http://larawbar.com/peace/?p=2628

د امريكا جنګي ستراتيژي ناسمه وبلل شوه

تاند( پنجشنبه جوزا ۶) په افغانستان كې د برتانيا پخوانى سفير شررډ كوپر كولز وايي، چې د افغان جګړې لپاره د امريكايي جنرال ډيويډ پټرياس ستراتيژي يو مخ ناسمه او تاواني كوونكې ده.
له برتانيا د خپرېدونكې ورځپاڼې ګارډين د خبر له مخې شررډ دا هم ويلي، چې په افغانستان كې د امريكا پوځي كومندانان، چې طالبانو د وژنې په اړه كومې ادعاوې كوي د دغو كومندانانو لپاره د شرم خبره ده.

شررډ كوپر كولز، چې يو وخت د افغانستان او پاكستان لپاره د برتانيا ځانګړى استازى و پر پټرياس نيوكه كړې، چې د ده د ستراتيژى له امله د طالب كومندانانو د وژلو لپاره د امريكا، برتانيا، اسټراليا او نورو هيوادونو د ځانګړيو ځواكونو بريدونه درې چنده ډېر شول، خو په افغانستان كې تاوتريخوالى لا هم زيات شو،

نوموړى زياتوي، د طالبانو د وژنې په اړه، چې د امريكا پوځي كومندانان كومې څرګندونې كوي، د ده په وينا ډېرې شرموونكې دي او دا شمېرې خلكو ته د ويتنام د جګړې ياد ور په زړه كوي.

د هغه په خبره، دا يو مخ ناسم كار دى او د اوږدمهالي سياسي اواري په ګټه نه ده.
نوموړي دا هم ويلي، په دې كې شك نشه، چې جنرال پټرياس وسلوالو طالبانو ته ډېر تاوان ورساوه او اوس به طالبان له پخوا نه ډېر خبرو ته چمتو وي، خو د هغه په اند، د بهرنيو ځواكونو له خوا د هر پښتون په وژنې سره لس نور پښتانه د خپل وژل شوي د غچ اخستلو ژمنه كوي.

يوازې شررډ كوپر كولز نه دى، چې وايي د بهرنيو ځواكونو د يو كس په وژلو سره نور دښمنان ځانته پيدا كړي، بلكې كارپوهان هم په دې باور دي، چې په افغانستان كې د ناټو ځواكونو ړندې بمبارۍ او د شپې عمليات سبب شوي، چې د دوى مخالفين ډېر شي.

د دوى په خبره، ناټو ځواكونو په افغانستان كې په هرې تېروتنې سره د طالبانو په ګټه او د خپل ځان په تاوان عمل كړى.

د يادولو ده، چې دغو ځواكونو په تېرو كلونو كې نه يوازې ولسي افغانان ووژل، بلكې افغان امنيتي ځواكونه يې هم په نښه كړل.

دا تېروتنې كمې نه شوې، بلكې لا پسې ډېريږي، وروستۍ پېښه يې نن شوې، چې پكې د نورستان په دواب ولسوالۍ كې د دغه ولايت امنيه كومندان، د دواب ولسوال اونږدې نور اتيا كسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان دي.

له تاند څخه په مننه