روسيې په افغانســتان کې د امريکايانو د پاتې کيـــدو په هکله اندېښنه وښــوده
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې ﻻورف، په افغانستان کې د امريکا د پوځي شتون د دوام په هکله اندېښنه ښودلې.
نوموړي وروسته له هغه غونډې، چې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو لخوا جوړه شوې وه ويلي، چې دوی په دې مساله نه پوهيږي، چې ولې امريکا وروسته له 2014 ز کال څخه په افغانستان کې پاتې کيږي، په داسې حال کې چې نور بهرنيان له دغه هېواده ووځي.
نوموړي زياته کړې، چې بهرني ځواکونو په افغانستان کې د امنيت شورا د پرېکړې پر بنسټ حضور لري او کله چې افغان امنيتي ځواکونه د امنيت د تامينولو جوګه نه دي، د افغانستان نه د بهر کيدو لپاره د هر ډول وخت ټاکل به سمه پرېکړه نه وي.
ﻻوروف په دې ټکي ټينګار کړی، چې د امنيت شورا د پرېکړې سره سم نور ځواکونه له افغانستانه بهر کيږي، بيا د امريکا د پاتې کيدو لپاره هم قانع کوونکی دليل نشته.
زيږ اڅړ
دنښترویبلاګ یادښت:
د روسانو دپورتنۍ اندېښنې له څرګندولو سره سم استرالیاخپله د وړمې ورځې خبره واخیسته، چې وېلي یې و له وخته مخکې خپلې پښې له افغانستانه سپکوي.
له دې یادښت څخه زموږ منظوردادی، چې له بده مرغه افغانستان به تر نامالومې مودې پورې اشغال پاته وي.
راغلي نا بللي به په ډول ډول پلمو خپل اشغال وغځوي او دا اشغال به زموږ ډېرې خویندې او وروڼه راته نیمه خواکړي.
داسترالیا په اړوند بي بي سي دا لاندې خبر خپور کړی دی :
استراليا د پنجشنبې په ورځ ( د اپريل ١٩ د وري ٣١) اعلان وکړ چې له افغانستان څخه به خپل سرتيري د ٢٠١٤ کال تر پايه ونه باسي.
څو ورځې وړاندې استراليا ويل سږ کال به له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پيل کړي او ۲۰۱۳ کال په پای کې به خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي.
ورته مطالب
- ناټو وايي د استرالیا له وخت مخکې وتل د جګړه ییز پلان یوه برخه ده
- استرالیا وايي له افغانستانه د پوځيانو ایستلو لړۍ پیلوي
- اوباما استراليا ته د امريکايي پوځيانو اعلان وکړ
تړلي موضوعات
اوس د استراليا د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونه وايي خپل سرتيري به له هغه مهال وېش سره سم له افغانستان څخه باسي چې د دوه کاله وړاندې په ليزبن کې د ناټو غړي هيوادونه پرې سلا شوي وو.
له هغه مهال وېش سره سم به استراليا خپل ځواکونه د ٢٠١٤ کال په پاى کې وباسي.
په کابل او ځينو نورو ښارونو باندې د وسله والو طالبانو د يکشنبې تر بريد وروسته په حيرانوونکې توگه د استراليا لومړۍ وزيرې وويل چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه تر وخت وړاندې وباسي.
په برسلز کې د ناټو د وزيرانو د غونډې په ترڅ کې استراليا نوې اعلاميه خپره کړه او ويې ويل چې له نورو بهرنيو ځواکونو سره به د ټاکلي وخت تر پايه پاتې کيږي.
د استراليا د لومړني اعلان په غبرگون کې د ناټو سرمنشي ويلي و چې دا د هغه هيواد خپله پوځي تگلاره ده.
خو نورو پوځي کارپوهانو پر استراليا نيوکه کړې وه چې مزل په نيمايي کې پريږدي.
د افغانستان د کورنيو چارو پخواني وزير او سياستوال حنيف اتمر بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ويلي و چې د استراليا دغه پريکړه غلط پيغام ورکوي.
د افغانستان د دفاع وزارت ويل چې دوى له هر هيواد سره جلا خبرې نه کوي او د بهرنيو ځواکونو خبره يې له ناټو او په ځانگړې توگه له متحدو ايالاتو سره تړلې ده.
استراليا په دې وروستيو کې له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون خبره هم پورته کړې او غواړي دواړه هيوادونه اوږد مهالې اړيکي سره ولري.
په افغانستان کې د استراليا يو زرو پنځه سوه پنځوس سرتيري شته چې او تر اوسه يې دوه ديرش کسه وژل شوي دي.