مــــاخو د تورسپي برګـــــه لکۍ نه ده لیدلــــې

درنو لوستونکو!

دا ددرۍ نیمو لسیزو دردوونکوغمېزو نه یوازې زموږ لوستي، بلکې نالوستي خلګ هم په دې پوه کړل، چې موږ یو رښتینی دوست هم نه درلود او نه یې لرو بس دهرچا له خواراته ګام په ګام  دمکر جال خپور و او دی.

که تاسې دا لاندې مطلب په غور سره ولولئ بې له غولونې بل څه به پکې ونه مومئ.

ښاغلی جیمي کارتر او اوبا ما دواړه ظاهرأ دانسانیت په لار کې د نوبل جایزې ګټونکي دي خو دحقیقت خبره اوکارتر به  اخوا پرېږدو ځکه چې هغه وخت یې لاسونه روسانو ورتړلي وو.

اوس چې امریکا یکه تازه ده راشئ د اوبا ما سیل یې وکړئ، چې له انسانیت سره څومره جفا کوي دنوبل جایزه یې هم وخوړه.

جیمي کارتر به لیکنې وکړي، خپل منتر به تېزکړي خو عمل به څوک وکړي؟

کم تر کمه دامریکا دروان خونړي سیاست په وړاندې خو دې ښاغلی کارتر یو لاریون تنظیم کړي.

دا هرڅه عوام فرېبي ده خو بیا هم شکر چې ولسونه اوس دامپریالیزم او ملیټاریزم په شومو موخو ښه پوره پوهېدلي دي.

دا چې لاسونه اوپښې مو وتړل شول دازموږ دیوشمېر مغرورو،احمقو او پلورل شویوسیاستوالو له لاسه دي .

نوربایدهیڅکله دشړومبو په فکر سرې شیدې غوړپ نه کړو کارتر به خپلې ببولالې وايي خوباور پرې په کار نه دی هغه متل دی چې:

مـاخو د تورسپي برګـه لکۍ نه ده لیدلـې

دګران افغانستان اوټولې نړۍ دبېوزلو ولسونو دنجات په هیله  

جيمي کارټر:

د امريکا پخواني ولسمشر جمي کارټر په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې ليکلي چې د امريکا حکومت د نړۍ په هېوادونو کې د هدفي وژنو په کولو سره د بشري حقونو په اړه خپل اخلاقي قوت له لاسه د ورکولو په حالت کې دی.
نوموړي د ترهګرۍ ضد مبارزې امريکايي پوليس د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې له ۳۰ څخه د ۱۰ مادو پر سرغړونو تورن کړي دي. ښاغلی کارټر هغه رپوټونه چې وايي د امريکا جګ پوړي چارواکي په بهرنيو هېوادونو کې د خلکو، په شمول د امريکايي اتباعو، په هدفي وژنو کې لاس لري، د بشري حقونو د پښو لاندې کولو د امريکايي قوم د رويې د يو خپه کوونکي ثبوت په توګه ياد کړي دي.
جمي کارټر، چې په ۱۹۸۰ زېږديز کال کې د ولسمشرۍ د چوکۍ تر پرېښودو وروسته په نړۍ کې د سولې لپاره د ده د کوښښونو په بدل کې ورته په ۲۰۰۲ زېږديز کال کې د سولې د نوبل جايزه ورکړل شوه ، د دې لپاره هم ستاييل کېږي چې د امريکا په بهرنۍ پالېسۍ کې يې د بشري حقونو موضوع ته مرکزي ځای ورکړی وو.
خو په خپله ليکنه کې چې د ((يو ازاري او غير عادي ريکارډ)) تر سر ليک لاندې خپره شوه، د امريکا دغې پخواني ولسمشر خبرداری ورکړی چې د امريکا حکومت په نړۍ کې د بشري حقونو د دفاع د يوه ستر ملاتړي له خپل رول څخه لګيا دی، تېښته کوي.
ښاغلي کارټر سپارښتنه کړې چې په داسې حال کې چې د نړۍ په هېوادونو کې ولسي پاڅونونه پيل شوي، د امريکا حکومت بايد د قانون او انصاف د نړيوالو اصولو د کمزوري کولو پر ځای د هغو د قوي کولو هڅې وکړي.
نوموړي چې د امريکا حکومت د بشري حقونو په کومو سرغړونو تورن کړی، په هغو کې ډرون بريدونه، د امريکايي اتباعو هدفي وژنې، د مشکوکو ترهګرو تر نامعلومې مودې پورې په بند کې ساتل، د هغوى شکنجه کول او پرته له کوم وارنټه، د خلکو شخصي اليکټرونيکي اسناد پلټول، شامل دي.
ښاغلي کارټر په خپله ليکنه کې زياته کړې چې دا هر څه په امريکا د ۲۰۰۱ زېږديز کال د سپټمبر له ترورستي بريدونو وروسته، د دې هېواد د دوه ګونديز اجرايوي او مقننه قواوو په خوښه، چې د امريکا ولس هم ورسره خپل نارضايت و نه ښود، پيل او لا پراخه شول.
جمي کارټر البته زياته نيوکه د القاعده د مشکوکو ترهګرو پر ضد د امريکا د ډرون بريدونو په پروګرام کړې ده، کوم چې د رپوټونه پر اساس، د پخواني ولسمشر جارج ډبليو بش په دوره کې پيل او د اوسني ولسمشر براک اوباما په هغې کې نور هم تېز کړای شو.
د ښاغلي کارټر په خبره، سره له دې خپل سري اصوله، چې په ډرون حمله کې وژل شوی يو سړی د دښمن ترهګر اعلان شي، ورسره په خوا کې د وژل شويو ښځو او ماشومانو په هکله ويل کېږي چې دوى، خو به نو پکې سر خوړلو.
نوموړي دغه راز وييلي، موږ ته هېڅ نه ده معلومه چې په دې حملو کې، چې د هرې يوې منظوري يې د واشنګټن د لوړو مقاماتو له خوا راغلې، څو سوه عام وګړي وژل شوي دي- جمي کارټر همداراز زياته کړې، دا هغه څه دي چې د تېرو وختونو په امريکايي حکومتونو کې به يې چا د کولو سوچ هم نه وای کړای.
نوموړي د ډرون بريدونو د اغېزو په اړه بيا ليکلي چې د دې حملو په نتيجه کې ځورول شوې کورنۍ له ترهګرو ډلو سره ملګرې شوي، د عامو خلکو احساسات زموږ خلاف راپارېدلي او د نړۍ ځپونکو حکومتونو ته يوه پلمه په لاسو ورغلې چې خپل ظالمانه  فعالييتونه زموږ د ډرون بريدونو په يادولو سره پټ کړي.
د امريکا حکومت په عين حال کې دريځ خپل کړی چې د ډرون بريدونو کمپاين يې د ترهګرۍ ضد جګړې يوه مهمه وسيله ده او دا چې په اړه به يې اسناد افشا نه کړي.