امريکا بيا شاهرخ خان په هوايي ډګر کې د پلټنو او ګروږنو لپاره ځنډولی و
د هند د بهرنيو چارو وزارت د امريکا يو لوړ پوړی ديپلومات له دې امله احضار کړ، چې نن ورځ د امريکا په هوايي ډګر کې، د باليووډ د نامتو فلمي ستوري شاهرخ خان د بيا ځنډولو په هکله ورته احتجاج وړاندې کړي.
د هند د بهرنيو چارو وزير کريشنا ويلي، چې يوازې عذر غوښتل کافي نه دي، ځکه دا لومړی ځل نه دی، چې له نوموړي ستوري سره په دغه هېواد کې داسې چلند کيږي.
پخوا هم د پلټنو او ګروږنو په موخه څو ګړۍ دغه نامتو فلمی ستوری په هوايي ډګر کې ځنډول شوی و.
د هند د بهرنيو چارو وزير په امريکا کې د خپل هېواد سفير ته سپارښتنه کړې، چې د دغه هېواد په پلازمنېنه واشنګټن کې، د امريکا له لوړ پوړو چارواکو سره دا موضوع مطرح کړي.
د رېپوټونو له مخې، نن په هند کې د امريکا سفارت له شاهرخ خانه په دې هکله بښنه غوښتې. د سفارت يوه تن وياند ويلي، چې امريکايان له هندي فلمونه سره مينه لري او ستوري يې ورته ارزښتمن دي.
شاهرخ په يوه خصوصي الوتکې کې امريکا ته په دې موخه سفر درلود، چې د ((يالې)) پوهنتون محصلينو په يوه غونډه کې وينا وکړي.
دی د ((وايټ پلينز))هوايي ډګر کې تر رسيدو وروسته دوه ساعته هلته ځنډول شوی و.
د افغانانو لپاره د جدي پاملرنې وړ ده، په هغه هېواد کې چې ملي بنسټونو او ملي حکومتونو موجود وي، کولی شي د امريکا په شان د يوه زبرځواک هېواد چارواکي هم د دوه ګړۍ ځنډونې له امله بښنې ته مجبوره کړي؛ د ملک خدا داد افغانستان کې د امريکا په مشرۍ بهرني ځواکونو حتی د خلکو د وژلو له امله بښنې ته په اسانۍ نه حاضريږي.
تر څو په دغه هېواد کې تنظيم ساﻻري او د شمال ټلوالې مافيايي حکومت له مینځه نه وي تللی دغه حالت به دوام لري.
زيږ اڅړله روهي ویبپاڼې څخه په مننهدنښتر ویبلاګ یادښت
درنو لوستونکو!
شاهرخ خان دهغه دهمټبرواومسلمانانودلاتوهین اوغوسې پارونې په موخه په پر له پسې ډول ځنډول کیږي .
شاهرخ خان خو بیا هم بختور دی، چې هندوان یې ننګه کوي او دنړۍ زبرځواک توبو ته اړباسي خو راشئ زموږ بدبختو حال واخلئ، چې هم مو وژني هم بیا اور راباندې بل کړي ثبوت یې په دې لاندې لینک کې ووینئ :