قومي او ژبني تعصب سوداګر د ستونزو سره مخ کړي دي

د تېلو واردونکي سوداګر وايي چې د دوی سوداګري به ډېره ژر له مينځه لاړه شي، دا هغه سوداګر دي چې دوی د ازبکستان، ترکمنستان څخه تېل او ګاز  را واردوي.  

دوی شکايت کوي، چې په اړوندو هېوادونو کې له دوی سره قومي او ژبني سلوک کيږي او هغه څوک چې د نورو قومونو څخه وي هغوي ته تېل او ګاز نه ورکول کيږي.

دا مهال د افغانستان ۷۰٪ تېل او ګاز  د ازبکستان، ترکمنستان او قزاکستان  څخه راوړل کيږي.  

دا سوداګر وايي هغه څوک چې ترکمن او يا ازبک وي او يا د دوي سره قومي تړاو ولري هغوی ته په ارزانه بيه مال ورکول کيږي او څوک چې دوی سره قومي تړاو ونلري هغوی ته مالونه په ګرانه بيه ورکول کيږي.  

د سوداګري د خونو مشر قربان حقچو دا خبره مني او وايي:

زموږ د سوداګرو سره د قومي او ژبني تړاو په سر راکړه ورکړه کيږي، دا ستونزې يوازې د دوی سره نه دي بلکې د سوداګرۍ د چال چلند سره هم دي او په افغانستان کې یې سوداګري له ستونزو سره مخ کړې ده.

جرنده ګړی

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه