http://larawbar.com/peace/?p=2448
بســـــــــــــــــمل
له هر څه لمړی زموږ له ګران ورور داوري صاحب څخه مننه کوو چې له پرونه راهیسې یې موږ په جریان کې اچولي یو.
ګران او قدرمن ورور داوري صاحب درالېږلو مالوماتو په طرځ کې روښانه کړې ده چې همدا نن ورځ د ملي اتل شهید احمد ګل پیلوټ لپاره دعمومي خیرات تر څنګ دخدابښلي فاتحه هم واخیستل شوه .
داوري صاحب لیکلي دی چې :
ګرانو او قدرمنو وروڼو !
په سلامونو مو لمانځم باور په خدای وکړئ چې شهید احمدګل قهرمان مسلمان و او ثابته شوه چې قهرمان و.
دجنازې په وخت دتره خېلو دټولومسجدونو ملا امامان دوزیراکبرخان دمسجدملاامام دکابل دښار د مسجدونو ملاامامان دعامه نظم دقطعې قوماندان محترم جنرال صاحب رسول خان، دماین پاکي دموسیسې ټیمونه، دتره خېلو دکوچیانو قومونه ، دهوائي قواوومنصبداران، محترم عبدالسلام ضعیف، دپاکستان څخه دحاجي پاشا صاحب زامن او نور عام وګړي چې تقریبأ ۱۵۰۰۰ کسان وو دالله اکبر (تکبیر) په ناروسره جنازه خاورو ته وسپارل شوه .
روح دې ښاد وي .
ګرانو په وطن میینو وروڼو!
دشهید احمدګل جسدشپږ ورځې په کانتینر کې پروت واو امریکایانو پرې پهره کوله او ټول فامیل سترګې په لار وچې جنازه به کله راوړي .
په اوومه ورځ دشپې په دولسو بجوموږ وکولای شول چې جنازه د امریکایانو څخه تر لاسه کړو.
تاسې باور په پاک الله وکړئ چې جسد داسې و لکه په خوب چې ویده وي، سپین ټټر تور تور باڼه، تورې وریځې ، ښایسته کاکل او ډېر خوشحال مالومېده .
خدای پاک دې غرق رحمت کړي، هر چا چې په جنازه کې برخه اخیستې وه ټولو په چیغو چیغو ژړا کوله .
نن د۲۰۱۱ کال دمې دریمه د تره خېلو دقوم لخوا عمومي خیرات او دسهارله اتو بجو څخه دماسپښین تر دوو بجو پورې په محمدي جومات کې چې محترم دایاني صاحب جوړ کړی دی فاتحه اخیستله کیږي .
په ډېر زیات درناوي
عظمت الله داوري
Grano aw Qadarmano Wrono pa Salamono mo Lmanzam
Bawar pa khuday wakry chi Shaheed Ahmad Gul Qahraman Musulman wo aw sabita shwa chi Qahraman wo .Da Janazi Pa Wakht ki Da Tarakhilo Da Tolo Masajido Mula imaman Da Wazir Akbar khan Da masjad Mula imama Da Kbul Da khar Da Masajido Mula imaman Da aama nazam da qiti Qumandan Muhtaram Ganral Sahib Rasool Khan Da Main paki Da musisi teemona Da Tarakhilo da Kucheyano Qawmona Da hawaie Qowawo Mansab daran Muhtaram abdul salam zaeef Da pakistan sakha Da Haji Padsha Sahib Zaman Aw noor aam wagari chi Taqriban 15000 kasan wo Da Alla ho Akbar Takbir pa naroo sara janaza khawro ta wasparal showa.Roh di Khad we.Granoo pa watan mayano wrono Da Shaheed Ahmad Gul Jasad -6-Wrazi Pa Kantinar Ki Proot WOO Aw Amrikayano pri paira kawala Aw Tool Famil Stargi pa laar wo chi Janaza ba kala rawri Par -7- wraz da shpi -12- baji Mong wakawaly shwal chi janaza da Amrekayano sakha tar lasa kroo.Tasi Bawar Pa paak ALLAH wakri che jasad dasi wow laka pa khoob chi weda we speen tatar toor toor bana tori wrizi khaista kakool aw deer khushala malomida khuday paak di gharqi rahmat kree har cha chi pa janaza ki barkha akhisti wa tolo pa chigho chigho zala kawala.nan 3-5-011 da Tarakhilo da Qawm La khwa omomee khyrat aw da sahar d-8-bajo sakha da maspesheen tar-2-bajo poori pa MUHAMADI Jumat Chi Muhtaram Dayani Sahib Jor Kari da Fatiha akhestal kigi .
Pa deera Zeyata Dranawi
Azmat u llah Dawari
دبایرن مېشتو او ګڼو نورو پردېسو بهرمېشتو افغانانوپه استازیتوب له خپلو درنو افغانانو څخه مننه کوو چې دخپلو ملي اتلانو قدر کوي .