حامد کرزی  لـــــــــــــــه  طالبانو سره ســـــــــــولې ته صادق  اوخپلــــــــــــــواک  نــــــــــــــــــه دی

کابل د امريکايي چارواکو هغه ادعا رد کړې چې وايي حامد کرزي له ګوانتانامو نه قطر ته د پنځو جګپوړو طالب بنديانو د لېږدول کېدو په پرېکړه خبر و. د رپوټونو له مخې د دغو پنځو بنديانو احتمالي پرېښودل د هغه ازمايښتي قرارداد يوه برخه ده چې له مخې به يې طالبان په علني ډول له القاعده سره د اړيکو ختمول اعلانوي او د افغانستان د لانجې سياسي حل ته به ژمنيا ښيي. امريکايي چارواکو ادعا کړې چې ښاغلي کرزي ګواکې په وروستيو شېبو کې په خپل مخالفت سره د دغې معاملې مخه ډب کړه.له ګوانتانامو نه قطر ته د دغو پنځوطالب بنديانو پر استونه د سلا کېدو خبر د واشنګټن پوست ورځپاڼې د جمعې د ورځې په ګڼه کې خپور شوي.

په دې کې د بنديانو نومونه نه دي ښودل شوي، خو دغه معامله په روان کال کې د طيب اغا په مشرۍ له طالب استازو سره د امريکايي چارواکو د شپږ پړاوه خبرو پايله بلل شوې.

واشنګټن پوست د امريکايي چارواکو له قوله له طالبانو سره د دغه ازميښتي تړون په تړاو د دريو شرطونو يادونه هم کړې، د ښکاره اعلاميې له لارې له نړيوالې ترهګرۍ او القاعده سره د اړيکو پرې کول، د افغانستان له اساسي قانون نه ملاتړ او له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېناستل. واشنګټن پوست د نوم له ښودو پرته د يوه جګپوړي امريکايي چارواکي له خولې ليکي، له دغې معاملې سره د حامد کرزي د مخالفت له کبله د اوس لپاره هر څه په ټپه درېدلي.

خو د حامد کرزي وياند ايمل فيضي دې ته په غبرګون بيز.بي. سي. ته و ويل د ښاغلي کرزي اعتراض په دې دى چې ولې افغان بنديان د دوى له خبرتيا او موافقې پرته کوم بل هېواد يعنې قطر ته استول کيږي. ښاغلي فيضي بي بي سي ته په څرګندونو کې دا هم وويل چې امريکايانو له طالبانو سره د خبرو په تړاو ډېر څه له دوى نه پټ ساتلي او دا يې د افغان حکومت له لوري د سولې د مخې ته شوي ميکانيزم خلاف کار وباله. د دغه ميکانيزم يو لوى شرط دا دى چې په خپله افغان حکومت به له طالبانو سره د سولې د هر ډول خبرو او تماسونو مشري کوي.

خو د امريکايي چارواکو ادعا دا ده چې ګواکې ښاغلي کرزي ته پړاو په پړاو د امريکا او طالبانوتر مينځه د خبرو ټول جزيات ورکړي شوي او د دغو پنځو طالب بنديانو د احتمالي پريښودو د موافقې په ګډون له هر څه باخبره ساتل شوي.

له لويه سره د امريکايي چارواکو انګېرنه دا ده چې اصلا  ګواکي حامد کرزي له طالبانو سره د سولې او پخلاينې په اړه په خپل حکومت کې د مهمو او ځواکمنو چارواکو د ملاتړ په خپلولو کې چې په قومي لحاظ له تاجکانو او نورو سره تړاو لري، پاتي راغلي او همدايې د مخالفت اصلي انګېزه بولي.

له لوی افغانستان څخه په مننه