جنايت ادامه لري:

پر وزيرستان د بريد په پايله کې 9 تنه ووژل شول

امريکايي بې پيلوټه الوتکې تيره ورځ هم د وزيرستان پر ځينو سيمو بريدونه تر سره کړي.

د رزمک په سيمه کې د استوګنې پر يوه کور توغندي ويشتل شوي او نهه تنه وژل شوي.يوه ورځ مخکې تر دې هم په وزيرستان کې په ورته بريدونو کې 16 تنه وژل شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې امريکا تل په دا ډول بريدونو کې د ترهګرو د وژل کيدو خبره کوي، په داسې حال کې، چې په دغه بريدونو کې د ملکي خلکو د وژنې شمېره ډېره اوچته ده.

 

زيږ اڅړ
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه