مشرانو جرګې د پکتيا ولايت پرامنيتي وضعيت اندېښنه وښوده!!
راپور:سمون پکتياوال/ کابل
په مشرانو جرګه کې د پکتيا ولايت استازو په پکتيا ولايت کې پر اوسني امنيتي وضعيت اندېښنه و ښوده او ويې ويل چې په پکتيا کې امنيتي وضعيت مخ په خرابيدو دی او نوي فيصده فزيکي او رواني واک د طالبانو تر تسلط لاندی دی.
سناتور عبدالحنان حق ويون د پکتيا د ولايتي ادارې پر مشر والي جمعه خان همدرد په دې خاطر نيوکه وکړه چې په پکتيا کې يې فساد او دځمکو غصب تر اوجه رسولی دی او له همدې امله امنيتي ستونزې هم رامنځته شوې دي.
نوموړي زياته کړه: ((پکتيا کې امنيت مخ په خرابېدو دی،اداري فساد او د ځمکو د غصب مسايل يې لوی عامل ګڼل کيږي چې نوي فيصده فزيکي او رواني واک د طالبانو تر تسلط لاندی راغلی دی.))
د ده په وينا هغه عمده ناقانونه کړنې او ضعيف مديريت چې خلک يې تر پوزې رسولي په پکتيا کې د زيات شمېر لويې او حياتي پروژې د ناسم مديريت او فساد له امله يا چورلټې ځنډېدلې او يا يې کارونه په نيمايي کې پرېښودل شوي دي.
د حق ويون له نظره د مچلغو بند پروژه د (( ګلف انرګو منولوسترای )) په نوم روسي شرکت ته ورکړل شوې چې د پکتيا والي همدرد د ناروا غوښتنې له امله د همدې پروژې د ناسم مديريت او بډو له امله يې کارونه په وار – وار ځنډېږي.
د مشرانو جرګې دغه غړی د ګردېز – زرمت لويه لاره يوه تجارتي لار بولي او وايي چې دا لار به طالب او امريکا ځپلې ولسوالۍ ( زرمت ) خلکو ته اسوده شي.
نوموړی وايي دې پروژې ته ۷۵ ميليونه امريکايي ډالره ځانګړي شوي و، خو دا چې قرارداد يې د جمعه خان همدرد زوی انجينر ګل رحمن همدرد ته ورکړل شوی و، نو د ضعيف کار او مالي فسادونو له امله يې بوديجه مسترده شوه.
د سنا تور په قول هغه عامه ملکیتونه چې د مخابراتو رياست د پوست خونه اود پارک ځمکې پکې شاملې دي او د همدې ادارې چارواکو له لوري په غير قانوني توکه وېشل شوې دي.
سناتور حق ويون د ولس مشرحامد کرزي هغه فرمان ته اشاره وکړه چې پکې د شنو ساحو وېش غیر قانوني بلل شوی دی.
حق ويون په پکتيا کې د نور پروژو د نه پلي کېدو علت هم په فساد کې د والي همدرد ښکېلتيا ګڼي .
دغه سناتور وايي که په پکتيا کې فساد او دځمکو د غصب مخه و نه نيول شي ؛ نو پکتيا کې به نړيواله ټولنه خپلې مرستې ودروي.
دی له مرکزي حکومت غوښتنه کوي چې د پکتيا په ولايتي اداره کې بدلون راولي او په فساد کې ښکېل کسان عدلیي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژني.
د يادولو ده چې پخوا هم د پکتيا وکيلانو په پکتيا کې د يادې ادارې د بدلون او په فساد کې د ښکېلو خواوو د محاکمې غوښتنه کړې وه.
هېره دې نه وي چې څو اونۍ وړاندې له کابل څخه یولوړ رتبه هيت هم د څېړنو لپاره پکتيا ته رالېږل شوی و.