امريکا د قذافي د وژلو تکل په ښکاره اعلان کړی
http://larawbar.com/peace/?p=2623
يوه تن امريکايي چارواکي په ښکاره ويلي، چې دوی غواړي معمرالقذافي ووژني. دغه چارواکي ويلي، چې هېڅوک به هم د ده د وژلو له امله اوښکې تويې نکړي.
دا لومړی ځل دی، چې امريکايي چارواکي دومره په ښکاره د قذافي د ترور کولو د تکل خبره کوي. د معمر القذافي لور ميرمن عايشه قذافي د فرانسې يوې محکمې ته شکايت کړی او دا يې د ناټو جنګي جنايت بللی. پخوا هم نوموړې د بروکسل يوې محکمې ته شکايت کړی و.
داسې نه ښکاري، چې په لويديځه نړۍ کې، دغه شکايتونو څوک اهميت ورکړي. په دې کې شک نشته، چې قذافي يو ډيکتاتور دی، خو دا حق لويديځوالو ته چا ورکړی، چې په نورو هېوادنو دې بريد وکړي او د ديکتاتور د له منځه وړلو په پلمه دې د خپلو ګټو لپاره بمباريو او مرګ ژوبلې ته مخه کړه. د نړۍ په ډېرو هېوادنو کې ډيکتاتوري رژيمونه شته، خو پر ليبيا او عراق باندې دغه بريدونه د دغه هېوادنو د طبعي زېرمو له کبله تر سره شوي نه د عربانو نه د دفاع په خاطر.
زيږ اڅړ
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه