http://larawbar.com/peace/?p=3301
د امريکا سفير: 2014 ز کال د امريکايي سرتيرو د وتلو لپاره د مهلت نېټه نه ده
د امريکا سفير راين کراکر نن ورځ د الجزيرې تلويزيون سره په يوه ﻻيف مرکه کې ويلي، چې 2014 ز کال د امريکايي سرتيرو لپاره، په افغانستان کې د مهلت د پای ته رسيدو په مانا نه دي.
نوموړې زياته کړې، چې 2014 ز کال په حقيقت کې د کابل حکومت لپاره يو مهلت دی، چې افغان امنيتي ځواکونو د امنيت ساتلو لپاره بايدچمتو کړي.
کراکر د طالبانو په هکله ويلي، چې دوی بې رحمه دښمنان دي او امريکا به يا د سپټمبر د پېښې په څېر دبلې پېښې خطر په غاړه واخلي او يا هم د دوی پر ضد جګړه وکړي، ځکه دوی له القاعده سره ﻻ هم اړيکې لري.
بايد وويل شي، چې د سپټمبر د پېښې لسمې کليزې ته څو ورځې پاتې دي خو په افغانستان او سيمه کې د امريکا او متحدينو وضعيت يې ورځ تر بلې بدتره کيږي. د دوی په څرګندونو کې هم يووالی نشته، چې د سولې د خبرو اترو په هکله او په سيمه کې د امنيت د ټينګيدو په هکله ورڅخه جاج واخستل شي.