(څلورمه اووروستۍ برخه)
د«دریمې نړۍ» پرخلاف دپانګوالې لویدیځۍ نړۍ په نښه شوې جګړې ناڅاپي،یواړخیزه اوله پراخوکتنو اوڅیړنوپرته نه پیل او نه هم مخته وړل کیږي.ددغو جګړوپه پوځي،اقتصادی، سیاسي ،ټولنیزو او آن رواني (روحیاتي) برخوپراخه متخصصین او کار پوهان دډیرو وتلوستراتیژیکو اړوندو انستیتیونوپه اډانه کې کار اوڅیړنې کوي.

هره برخه ېې خپل ایدیالوژیک کارپوهان لري.په پانګوال نظام کې پوهه اوپوهان دکمپنیو او لاسبروبانکونوپلاسو کې را ښکیل شوي هغه موجودات دي چې دپانکې دواکمنۍ،دوام ،ودې او پراختیا له پاره نظریاتي بنسټونه جوړوي.
جګړه چې تر ډیره دبدمرغیو مور ده یواځې پوځی،سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې اغیزې نه بلکې ژورې فکري ،فرهنګي او روحیاتي اغیزې هم لري.جګړه یواځې انسان نه وژني بلکې دانسان شخصیت،فکر،فرهنګي او معنوي کرکتراو جوړښت ته مرګونی ګوزار ورکوي.دجګړولویدیځ ایدیالوګان په دې خبره ښه پوهیږي چې داوږدوناروا جګړوبری یواځي په پوځي زور وهنه او لوړ پوځي تخنیک نه تر لاسه کیږی بلکې ددغه ډول جګړو بری تر هر څه دمخه په هغوکړنو کې وینی کومې چې دجګړو په بهیر کې دلاندې شوو اولسونوشخصیت، کرکتر او معنویت ته بدلون ورکولي شي.دجګړو ډیروشعارونه هم له همدې برخې څخه تومنه اخلی.دلاندې شو اولسونومعنوي پانګه تر ګوزار لاندې نیول ددغو جګړویو اوچت خو څه پټ او نه ښودونګی لوری دی.لویدیځ په خپلې هغې دموکراسۍ او دبشر په حقوقو ښه پوهیږي کوم چې دوی دخپلو نورومخو له پاره سیاسي اوپه کلکه پوځی کړیدي.ددوی دموکراسي او دبشر حقوق ساده روبنايي مفاهیم نه دي. دوی ته په دغو مفاهیمو کې انساني او بشري تومنه نه بلکې ددوی اوږدې ستراتیژۍ نغښتې دي.دموکراسي او دبشر حقوق،تمدن او دې ته ورته مفاهیم که رښتیا بشري خصلت ولري دا په خپله دجګړو،تیریو اواشغالګریو مخه نیسي.
لویدیځ تل ددموکراسۍ،تمدن،دبشر دحقوقو او دې ته ورته مفاهیمو نندارییزه ښودنه غټوي خو ددغو مفاهیمو له داسې تعریف څخه ځان تیره وي کوم چې دهمدې مفاهیموانساني لوری ښيي.دلویدیځ تمدن، دموکراسي او دبشر حقوق هغه هم په داسې حال کې چې تیري،تجاوز او اشغال ته ېې مخه کړې دفرهنګونو دتقابل اونښتې لوری ټاکې.دلویدیځ په پلان شوو جګړوکې نوموړي مفاهیم دلاندې شوو اولسونو دعقایدو،باورونو،هویت او تاریخي شخصیت په وړاندې دپټې جګړې بنسټیزې خښتې دي. لویدیځ له هر تیري،تجاوز او اشغال مخکې لومړی دخپلو جاسوسي پراخه په درنوتجربو ولاړوشبکو له لارې دهغو اولسونودروښانفکرانو او مجبورو انسانانو له منځه خپل جاسوسان اوارزان بیه چوپړ را پیدا او روزي کوم چې ددوی دتیري ټاکل شوې نښې دي.په ټوله ختیځه نړۍ په تیره بیا په افغاني فرهنګ کې پردو ته جاسوسي دومره سپکه او بې ننګه کړنه ده چې خلک، اولسونه او تاریخ ېې هیڅکله نشي بښلی،پردو ته جاسوسي یوه ساده فردي خبره نه ده بلکې دغه څه دیوه اولس معنویت ته لومړی دروندګوزار دی.دغه ګوزار تر هرڅه دمخه دبې باورۍ نه جوړیدونکی بحران را منځ ته کوي.لویدیځو تیري کونکو او دپټو اوښکاره جګړو په لاره اچوونکو ته تر اولسونو مخکې د هغوی دځوان مخکښ نسل لویدنه یو ه بنسټیزه خبره ده. همدغه څه روښانفکر او دټولنې سیاسي سازماني جوړښتونه له خپلو خلکواوتاریخ څخه را جلا او له ټولنیز تاریخي اعتبار څخه ېې را پرې باسي.
هغوی چې یوځل ددوی په همدې تور جال کې لویږي او دشخصي ګټو په خاطراویاهم دفریب له مخې دپردو په خدمت کې دریږي ،بیا دژوند تر پایه په خپله ناسمه لاره خوځي او آن ددې هڅه کوي چې خپل دغه لویدلي شخصیت ته دژبې او بیان په کوډوڅه نوی پرتوګ ورجوړ کړي.ددې خبرې ژوندۍ بیلګه همدا نن زموږ په هیواد کې په پراخه توګه دلید وړ ده.هیڅوک په دې کې شک نه لري چې داشغال جوړې کړې واکمنۍ ۹۹ پسلو کې لوړ پوړي واکمن یا دمتحده ایالاتو،اروپا،کانادااواسترالیا جاسوسان دي او یا په هغو سیمه ییزو جاسوسي کړیو تړل شوي چې دپړۍ سر ېې بیا هم دلویو نړیوالو جاسوسی سازمانونو په لاس کې دی.خو نن سبا هم دکورنۍ مدیا او هم دبهرنۍ مدیا په مرسته داسې ښودل کیږي چې جاسوسان خودي، خوجاسوسي ېې وطن ته دخدمت؟؟؟! په خاطر غوره کړیده.هیڅوک داپوښتنه نه څیړي چې دانسان وجدان که مړا ووپلورل شو بیا بیرته نه ژوندی او نه اخیستل کیږي.داخبره هر چاته روښانه ده چې په افغانستان کې لویدیځ اشغال ته په لسګونو زره پټ او ښکاره جاسوسان را پیداکول،روزل او دهیواد دتباهۍ له پاره په کار وړل ټول دسیا یا نورو جاسوسي شبکو دکار دتوان نتیجه نه بلکې دهغو لوړ پوړو مخکې جاسوس شو واکمنو او ددوی دپلویانو کار دی چې خپل پایښت دهیواد داشغال په دوام کې لټوي.دجاسوسي جال دغه پراخه تنابونه نن داسې لاس پلاس دنوو سیالو ځواکونو دجوړید وسیله شوي چې هیڅ یو ېې بل ته تن نه ورکوي.ځکه ټول یوشان دپردوچوپړ او معاش خوړونکي دي. له همدې کبله ده چې دیوې سالمې دولتي ادارې جوړیدل ناشوني او ځای ېې دڅواړخیزه بې شمیره جاسوسی کړیویوډول مصلحتي سهامي شرکت نیولی دی.دا هغه څه دې چې دامریکا، اروپا،ناتو اوټولو متجاوزینوګډه غوښتنه وه.په دې ډول مخکښ واک ته راوړل شوي جاسوسان وطن ته دخدمت جوګه نه بلکې دوطن دهویت او تاریخي شخصیت دلویدو وسایل ګرځیدلي دي.دهمدغه خطرناکه نندارییز جوړښت له مخې ده چې په وطن کې دفساد خبره دتاریخي رسوايي خبره شوه.دغه زر اړخیزه فسا د د تیري،تجاوز او اشغال پټ لوري راجوړ کړ.دپټې جګړې اصلي لوري په همدې فساد کې نغښتي دي.
دا چې داشغال پوځیان دهیواد دمسلمان اولس مقدس کتاب ته هرکال څو ځله اورورلګوي،سپکاوی ېې کوي او دمسلمانو بندیانو په مخکې ېې تر پښو لاندې کوي دا فساد خپرونه دپټې پلان شوې اسلامي ضدکرکې او جګړې یو لوری دی.دشهیدانو په څیرل شوو سینومیتیازې کول،واړه ماشومان دې ته اړ ایستل چې دپردو پوځیانوجنسي تحریک را وهڅوي،ډلییز جنسي تیري اودهمدې مظلومو محکومینو ډلییزه وژنه او بیا داور په لمبو کې سوزونه او دې ته ورته په سلګونو نورې کړنې دپټې جګړې او پټې کرکې او انتقام پلان شوې نښې دي.دغه ناروا په ښکاره تیری ،او اشغال او دجګړې دپټو هدفونو مخته وړل باید په یولړ نندارییزو کړنو اوسیاسي شو ګانو تر پردې لاندې وساتل شي. دافغانستان بیا جوړیدنه، متمدن کول،دموکراسۍ ته رسول، په هیواد کې دبشر حقوق خوندي ساتل، دښځوحقوق،مدني آزادیګانې اودې ته ورته ډنډورې په واقعیت کې دپټې او ښکاره اشغالي جګړې پر مخ ناولې پړستنه را ایستل دي.
