http://larawbar.com/peace/?p=3256

ځانگړى رپوټ :

 ملي راديو تلويزيون کې پښتانه ، هزاره او ازبک په نشت حساب دي

تاند د اگست ٣١ مه د امرخيل څيړنيز رپوټ :
د افغانستان د ملي راديو تلويزيون له بيلا بيلو کارکوونکو سره تر خبرو او د ځينو اسنادو تر ليدو وروسته تاند ويبپاڼه څرگندولى شي چې په دغه ١٧٠٠ کسيزه اداره کې د پښتنو ، هزاره او ازبکو شميره خورا کمه ده .
ځينو کارکوونکو چې د نوم د نه ښولو په شرط يې تاند وېبپاڼې سره خبرې کولې وويل چې دغه حالت حتى د ببرک کارمل په حکومت کې هم نه و.
په کابل کې ملي راديو تلويزيون د خپلو نژدې ١٢٠٠ کارکوونکو په مټ شاوخوا پنځوس تلويزيوني او ٨٠ راديويي پروگرامونه لري چې په ډيرو کې يې د پروديوسر، ليکوال او ايديتر د کچې يو پښتون او ازبک نشته .
د ازبکي ، نورستاني او ترکمني پروگرامونو لپاره ځانگړې شوې څوکۍ په نورو خلکو ډکې شوي او دا چې دغه کسان بيا پر يادو ژبو نه پوهيږي نو نورو څانگو کې ځاى پر ځاى شوي دي .
د هنر او ادبياتو په رياست کې چې تر ټولو ډير پروگرامونه توليدوي له سلو کسانو ډير کار کوي چې يو ايديتر يا پروديوسر يې پښتون نه دى .
دغه راز په دغه رياست کې د ازبکو او ترکمنو استازيتوب هم د نشت په حساب دى .
د ژورناليستانو او د شنناندو په وينا دغه حالت د خپرونو پر کيفيت او د ژبو د انډول پر چارو خورا بد اغيز شيندي .
يوۀ کارکوونکي تاند ويبپاڼې ته وويل د ملي تلويزيون د بيلا بيلو رياستونو په کدر کې اداري او تخنيکي کسان اصلآ يو کس هم پښتو ژبه لا ويلى نه شي خو دغه کس پر دې خبرې دومره سر نه گروي او وايي د پروديوسر او ايديتر په چارو کې بايد د اطلاعاتو او کلتور وزارت ځانگړى پام وکړي.
ملي راديو تلويزيون د مشرتابۀ په برخه کې په سلو کې يوازې شل پښتانۀ دي چې د نورو پتنو کارکوونکو فيصدي يې تر دې ډيره کمه ده .
د دغې ادارې په نژدې لسو ريسانو کې يوازې زرين انځور او غني مدقق پښتانۀ دي . پاتې اته ريسانو کې يې هزاره ، ازبک او ترکمن نشته .
د تاند ويبپاڼې څيړنو او له بيلا بيلو کسانو سره خبرو ښوولې چې د ملي راديو تلويزيون په عمومي اداري سيستم کې ژور بدلون ته اړتيا ليدل کيږي .
تاند ويبپاڼې د افغانستان د ملي راديو تلويزيون له ريس زرين انځور سره په دې برخه کې تماس ونيوۀ .
ښاغلي انځور وويل دا سمه ده چې د ملي راديو تلويزيون په کدرونو کې ژبنى انډول نشته خو دوى زياته کړه چې دا د نن خبره نه ده بلکې دا توازن له ډيره وخته نه و.
د ملي راديو تلويزيون ريس وويل د دوى دې ستونزې ته پام دى او هڅه کوي چې په راتلونکي کې دغه مساله حل کړي .
ښاغلي انځور تاند ويبپاڼې ته وويل هلې ځلې يې شروع کړي چې په راتلونکي کې د هرې ژبې لپاره خپل کدرونه وگماري .
دوى دا هم وويل چې پښتو ژبې ليکوالان او پروديوسران هم غواړي وټاکي چې د دوى په وينا د شته نيمگړتيا مخه پرې ونيسي .
په کابل کې يوۀ ژورناليست چې د رسنيو چارې څاري تاند ويبپاڼې ته وويل که ملي راديو تلويزيون په خپلو خپرونو کې قومي او ژبنى انډول ونه ساتي نه يوازې دا چې خپل ليدونکي او اوريدونکي به نور هم له لاسه ورکړي بلکې د ملي وحدت د ټينگولو هغه رسالت به هم پر ځاى نه کړي چې اصولآ ورله غاړې دى .

له تاند څخه په مننه

د ویبلاګ دادارې تبصره:

دستمیانو په تلویزیون کې ادلون بدلون دښاغلي انځور له  وسه  وتلی کار دی لکه څنګه ، چې له هغه څخه  مخکینی رئیس ښاغلی نظري برمته اوبې صلاحیته  و همداسې ښاغلی انځور په خپل دفتر کې تړل شوی دی .

زموږ مشوره ښاغلي انځور ته  داده، چې دکرزي  په شان دې خپل ځان د پښتنو مخ ته دېوال نه ګرزوي .

که څوک په هیواد کې عدالت غواړي نو دملي یووالي له لارې دې لمړی دښکېلاک زامه ورکږه کړي بیا به تاسې پخپله دتلویزیونونو، ټولنیز عدالت او عامه نظم  ننداره وکړئ .