دتانـد او هڅاند شاعـر،ليکـوال او ژورناليست ښاغـلي فريــد احمــد تسکين دپـوره روغتيا په هيــله
روف ستانکزی
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړچې د پښتو ژبې تاند او هڅاند شاعر،ليکوال او ژورناليست ښاغلی فريد احمد تسکين سخت ناروغ دی.
ښاغلی تسکين د ا مهال په لوړو زده کړو بوخت دی اووه کاله کيږي چې د خولې ناروغي لري.
نوموړي دهيواد دننه اوپيښورته هم د خپلې ناروغۍ لپاره منډې ترړې کړې دي اوسمهال يې ناروغي ډېره شوې ده .
دی له يادې ناروغۍ سخت په تکليف دی له خبرو او خوراک څخه هم لويدلی دی.
زه تسکين صيب ته له لوی خدای ج څخه د عاجلې شفا غوښتونکی یم او له نورو وروڼو هم هيله کوم چې ښاغلی تسکين په دې مبارکه روژه کې له دعاګانو هير نکړي .