افغان سرتېري او يوه ښوونکي دوه امريکايي پوځيان ووژل
نن دوو افغانانو چې يو يې ښوونکی او بل يې سرتېري و، د کندهار ولايت په ژيړي ولسوالۍ کې د ناټو پر پوځيانو وسلې راواړولې او دوه سرتېري يې ووژل. د خبر له مخې لومړی افغان ښوونکي د ناټو د سرتېري په لاس کې وسلې ته لاس واچاوه او هغه يې ترې واخېسته او بيا يې له افغان سرتېري سره په ګډه پر ناټو پوځيانو بريد وکړ. دا پېښه پر داسې مهال کېږي، چې ناټو په افغان ځواکونو کې د ننه د وسله والو مخالفينو نفوذ ډېره اندېښمنه کړې ده. څو ورځې وړاندې يوه افغان پوځي د کورنيو چارو وزارت کې دوه امريکايي سلاکاران ووژل او تر هغه وړاندې يوه بل افغان سرتېري په خوګياڼيو کې دوه امريکايي سرتېري ووژل.