(دریمه برخه)
ددې نیمګړې لیکنې په دویمه برخه کې موپه متحده ایالاتو کې دنوي مسیحي ډلې او ددغې ډلې دځینوسیاسي مذهبي جګړه پالو هڅو په هکله او داچې څرنګه دجورج ډبلیو بوش راتګ سپینې ماڼۍ ته، همدغي ماڼۍ ته دددوی دخدای یا عیسی مسیح راتګ بولي ،څه لنډې څرګندونې وکړې.
د«بیا راژوندو شوو مسیحیانو»دډلې خوځښت یو ناڅاپي او عجیب خوځښت نه و.هم په کورنۍ او هم په نړیو اله کچه دپانګوالې نړۍ اقتصادي را لویدنه چې ورځ په ورځ زور اخلي له ډیرو اوږدو کلونو را په دې خوا دلیدو وړ وه.دپانګې دنیا دخپلې ژغورنې لپاره دې ته اړ وه چې په دریمه نړۍ په تیره په ختیځو اسلامي ټولنو کې په نوو لمسونودجګړونوې لارې پرانیزي او له همدې لاروددریمې نړۍ دطبیعي شتمنیو لوټ نوی کړي. القاعده، تروریزم،بنسټ پالنه اوله مخدره توکو سره مبارزه هغه څه نه وو چې دپانګوالې نړۍ دعامه خلکو احساسات دنوو جکړو په هکله راخپل کړي .په همدې برخو کې جوړوشو و خونړیو نندارو ته اړتیا وه.دسپتامبر یولسمه دهمدغو نندارویوه تر ټولو ستره ډرامه وه.له دغې ډرامې څخه په ګټه اخیستودپانکوالې نړۍ په سرکې دامریکا متحده ایالاتوپیښوته ډیر ژرد یوډول نړیوال مدنیتي ټکر رنګ ورکړ. داسې چې خپلو اولسونو ته ېې دادب، هنر او میدیا له لارې داسې وښوده چې اسلامي ختیځ دلویدیځ د فرهنګي ارزښتونوستر دښمن او داسې دښمن دی چې که په خپلو هیوادونو کېدننه ونه ځپل شي نوددوی دهیوادونو هستوګن ځایونو ته به را ورسي. له همدې خبرې سره سم دپلان له مخې اسلام ضد جګړه دورځې په واکمن سیاست واووښته.څرنګه چې دمسیحیت دپخوانو ډلودسختې بنسټ پالنې تاو ناست و،مذهب له سیاست څخه وتی واو مسیحیت ته هغه دصلیبي جګړوتاو هم نه و پاتې او هغه دوران چې یو لوی کشیش دکلیسا په څلورو دیولو کې خلکوته دبهشت کیلیاني ور په غاړه کړي هم پای ته رسیدلی ونوله همدې کبله یوه نوي مذهبي عصبیت ته اړتیاوه. البته نه دخدای او مسیح لپاره بلکې دلوټمارو جګړه پالو کمپنیوله پاره.دغې جګړې ته د مذهبي احساساتو را پاره ونه ډیره اړینه وه.دلویدیځ خلک، واکمن او آن جنګي ماشین ېې په دې ښه پوهیده چې ددوی مدني او فرهنګي ارزښتونه څومره لویدلي ،(ربش) ،ناولي او معنویت سوزونکي دي.یواځې تش په نوم فرهنګي او تمدني ارزښتونه دنوجګړودلمسونو له پاره بس نه و. دلویدیځ جګړه ییز او شبکه ېې ماشین دانسان وژنې نوي ،خونړي او تر ټولو وحشي دور ته ورتیریدونکی و.دوژنو،سپکونو ،لوټ او تالان دغه دور ته مذهبي تندو احساساتو ښه پونده ورکولی شوای.له همدې کبله ده چې بوش دافغانستان اوعراق پرخلاف پوځي تیري او اشغال ته دسیاسي، اقتصادي او پوځي مخو په څنګ کې یو ډول مذهبي رنګ ورکړ.آن تردې چې ژوند لیکونکي ېې ولیکل چې بوش دویتنام له جګړې وروسته دشرابو جام ته شونډې نه دي وروړي ؟؟!(په دې هکله دتاریخي لویدنې دکتاب وروستۍ برخه دپام وړ ده)او له هغه وخته چې سپینې ماڼۍ ته راغلی ددغې ماڼې کارکونکوته ېې فرمان ورکړی چې تر څو دکار پیل دانجیل په طلاوت ونه کړي دکار حق نه لري اوونډه به ېې هم ورنه کړل شي.ددې خبر ې ښکاره معنی داده چې مذهب چې له سیاست څخه لرې شوی وبیرته دسیاست مرکزیعنې سپینې ماڼۍ ته را ګرځي، په همدې تنده بنسټپاله مذهبي نشه ده چې دیوه لوی بشریت پر خلاف دخونړي پوځي تیري او شبکه يي فساد پیل رامخته کیږي.
