نيويارک ټايمز:

احمدشاه مسعود، مارشال فهيم، قومندان عطا، کریم خلیلي او ...جنګي جنايتکاران دي

د امريکې مشهوره ورځپاڼه (نيويارک ټايمز) په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان  د بشري حقونو د نا خپاره شوي رېپوټ په حواله ليکي، چې د افغانستان د حکومت ډېری اوسني چارواکي په نوييمو کلونو کې د افغانانو په ټول وژنه کې لاس لري. د رېپوټ له مخې دغو چارواکو هم په مستقيمه توګه د ملکي افغانانو او نيول شويو اسيرانو د وژنې امر ورکړی او  هم يې تر واک  لاندې قومندانانو دغه کار ترسره کړی دی. په رېپوټ کې د ولسمشر کرزي د دواړو مرستيالانو مارشال فهيم او کريم خليلي، د بلخ والي عطا محمد نور، د وسله والو ځواکو د ارکان رييس عبدالرشيد  دوستم نومونه د جنګي جنايتکارانو په توګه ياد شوي دي. په رېپوټ کې دا  هم راغلي چې د افغانستان ملي اتل احمد شاه مسعود هم په نېغ ډول د افغانانو په ټول وژنه کې لاس درلود. رېپوټ وايي چې کله مارشال فهيم  د  بشري حقونو په رېپوټ کې د  خپل نامه په اړه  خبر شو، نو پر ولسمشر کرزي يې فشار راوړ چې د رېپوټ چمتو کوونکو ته سخته سزا ورکړي او له  همدې امله کرزي د بشري حقونو د  کميسيون يو کمېشنر نادر نادري له دندې لرې کړ، خو نيويارک ټايمز وايي مارشال فهيم کرزي ته د نورو چارواکو په مخ کې وويل چې ګوښه کول څه شی وي ، بايد د ده پر مخ دېرش ګولۍ خالي کړي.
د  نيويارک ټايمز په حواله د بشري حقونو کميسون له ۲۰۰۵ کال راهيسې په  افغانستان کې د تېرو دريو لسيزو پر جنګي جنايتونو څېړنه کړې او تر تېر ډسمبر پورې يې خپل رېپوټ بشپړ  کړی دی، خو اوس يې کرزی او ورسره نور جنګسالاران د خپراوي مخه نيسي. د بشري حقونو په ۸۰۰ مخيز رېپوټ کې د ټول وژنو د نښو په توګه  ۱۸۰ ډله ييز قبرونه موندل شوي چې زياتره  يې تر اوسه  پټ پاتې دي. د رېپوټ  له مخې يو شمېر ډله ييز قبرونه يا په قصدي ډول له منځه تللي او يا هم ناپامي ورسره شوې ده. د بېلګې په توګه کله چې دمزارشريف په (کفايت څلورلاري) کې د سړک د جوړولو پر مهال د سلو کسانو يو ډله  ييز قبر وموندل شو، د  قومندان عطا په امر نيمايي هغه مړي چې رابرسېره شوي وو له سيمې څخه انتقال شول اوپر پاتې نيمايي مړو بولډزر وخېژول شو او سړک پر تېر شو.
رېپوټ همداراز وايي چې په ۲۰۰۷ کال کې د مزار شريف په (خالد بن  وليد) ښار ګوټي کې دوه ډله ييز قبرونه وموندل شول، چې ډېر په آسانۍ خاورې پر واوړول شوې او پر پاسه يې ښارګوټی جوړ شو، چې دغه ښارګوټی هم د قومندان  عطا دی. په ټوليزه توګه په مزار شريف کې د (دشت ليلي) په ګډون د ۱۳ ډله ييزو قبرونو ځايونه څرګند شوي دي. اټکل کېږي چې له جوزجان  سره  څېرمه په دشت ليلي کې شاوخوا ۲۰۰۰ طالبان د جنرال دوستم له خوا په  ډله  ييزه توګه وژل شوي وي.د بشري حقونو کميسون يوه کارکوونکي نيويارک ټايمز ته ويلي، چې ټول شواهد  په  دغه سيمه کې موجود وو خو يو ناڅاپه  شواهد له منځه لاړل. دوی ټول شواهد له هغه ځايه يوړل. د کارکوونکي په وينا په ۲۰۰۸ کال کې د  جنرال دوستم له خوا بولډزرونه سيمې ته راوړل شول او ټول مړي يې پټ ځای ته يوړل.
د بشري حقونو په رېپوټ کې د  يو شمېر نورو کسانو نومونه هم ښودل شوي، لکه د طالبانو دوه تنه  قومندانان ( ملا فاضل او ملا خيرالله خير خواه) چې اوس په ګوانتامو زندان کې دي او د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار، خو د نيويارک ټايمز په رېپوټ  کې د هغو په  اړه نور تفصيل نه دی ورکړل شوی.

امين الله هوتک
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه