درنو لوستونکو!

مخکې له دې، چې تاسې دا لاندې خبر ولولئ باید عرض کړو چې سیمې ته د نارامیو راوړونکي یوازې د افغانستان په دربدري بسنه نه کوي دوی یوازې دافغانستان په تباهي پسې نه دي راغلي د دوی ستراتیژي پراخه او اوږدې نقشې په برکې لري په دې نقشو کې لمړی غوبل په ګران افغانستان او بیا په مظلومو عراقیانو راپیل شوچې دعربو له خزان څخه وروسته به نور ډیر خزانونه په سیمه رانازل کړي.

راځو لاندې خبر ته چې ولې په یوه ارامه سیمه کې نامالوم وسلوال را شنه کیږي؟

په ځواب کې یې پوښتنه دا ده، چې هغه شمال ته په څرخکو کې چا دطالب په نوم وېره اچوونکي نقلول آیا دا عمل د اوسنیو نا ارامیو لپاره نه و ترسره شوی؟

افغان – تاجک پولې ته څیرمه نامعلومه وسله وال راغونډ شوې دي

دتاجکستان دولسمشر دفتر ته نږدې یوې سرچینې ایتار تاس خبري اژانس ته ویلي دي ،چې ولسمشر امام علي رحمانوف له خپل افغان سیال حامد کرزي پرون په تیلفوني خبرو کې د دواړو هېوادو ترمنځ دپولو پر امنیت او خپلمنځي اړیکو ټنیګار کړې دی . سرچینه زیاتوي : تاجک ولسمشر خپله اندېښنه له افغان ولسمشر سره شریکه کړه ،چې دافغانستان ترکنترول لاندې سیمو کې تاجک بدخشان ته څیرمه یو شمیر وسلوال جنګیالي راغونډ شوې دي . دولسمشرۍ ددفتر دستراتیژیکو څیړنو مرکز کارپوهان وايي : تاجکستان ته څېرمه دافغانستان لور ته د400-1000 ترمنځ نامعلومه جنګیالي راغونډ شوې دي . دا دواړو ولسمشرانو ترمنځ دویمه تیلفوني اړیکه ده ،چې دپولو دترینګلتیاپه اړه نیول کیږي افغانستان له تاجکستان سره نږدې 1400 کیلومتره پرانېستې پوله لري . تاجک سرچینې زیاتوي : ولسمشر کرزي خپلو ځواکونو ته امر کړې دی ،چې تاجک بدخشان ته څیرمه دملي اردو ځینې ټولګي ځای پر ځای کړي . دیادونې ده ،چې تاجک چارواکو دجولاي پر 24مه نېټه دتورنو کسانو دنیولو په موخه ځانګړي عملیات پیل کړې و ، چې دتاجک استخباراتو غړي جنرال عبدالله نظروف قاتلین ونیسي

هوسۍ

دا لاندې خبر هم بې څه مه بولئ:

دهغو افغان چارواکو لست ،چې په تاجکستان کې ناارامۍ ته لمن وهي

په تاجک بدخشان کې دوروستیوناارامیو له کبله نږدې سل تنه وژل شوې دي اوس داسې ښکاري ،چې سیمه دارامۍ لور ته روانه ده تاجک امنیتي ځواکونه ونه توانیدل ،چې دامام بیکوف په نوم طالب ونیسي ویل کیږي ،چې نوموړی له خپلو ملګرو سره په افغاني بدخشان کې په کومه غرنۍ سیمه کې ځای پر ځای شوې دی . څه موده وړاندې تاجکستان دنوموړي دنیولو په موخه له افغانستان سره خپلې پولې تړلې هم وې .
دهمدې نا ارامۍ له کبله تاجک ولسمشر امام علي رحمانوف تېره چهارشنبه له ولسمشر کرزي سره په ټیلفوني خبرو کې دوروستیو ناامنیو په اړه خبرې وکړې او دهغه افغان چارواکو نومونه یې ورته یاد کړل ،چې په تاجکستان کې ناارامیو ته لمن وهي . دځینو خبري ویبپاڼو دمعلوماتو له مخې دا کسان به لاندې توګه دي :
1- امر لطیف ابراهیمي دولسمشر کرزي سلاکار او دولسي جرګې درییس ورور ( تخار )
2- حاجي محمد عمر دولسمشر سلاکار او دپخواني جهادي قومندان عارف ورور ( کندوز )
3- میر علم خان پخوانی جهادي قومندان .
4- انجینر محمد دکندوز دولایتي شورا غړی .
5- عبدالقدوس دکندوز دحقوقو رییس .
6- رحمت الله خطیب ( تخار ولایت )
7- سیداکرام الدین معصومي دتخار دولایتي شورا غړی .
8- قاضي کبیر مرزبان په ولسي جرګه کې دتخار استازی .
9- مامور محمدحسن دسولې عالي شورا غړی او پخوانی جهادي قومندان ( تخار )
10- بشیرقانت دسرپل پخواني والي ، پخوانی جهادي قومندان ( تخار )
تر اوسه افغان حکومت دپورته کسانو دنیولو په برخه کې چوپتیا غوره کړې ده او د روهي ویبپاڼې دمعلوماتو له مخې څوورځې وړاندې دامنیت شورا په امنیتي غونډه کې ددآکتر سپنتا او مارشال فهیم ترمنځ په همدې موضوع جنجال هم رامنځته شوې دی .

