http://larawbar.com/peace/?p=3313

ناټو ومنله، چې احمدامیدخپلواک امریکا یانو وژلی

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له خوا په اروزګان کې د بي بي سي د خبريال او خبریال ویبپاڼې همکار احمداميد خپلواک د وژنې په باب په ترسره شوې پلټنې کې څرگنده شوې ده چې دى د امريکايي سرتيرو له خوا شهید  شوى دى . اميد خپلواک تر هغه وروسته په ډزو ووژل شو چې په ترين کوټ کې وسله والو طالبانو ځانمرگى بريد ونه وکړ ل.بي بي سي او نړۍ والو ځواکونو داسي انګېرله چې ګواکې احمد اميد خپلواک طاالبانو  وژلى دى .

خو داحمد امید خپلواک ورور جاوید خپلواک په وارو وارو له خبریال ویبپاڼې سره په ټینګار سره وویل چې نوموړی دامریکا یانو په ډزو وژل شوی دی .

نن ناټو په رسمي ډول ومنل چې شهید امید خپلواک دامریکا یانو په ډزو وژل شوی دی .

ناټو په دې اړه لنډه خبرپاڼه خبریال ویبپاڼې ته رالېږلې چې په بشپړه توګه یې له تاسو سره شریکه وو.

2011-09-CA-003

 

ISAF Releases Findings of Army Regulation 15-6 Report on Death of Khpalwak

 

KABUL, Afghanistan (September 8, 2011) –  International Security Assistance Force has released the findings of the Army Regulation 15-6 report of investigation, on the death of a BBC and Pajhwok reporter that was killed during an insurgent attack in Tarin Kowt, Uruzgan Province on July 28.

 

Gen. John R. Allen, Commander of ISAF, appointed an independent investigating officer to examine the circumstances that led to the death of Ahmad Omid Khpalwak. After a thorough investigation it was determined the reporter was killed in a case of mistaken identity. Mr. Khpalwak was shot by an ISAF member who believed he was an insurgent that posed a threat and was about to detonate a suicide vest improvised explosive device (IED). The investigating officer found that the ISAF member involved in this incident complied with the laws of armed conflict and rules of engagement and acted reasonably under the circumstances.

 

ISAF would like to express its condolences to the family of Mr. Khpalwak.

جاوید خپلواک هغه مهال  خبریال ویبپاڼې ته وویل چې هغه داسي شواهد په لاس کې لري چې دورور قاتلان یې امریکا یان دي .ښاغلي جاوید په ټینګار سره وویل چې ۹ کسه شاهدان لري چې پر ورور یې امریکا يي سرتېرو ډزي کړي . 

نوموړي بي بي سي راډیو او یو شمېر نوري رسنۍ په دې تورني کړې چې دامریکا یانو ملاتړ کوي او دوروردوژلو پړه یې طالبانو ته په غاړه وراچوي . ده خبریال ویبپاڼې ته وویل چې په بي بي سي راډیو کې له (.........) خبري کړي دي چې دده په وینا دبي بي سي غبرګون سم نه وو. له بله لوري  دبي بي سي راډیو دچارواکو له لوري دپیښي په ورځ دامید خپلواک وژنه غندل شوې او ویلي یې وو چې دپیښي پلټنې به وشي . د۲۰۰۷ کال دجون میاشتي پر ۷ نېټه په هلمند کې دبي بي سي یوبل تکړه خبریال صمد روحاني هم تر تښتولو وروسته شهید کړل شو چې دبي بي سي چارواکو یې دپلټنو غږ کړی وو خو دڅلورو کلونو په تېرېدو سره لا هم دپلټنو پایلي څرګندي نشوې .<!--[endif]-->

داروزګان ولایت یوه اوسېدونکيو چې دپیښي عیني شاهد  هم دی خبریال ویبپاڼې ته وویل چې دشهید امید خپلواک دوژنې په اړه قوي اسناد په لاس کې لري چې دده په خبره وروسته بې راڅرګند کړي ، هغه له خبریال ویبپاڼې وغوښتل چې نوم او داسنادو نوعیت افشانه کړي .

دامید خپلواک ورور جاوید خپلواک  داروزکان دروغتیا دریس خان اغا میاخیل هغه خبره رد کړه چې پراحمد امید خپلواک چرې هم لګېدلي دي . دی وايي چې ډاکتر میاخیل یوازي شل دقیقې دهغوی کورته دفاتحې لپاره ورغلی وو. خپلواک وايي، کله چې هغه د راډيو ټلويزيون ودانۍ ته د خپل ورور د مړي د انتقال لپاه ولاړ، نو د بهرنيو سرتېرو ژباړونکو په خپلو منځونو کې ويل، چې څېره يې عرب ته ورته ده، بل يې ويل، چې نه پاکستاني ته ورته ده.

