موحیکا دا مهال په يوه کرونده کې ژوند کوي چې ټوله گټه وټه يې پر خلکو وېشي.

همدغه خبره د دې لامل شوې چې هغه ته د نړۍ د تر ټولو بې وزلي ولسمشر نوم ورکړل شي.

هغه وايي ټول عمر يې همدغسې ژوند تېر کړى او غواړي د ژوند تر پايه همدغه شان ژوند تېر کړي.

د هغه ټوله شتمني يو فولکس واگون موټر دى چې په ١٩٨٧ کال کې جوړ شوی دى.

په يوروگواى کې د ټولو چارواکو د شتمنيو څرگندېدل جبري خبره ده.

ښاغلي موحيکا چې په ٢٠١٠ کال کې يې خپله شتمني څرگنده کړه ټول ټال تر ١٨ زرو ډالرو رسېده چې د هغه فولکس واگون گاډى هم په کې راته.

هغه سږ کال د خپلې مېرمنې نيمايي شتمني چې په هغې کې ځمکه، تراکټور او کور هم شامل وو د خپلې شتمنۍ په نوملړ کې ور زيات کړه چې په دې توگه د هغه شتمني ٢١٥ زره ډالرو ته لوړه شوه چې اوس هم د هغه د مرستيال دانيلو استوري د شتمنۍ، دوه په دريمه برخه جوړوي.

ښاغلى موحيکا په ٢٠٠٩ کال کې ولسمشرۍ ته ونومول شو او په ١٩٦٠ او ١٩٩٧٠ لسيزو کې د توپامارو د ډلې غړى و.

دغه ډله کیڼ اړخه وسله واله ډله ده. هغه شپږ ځله په گوليو لگېدلى او ۱۴ کاله يې په بند کې تېر کړی دي. پر هغه د بنديتوب دوره ډېره سخته تېره شوې ده.

په يوروگواى کې د ټولو چارواکو د شتمنيو څرگندېدل جبري خبره ده.

هغه په ١٩٨٥ کال کې کله چې په يوروگواى کې ولسواکي ټينگه شوه له بنده خوشې شو.

ښاغلى موحيکا وايي چې په بند کې له تېرو شويو کلونو نه يې ډېرې تجربې تر لاسه کړي دي.

په همدې حال کې د ښاغلي موحيکا سره لا هم په هغه هېواد کې اختلافات ډېر دي.

کله چې هغه په ٢٠٠٩ کال کې د ولسمشر په توگه وټاکل شو ۵۰ سلنه خلکو پرې باور کاوه خو سږنى کال د هغو دوو جنجالي تگلارو پر سر نيوکې پرې نورې هم ډېرې شوې چې د يوروگواى کنگرې تصويب کړې.

يوه يې هغه وه چې مېرمنې کولاى شي د ميندوارۍ په ۱۲ اوونۍ کې خپل ماشوم ضايع کړي خو ښاغلي موحيکا د دغې تگلارې په ويټو کولو کې چوپه خوله پاتې شو.

خو د دغو ټولو سره، سره هغه د خپل محبوبيت او يا هم د هغه پر وړاندې د کرکې د زياتېدو په اړه ډېر اندېښمن نه ښکاري، ځکه د يوروگواى د قانون له مخې هغه نه شي کولاى په ٢٠١٤ کال کې يو ځلې بيا ځان د هغه هېواد ولسمشرۍ ته ونوموي.

دا چې هغه ۷۷ کلن دى نو کېداى شي د سياست له ډگره هم واټن ونيسي، که داسې وشي، نو کولاى شي په راتلونکي کې له دولته د خپلې تقاعدۍ امتيازات هم تر گوتو کړي.

له بي بي سي څخه په مننه