نږدې یولس کاله کیږي چې وطن اشغال او همدغه نارې داشغال دمشروعیت له پاره خپرې دې.په یولسو کلنو کې مو که هره ورځ په ډیرلږ شمیرکې لس تنه انسانان دجګړې او اشغال خوراک شوي وي اوس داشغال دقربانیانو شمیره له څلور لکو انسانانو څخه اوړي.په دې شمیره که دمعیوبینو،کونډو ،یتیمانو،کډوالو او نورو هغو انسانانو شمیره ور زیاته شي چې جګړې وژلي نه خو له کار،ژوند اوروغتیا څخه ېې بې برخې کړي ،نو کوم انساني منطق به يواځې دیوه خیالي تمدن او دموکراسۍ په نوم دغه ټول څه توجیه کړي.جګړې او په تیره دجګړې پټو لوروزموږ دټولنې شخصیت او هویت وژلی دی.په نوم ښکاره قومي مشران،ددین لوی وارثان،پراخه روښانفکري پرګنې موپه دغه ناروا لوبه کې یا جاسوسان شول،یا پلورل شوي او یا هم په سختو جنسي بیشرمیو کې را ښکیل او آن تردې ورسیدل چې دخپلو جنسی هوسونو له پاره ېې دویاګرا تابلتونو په وړاندې دپردو دجاسوسۍ یوغ په اوږوکیښود.
دافغانستان خلکوسرطان نه پیژانده ،دایدس خبره زموږ په خلکو او اولسونو کې نه وه،روحیاتي شترس ډیر لږ دلیدو وړ و،دماغي او قلبي سکتې ډیرې کمې وې،له بدخشان او دنورستان له لوړو پرته چې هلته داکسیجن دکمښت له پلوه څه خام خاشخاش خوړل کیدل دمخدره مواد استعمال او اعتیاد په شمیرنه کې نه راته ... خو نن ددموکراسۍ او امریکايي تمدن له برکته ایدس دافریقا کچې ته پورته شویدی،سرطاني ناروغۍ دومره عمومي شوي چې له ډیرو هیوادو سره دپرتله کولو وړ نه دي،شترس اوورنه را پیدا شوي روحي ناروغۍ او ورسره دماغي او قلبي سکتې اوس دورځې عادې پیښې دي . په مخدره موادو دروږدو شمیره مو دورکړل شوودولتي شمیرنو له مخې له یو ملیون انسانانو څخه اوړي ،په دوی کې دښځو شمیره نږدې څلور سوه زرو ته رسې.
پوښتنه داده چې څوزره ښځو ته مو حقوق او ددوی مدني آزادۍ ورکړې؟هغه چې په دولت اوپارلمان کې دښځو دحقوقواو آزادیو خبرې کوي څوک دي،له کوم ځایه راغلې ،چاېې ،څه وخت څنکه حقوق او آزادۍ ورنه اخیستې وې؟څو کاله مخکې په قندهار کې له یوه امریکايي پوځي څخه یو بهرني خبریال وپوښتل چې تاسو خو افغانستان ته دنورو اهدافو په څنګ کې دښځو دحقوقو درا ژوندې کیدو له پاره راغلۍ ،اوس چې ستاسو له شتون څخه درې کاله تیریږي څه فکر کوۍ چې ښځو خپل حقوق تر لاسه کړي که نه؟ پوځي په ځواب کې ورته وايي : څومره چې په همدې لږ وخت کې ماته را څرګنده شوې هغه داده چې افغاني ټولنه یو عجیب قومي جوړښت لري . دلته دښځو آزادي دولتونه نشي ورکولی بلکې کورنۍ ، قبیله او قوم دی چې ددغو حقوقواو آزادیو برخلیک ټاکې.که دښځوعزت،شرف اولمن خوندې وه ،دوی پوره آزادیګانې لري ،له خپلومیړنو سره له کوره بهر اوږه په اوږه کار کوي،سرې چلوي،یوې کوي،لوکوي، بوټي راټولوي او نور کارونه .خو همدا چې دهغوي لمنې ته دبد کتونښې ولیدل شي نو دا میړه او دښځې کورنۍ نه بلکې قبیله او قوم ېې دی چې ښځې دخوندیتوب له پاره په څلورو دیوالوکې یواځې دکور چاروته مجبوروي،ځکه په دې ټولنه کې سپکاوی یواځې یوې کورنۍ ته نه بلکې قبیلې او قوم ته رسیږي.
دابه ومنو چې دکابل او دڅو لویو ولایتونو په ښاري برخو کې دښځو له پاره دداسې آزادیو څه نښې شته چې تر رسنۍ نندارې پرې تودې وساتل شي.خو همدغو آزادیودکورنۍ خښتې له بیخه ایستلي.بدعملي او نارواکړنې ،پلورل اوپیرودل،فردي او ډلییزوبدلمنیو ته ور ایستل کیدل اوس دومره پراخه شوي چې دښځو دشرف او عزت پوښتنه ېې را مخته کړیده.داخبره دومره رسوايي ته رسیدلې چې ددولت دعدليي وزارت اعلانوي چې دامن خونې دفحشا په مرکزونو اوښتي اوخپلو او پردو ته دجنسي هوسونو له پاره هرڅه را ټولوي. دا رسوايي تردې رسیږي چې دوطن«تر ټولولوی حقوق پوه»په داسې حال کې چې عمر ېې له اویا کلنو اوړي اوخپله میرمن ېې هم ژوندۍ او ورسره ده له یوي کوچنۍ جلي سره ناروا جوړه کیږي ،له هغې نه داولاد خاوند ګرځي خو وروسته دناولي هوس دغه قرباني له  ماشوم سره یوځاي له ځانه لرې شړي او کله چې رسوا کیږي نوبیا جعلي پاڼې جوړوي چې دا زما نکاح کړې ښځه وه؟؟؟؟!زما ددې خبرې په سپیناوي څه کار نشته .خبره داده چې دا یواځنۍ رسوايي نه ده.جنسي تیري،آن په ډیرو وړو ماشومانو او ډیرو زړو خلکوتیري،ډلييز جنسي تیري،دډله ډله خلکو په مخکي په تنکي زلمي ورختل اودېته ورته په زرګونو نورې پيښې اوددې په نتیجه کې داخلاقي فساد عمومي کیدل او له همدې لارې دکورني چاپیریال داسې ړنګیدل چې یا ښځې ځانونوته اور ورلګوي او یا میړونه ،ورونه اوخپلوان ېې دهغوي په غاړه او غړو چړې را باسي،ټول ددې ښودنه کوي چې ټولنه داشغال او جاسوسي واکمنۍ په دوره کې دتمدن پرځای هغه بدویت ته روانه ده چې لمړۍ آزموینې يي په لویدیځه ټولنه کې پخې شویدي. 
وايي اشغال لاسته راوړنې لري:سترې ماڼۍ را جوړې شوي،تر شپږو ملیونو ډیر زده کونکي لرو،روغتیايي هڅې کړندۍ شوي،په لسګونو صوتې ،لیکلې او تصویري رسنۍ لرو،نړۍ په ملیاردونو را لیږي... خو نه وايي چې دا ماڼي په کومه بیه دچاپه غوښو او وینورا جوړې شوي، ددې ماڼيو څخه لږ لرې دچهاراهي قمبر په شان په لسګونوسمڅو کې څه حال دی،دزده کونکو شمیر خوپه روانو امنیتي حالاتو کې یواځې کاغذې راپورونه ورکولی شي، خو دا پوښتنه نه کیږي چې که ښوونکي او استادان نه وي نو دښونې او روزنې کیفیت به څه او دا تش دفراغت کاغذ په لاس ملیوني پرګنې به چیرته کار اودژوند او خوړو څه تر لاسه کوي.دمدني آزادیو او میدیايي پراختیا خبره دجګړې او اشغال دوحشت دپټلو له پاره یوه اړتیا ده،که دا رسنۍ په رښتیا هم آزادې اودخپل واک خاوندې وې. نو یوافغاني خبریال دې وښودل شي چې دکوم پردي پوځي وحشت او فساد دصحنو دلیدو او بیان حق ېې ترلاسه کړی وي .په افغانستان کې تر ټولو لوی جیل دبګرام امریکايي جیل دی.همدغه جیل دوطن داستقلال او ملي واکمنۍ پر مخ  لاړې نه توکوي؟ وايي اساسي قانون لرو،ددغه قانون په کومه ماده کې لیکل شوي چې له دولتي زندانونو څخه دې دپردو پټ اوښکاره زندانونه ډیر،پراخه او هرځای پراته وي؟
افغانستان اشغال او دښکاره جګړې په څنګ کې له هغې پټې جګړې سره مخ دی چې داختاپوت په شان دوطن وینې زبیښي خو زخم ېې ډیر نه ښکاري.داشغال ماته او پای ته رسول له ملي مکلفیت نه مخکې یوسترانساني مکلفیت دی.داشغال دپایښت له پاره هڅې دوطن له خلکو ، تاریخ او اولسونو سره دپردو په ګټه منګولې لګول دي.دغه ګناه نه بښونکې او دتاریخي پوښتنې وړ ده.