دی وايي ماورته وویل چې دا زما نازولی ورورو امید خپلواک دی چې خبریال وو. دده په خبره دورور دمړي تر لیدلو وروسته زه بې هوښه شوم.

نوموړی وايي چې زما ورور په ځانمرګي برید کې نه دی وژل شوی ،دی دا خبره پر دغه اساس کوي، چې ورور يې تر ١٢ بجو او ٤١ دقيقو پورې، چې هغه ته يې وروستى ټيلېفوني پيغام لېږلى، ژوندى و، په داسې حال کې، چې بريدونه شاوخوا ١٢بجې پيل شوي وو. همداراز دده په وینا ۹ کسانو شاهدي ورکړې ده چې پر ورور یې ګولي امریکا یانو چلولوې دي . 

د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل دپیښي په روځ وویل  چې د احمد اميد خپلواک پر جسد د چرو او هم د مرميو ټپونه وو.

ښاغلي میاخیل وویل چې : ((د هغه پر سر او راسته اوږه شاوخوا ١١ مرمۍ لګېدلې وې، خو د دې ترڅنګ يې پر مخ او وجود د چرو ټپونه هم وو، خو دا نه څرګندېږي، چې هغه د بهرنيو سرتېرو، پوليسو او يا که د بريد کوونکو پر ډزو لګېدلى دى.))

پژواک خبري آژانس  دشهید خبریال دیوه پخواني استاد له قوله وايي چې احمد اميد خپلواک وروستۍ ټيلېفوني اړيکه د خپل يوه دوست دل اغا خياط سره نيولې وه، چې هغه ورسره په ماشومتوب کې د خياطۍ د زده کړې لپاره شاګردي کړې وه.

دل اغا خياط ویلي چې  ((زه په همدې ورځ په کندهار کې وم، يو دوست مې راته وويل، چې په اروزګان کې سخته جګړه پيل شوې ده، له خپل پخواني عادت سره سم مې د معلوماتو لپاره خپل شاګرد احمد اميد خپلواک ته زنګ وواهه.))

دى وايي، اميد تر څو زنګونو وروسته د هغه ټيلېفون ځواب کړ او په ډېره بېړه يې ورته ويل، چې زه په ډېر سخت حالت کې يم، دعاوې راته کوه او له دې خبرې سره يې ټيلېفون بند کړاوما په پرله پسې توګه يې د اميد خپلواک شمېرې ته زنګ وواهه، چې کله کله به يې بوخته ښودله او کله به يې زنګ تېراوه، خو نه ځوابېده.

د هغه په وينا، تر پر له پسې زنګونو وروسته خپلواک يو ځل بيا خپل ټيلېفون ځواب کړ او دا ځل يې وويل: ((زه په راډيو ټلويزون کې په کار بوخت وم، چې اول ډېره سخته چاودنه وشوه او وروسته ډزې پيل شوې، زه اوس په يوه کوټه کې پټ شوى يم، هليکوپټر هم ګرځي او له هوا ډزې کوي، دعا راته کوه...))

دل اغا وايي، له دې خبرو سره يو ځل بيا ټيلېفون بند شو او وروسته چې مې هر څومره زنګونه ورته وهل، ګټه يې نه کوله.

خبریال ویبپاڼې سره دخبرو پر مهال ددامید خپلواک ورور و جاوید خپلواک دافغانستان له عدليي چارواکو ،ولسمشر کرزي او ټولو رسنیو څخه غوښتنه وکړه چې دده د ورور دشهادت قضیه دي په بې پرې توګه وڅېړل شي او دپیښي عاملین دي دعدالت میدان ته راکش کړل شي . نوموړی وايي چې ورور یې دآزادي خبریالي ښکار شو. 

طالبان وايي چې  امید خپلواک دوی نه دی وژلی خو داروزګان بریدونه دوی کړي دي . داروزګان  چارواکو دا خبره کړې چې تر اوسه لا دقیقأ نه ده روښانه چې شهید خپلواک په ځانمرګي برید او که په ډزو وژل شوی دی .

دبي بي سي پښتو او پژواک اژانس خبریال او دخبریال ویبپاڼې همکار امید خپلواک دپانج شنبې په ورځ دجولای میاشتي پر ۲۹ نېټه داروزګان ولایت په مرکز ترین کوټ کې په هغو ځانمرګو بریدونو کې ووژل شو چې شل نور کسان ورکي وژل شوي او ۳۶ ټپیان دي

له خبریال او لراوبر ویبپاڼو څخه په مننه