الشرق الآوسط :

طالبان له القاعدې جلا کیږي او اساسي قانون مني

تېره اونۍ په دوبۍکې طالبانو ته نږدې کسانو ناسته درلوده ، دشنونکو داټکل برعکس دطالب خوځښت نوې مشرتابه او امریکایان دځینومهمو خبرو په اړه جوړجاړي ته رسیدلي دي .

اوس ستونزه له القاعدې سره اړیکې نه ، بلکې په افغانستان کې دواک ویش دی .

دوه طالب مشران ، یو پخوانی جهادي کس او یو نارسمي افغان منځګړی ،چې له طالبانو سره اړیکې لري په خپلو خبرو کې ویلي دي دیوې لسیزې په تیریدو طالبان دخپلو تجربو پربنسټ نوي واقعیت ته رسیدلې دي او ټولو پریکړه کړې ده ،چې له القاعدې ځان خلاص کړي او هغه سیمې ،چې ددوی تر کنترول لاندې دي هلته به نړیوال ترهګرنه پریږدي .

ټولو په یوه خوله وویل : که چیرې ملا محمد عمر په دې اړه یو فرمان صادر کړ طالب قومندانان او جنګیالي به یې ومني .
په طالبانو کې پخوانی وزیر وايي :

ددې شونتیا شته ،چې دالقاعدې دغړو په اړه دایساف ، حکومت او طالبانو ګډ کمیسون ته راپورورکړل شي ، دوی به لومړی راپور کره او بیا به وړ اجراات تر سره کوي او امریکايي ځواکونه به دافغانستان دننه داجرااتو بڼه ټاکي .

له څلورو څخه دریو یې له فایننشل ټایمز سره په خبرو کې ویلي دي :

اوس ،چې په 2014 ز کې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي طالبان فکر کوي ،چې په دې هېواد کې دامریکا له نظامي اډو او دنظامي سلاکارانو له شتون سره موافقه وکړي دا ډول یو دریځ له ټولو هغه څرګندونو سره په ټکر کې دی ،چې طالبانو پخوا نیولې و .

په کابل کې باخبره سرچینې وايي :

طالبان دیوې هر اړخیزې روغې جوړې په چوکاټ کې دامني ، خو دا ددې مانا نه ده ،چې دوی تسلیم شول .
دا دخپل ډول نوی پرمختګ دی دافغانستان داساسي قانون دمنلو په اړه څلورو واړو وویل :

دافغانستان داوسني اساسي قانون په اړه طالبانو له پخوا څخه کومه نېوکه نه درلوده ، خو دوی دامریکا دا خبره نه منله ،چې قانون دې دخبرو لپاره شرط وي ، ددې امکان شته قانون وڅیړل شي او په یوه داسې غونډه کې ،چې طالبان هم په کې ونډه ولري بیا تایید شي .

دا ټولې هڅوونکې خبرې دي یوه بله خبره ،چې دسولې لپاره اړینه بلل کېدای شي ، خو پیچلې ده ، طالبان اوسنی اساسي قانون مني ځکه دا دمرکزي حکومت خبره کوي او دوی هم پیاوړې مرکزي هغه غواړي ،چې دراتلونکې لپاره خپل سیاسي رول خوندي کړي .

هوسۍ

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه

 دنښتر ویبلاګ یادښت :

دا جهان او هر انسان سولې ته اړتیا لري خو له بده مرغه، چې دنړۍ په مخ داسې انسانان هم شته ، چې دخپل ځان  پړسولو لپاره هم سوله له مینځه وړي او هم د سولې په پلمه  له رښتینې سولې سره دښمني کوي .

که دتېرو درۍ څلورو لسیزو لړۍ ته سم ځیر شو دې نتېجې ته به ورسیږو، چې په هرخوځښت او هربدلون کې بهرني ناولي لاسونه وو او لا همداسې  ددوست په جامو کې  زموږ تروروستۍ تباهي پورې مکر کوي .

جهاني صاحب څومره ښه لیکلي :

غل خو نه یې چې په نیمه شپه کې راغلې

دجانان خیاله په تا مې شک پیداسو