فرانسوي نامتوفیلسوف ژان ژاک روسوله نن څخه درې سوه کاله مخکې له هغه تمدن او فرهنګ څخه سر ټکولی وچې دارزښتونو پرځای وحشت رازیږوي.هغه له همدې ویرې دا چیغه پورته کړې وه چې «فرهنګ او تمدن خلک له طبیعي حالت څخه ایستلي دي» دروسو داخبره به دډیرو پوښتنو وړ وي خو زموږ دزمانې دلیدو وړ بڼه ښيي چې د«متمدنې» ټولنې وحشت، له اخلاقي ارزښتونو را لویدنه مدنیتي بد اخلاقي او انساني ضد لوري دومره زوروونکي دي چې دلویدیځ تمدني ارزښتونه ېې په رښتیا دسختې پوښتنې وړ ګرځولي دي.اوس نو که همدغه له معنویت او انسانیت څخه لویدلي ارزښتونه دجګړه ییز ماشین په زوریا دجاسوسي شبکودروزل شوو له لارې دهغو فرهنګونو مخې ته دریږي کوم چې دلویدیځ په معیارونووروسته پاتې خوله ډیرو سترو اخلاقي اومعنوي تومنوډک دي ،بې له شکه یوه نابرابره خواوږده خونړۍ او هستي سوزونکې مقابله را منخ ته کوي. ددغې جګړې لمسوونکي اومخته وړونکي همغه دپانګې واکمن دي.پرون انګریزي استعمار دفرهنګي کولو تر نامه لاندې دنړۍ بې شمیره اولسونه وځپل نن دمدني کولو په نوم ټوله پانګواله نړۍ دختیځ معنوي او اخلاقي تاریخي جوړښت ته په نه کتوپه پرله پسې توګه اسلامې هیوادونه ځپي او یا دسوريي په شان دجاسوسي شبکوپلاس دهیوادونو تاریخي شتو اوشتون ته اور ورلګوي.
دحیرانتیا خبره داده چې دختیځې نړۍ یو زیات شمیر روښانفکران ،په تیره بیا هغه چې په لویدیځ کې ېې عمر تیر کړی او دخپلو اولسونو له تاریخ ،کرکتر او شخصیت څخه لرې شوي ،نه ډیر لرې تاریخ بلکې دمتحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې هغو وحشتونو ته هم نه ګوري کوم چې دهمدې نسل په دوره کې تر سره شوي او لا روان دي.ویتنام ته ېې کوم تمدن او فرهنګ ورکړ؟ دلاتینې امریکا اولسونه ېې څنګه دپیړیو له پاره له پښو وغورځول، په همدې نږدې ډیر شتمن،عراق چې هم دتاریخي تمدنونوځانګو وه او هم په اسلامي نړۍ کې دنوي تمدن روښانه بیلګه څه راغلل.دغه دټول بشریت دښمنه امریکا او اروپايي لاسپوڅي ېې څنګه په افغانستان ته دژغورنې په پرښتو اوړي؟که دمزدور،مجبور یا تیروتلي منطق خبره نه وي هیڅ روغ انساني عقل نشي منلی چې دنورو اولسونو دلوټ خوځښتونه دې داولسونو دژغورنې جوګه شي.
اوس خبره پردې نه ده چې دافغانستان پرخلاف روانه خونړۍ مدنیت وژونکې جګړه چا ،څنګه او دڅه له پاره پیل او دښکاره اشغال په بڼه ېې زموږ خلک او اولسونه په هغه وحشت وځپل کوم چې دهیڅ بدوي ټولنې په تاریخ کې ېې ساری نشته. بلکې خبره داده چې له فرهنګي او مدنیتي پلوه دغه تیري او اشغال موږ ته څه راکړل.همداخبره به دڅلومې برخې پیلامه وي.
نور بیا