"وېبپاڼه څنګه جوړېږي؟" کتاب چاپ شو 

په پښتو ژبه کې يو بل کتاب چې د انټرنېټ يا وېبپاڼې اړوند دى د ((وېبپاڼه څنګه جوړېږي؟)) په نوم چاپ او خپور شو. 

د دې کتاب ليکوال رحمت ديوان دى، چې له دې مخکې يې هم يو شمېر کتابونه چاپ شوي دي، چې پکې ((له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٦٠٠ لارې))، ((خدمت؟)) او ((د عدم تشدد علمبردار څوک و؟)) د يادونې وړ دي. 

((وېبپاڼه څنګه جوړېږي؟)) کتاب د هغه خلکو لپاره يو لارښود دى، چې څوک غواړي خپله وېبپاڼه په خپله جوړه کړي او په کوډينګ نه پوهېږي، ځکه په دې کتاب کې چې د وېبپاڼې جوړونې کومه لار غوره شوې ده، هغه د ورډپرېس ده، چرته چې هېڅ کوډونو ته اړتيا نه وي. 

په کتاب کې د لارښوونې تر څنګ انځورونه هم چاپ شوي دي، تر څو هر سړى پرې په اسانۍ وپوهېږي. په دې کتاب کې چې کومه عملي وېبپاڼه جوړه شوې ده، هغه هم په پښتو ژبه کې جوړه شوې ده او هر څوک د دې کتاب په لوستو کولاى شي چې په خپله په ورډ پرېس کې وېبپاڼه جوړه کړي. 

دا کاب ١٠٤ مخه دى، چې سل افغانۍ بيه لري او د کابل او ننګرهار سربېره په کندهار، خوست او پکتيا کې هم له کتابپلورنځيو څخه ترلاسه کېداى شي.