سپنتاپخپــــــــــــــل سر چین تــــــــــــــــه تللی

اسوشيټېډ پرېس د سپنتا د پخواني سلاکار داود مراديان له خولې خبر ورکوي، چې د افغانستان د ملي امنيت شورا رئیس (رنګين دادفر سپنتا) له امريکې سره د ستراتيژيک تړون پر سر استعفا کړې ده ، خو  کرزي نه ده منلې.

د خبرونو له مخې ښاغلی سپنتا پر کرزي فشار راوړي چې له خپلو سختو شرايطو تېر شي، د شپې د عملياتو پر سر له امريکې سره جوړ جاړي ته ورسیږي او ستراتيژيک تړون لاسليک کړي.

د يادونې وړ ده چې سپنتا پخواهم څو ځلې استعفا کړې وه، خو کرزي نه ده منلې.

ځينې نورې سرچينې وايي، چې سپنتا دوه ځله د کرزي له خوا شړل شوى خو بيرته د کرزي په شا او خوا را ټولو يو شمير د سپنتا پلويانو او بهرنيانو کرزي ته زارۍ او عذرونه کړي چې دا ځل يې هم وبښي استعفا يې نه ده کړې دوه ځله يې له دفتره شړلى خو بيرته راغلی اوسمهال سپنتا د کرزي له اجازې پرته چین ته تللې دی .

عبدالله اڅړ

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه