مطبوعاتي خبرتيا

د خپرېدو نېټه: ۱۳۹۱ د سنبلې ۲۱  - ۲۰۱۲ - د سپتمبر ۱۲

د پکتيا ولايت ځايي قومونه او خلک په پام کې لري چې سبا ورځ په ګردېز ښار کې يو پراخ سوله اييز لاريون وکړي او په پلان کې ده چې د دولت لخوا د قانع کوونکي ځواب د ورکولو تر مهاله پورې خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.

دغه لاريون چې ټول پکتيا ميشتي قومونو پکې برخه اخلي، د ځايي ادارې د هغو ناقانونه کړنو په مقابل کې راپورته کېږي چې له امله يې په پکتيا کې ګڼې ستونځې راپورته کړې او يو له دغو ستونځو څخه د تېرې په ښارګوټي کې د شنې سيمې ناقانونه وېشنه ده، چې والي جمعه خان همدرد يې د خپلو شخصي ګټو په موخه ويشي.

له هغه وخته چې جمعه خان همدرد په پکتيا کې د والي په توګه ګمارل شوی؛ له امله يې په پکتيا کې ګڼې ستونځې ايجاد شوې. د مالي فسادونو له امله د سترو رغنيزو پروژو ( لکه د مچلغو بند، د ګردېز - زرمت او ګردېز - خوست سړکونو، انتقالي برق... ) کارونه ځنډېدلي، د پکتيا مېشتو قومونو تر منځ يي قومي او ژبني توپيرونه رامنځته کړي، دولتي ځمکې يې غصب کړې او په دولتي ادارو کې د خلکو د استختدام په برخه کې د ګوندي، سليقوي او شخصي اړيکو له مخې عمل کوي...

بلخوا جمعه خان همدرد په مياشت کې يوازې درې ورځې په پکتيا کې تېروي او خپل ډېر وخت په دوبۍ، کاناډا، جرمني او کابل کې په شخصي ګټو تېروي او اوامر د ټليفون له لارې عملي کوي.

که څه په پکتيا کې د ډېرو ملي او نړيوالو رسنيو ( خبريالان؟؟) موجود دي، خو له دې امله چې دغه ټول خبریالان د والي جمعه خان لخوا اخيستل شوي، نو د رسنيو له مرکزي دفتر څخه هيله کوو، چې د دې موضوع د پوښښ لپاره خپل ځانګړي خبريالان ګردېز ته راولېږي.

پورته يادې ستونځې هغه څه دي چې دغه ولسونه يې پراخو لاريونونو ته هڅولي.

يادونه: دغه خبرتيا د پکتيا ميډيا سنټر په تضمين تاسو ته ولېږل شو، د مظاهرې تنظيم  په مشرانو جرګه کې د پکتيا د استازي عبدالحنان حق ويون او پکتيا د قومي مشرانو لخوا تر سره شوی.

د لاريون ځاي: ګردېز ښار، د تېرې باغ سيمه، د سوېل ختيځ زون د بشر حقونو سيمه اييز دفتر ته څېرمه

نېټه: د ۱۳۹۱ د سنبلې ۲۲ نېټه  / ۲۰۱۲ د سپتمبر ۱۲- د چهارشنبې ورځ - سهار نهه بجې

د اړيکو شمېرې: 0799698822   - 0777776233 -  0799648899

له ګردېزښارڅخه دتازه رارسېدلي خبر له مخې وېل کیږي، لاریون دامنیتي ستونځو له مخې ددوو ورځو لپاره وځنډېد