په لاندني خبر کې به دامریکا دنازولو خو دسوړو دشغالانو ډزې هم واورئ:

د مارشال فهيم اړوند قاچاقوړونکو له امله په ارګ کې شخړه

 د روانې اوونۍ په پيل کې، په ارګ کې وروسته له هغې يوه امنيتي غونډه جوړه شوه، چې د تاجکستان جمهور رييس امامعلي رحمان لخوا، افغان حکومت ته د هغه قاچاقوړنکو لست وليږل شو، چې ګاونډي هېواد ته د مخدره توکو په وړلو کې ﻻس لري. په دغه لست کې د اشکاشم ولسوال ډګروال نذير او د حزب اسلامي اړوند عبدالودود په نوم کسان هم شامل وو، چې د جمعيت اسلامی اړوند کسانو پرته نور نيول شوي وو.

په دغه غونډه کې جمهور رييس کرزی، مارشال فهيم،د کورنيو چارو وزير بسم الله خان ، د امنيتي چارو سلا کار دادفر سپنتا او نور امنيتي لوړ پوړو چارواکو برخه درلوده.

روهي ويب پاڼې ته يوې باخبره سرچينې ويلي، چې کله د دغو کسانو او په ځانګړې توګه د اشکاشم ولسوال ډګروال نذير د نيولو خبره مطرح شوه، مارشال فهيم مخالفت وښود. سپنتا وويل،  کچېرې رښتيا غواړو امنيت رامنځته کړو نور بايد اقدام وکړو ځکه اوس تازه د جمهور رييس لخوا فرمان هم صادر شوی. باﻻخره مارشال فهيم جدي شو او ويې ويل: ((ډګروال نذير را پدر کسی ګرفته نميتانه!!!)).

د مارشال فهيم د دغه خبرې په مقابل کې ښاغلی کرزی غلی شو خو سپنتا غبرګون وښود او ورته يې وويل: (( پدر من يک شخص شريف بود؛ شما بايد ګپ تان را پس بګيريد!)).

په دې وخت کې د کورنيو چارو وزير بسم الله خان محمدي د نورې ترينګلتيا د رامنځته کيدو د مخنيوي په موخه وويل، د مارشال صيب مقصد بل څه و.

څو موده وړاندې د تاجکستان حکومت لخوا د دغه هېواد په غرني بدخشان سيمه کې وروسته له هغې عمليات پيل شول، چې د امامعلي رحمان پر اخښي باندې، چې بې وسلې و، د وسله والو لخوا بريد وشو او ووژل شو. په دغه عملياتو کې د ملکي خلکو په شمول زيات کسان ووژل شول، چې شمېره يې څلوېښت تنه ښودل شوې. د يادونې ده، چې د مارشال فهيم اړوند کسان د تاجکستان د بدخشان سيمې ته اوښتي وو او مرګ ژوبله يې رامنځته کړې وه. وروسته تاجکستان افغانستان سره پوله وتړله.

د دې پېښو تر شا يو بل پلان هم ښودل کيږي، هغه دا، چې روسيه غواړي تاجکستان نارامه کړي تر څو دغه هېواد دې ته اړ کړي، چې د روسي پوځيانو د ځای پر ځای کولو لپاره هوکې وکړي.

د يادونې ده، چې اروپا ته د قاچاوړلو يوه مهمه ﻻر د تاجکستان ﻻر ده، چې د دغه هېواد يو شمېر لوړپوړي چارواکي او د شمال ټلوالې لوړپوړي چارواکي په کې ﻻس لري.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه