http://larawbar.com/peace/?p=2342
د بي بي سي خبري رسنۍ د رېپوټونو له مخې، د انګلستان د يوه توکم پرسته ګوند BNP (( د بريتانيا ملي ګوند)) دوه تنو غړيو، د قران يوه نسخه سوځولې او ويډيويي فلم يې د جمعې په ورځ پوليسو ته ﻻسته ورغلی دی.
دغه دوه تنه، چې يو يې سايون اوينز Sion Owens نوميږي او41 کلن دی او بل يې جېوان شانون نوميږي، د وېلز Wales په سيمه کې د پوليسو لخوا، د عامه نظم د ګډوډولو په تور نيول شوي دي. جېوان شانون خو اوس ازاد شوی هم دی.
د يادونې وړ ده، چې د BNP (( د بريتانيا ملي ګوند)) د بهرنيانو او په ځانګړې توګه د مسلمانانو سره ډېر مخالفت لري او دغه ګوند لخوا د بلې مياشتې (د مې 5 مه نېټه) لپاره،نوموړي کسان د اسامبلې لپاره په سيمه ييزو ټاکنو کې نوماندان هم وو. د دغه ګوند سرچينې، د دغه ناوړه عمل تر سرته رسولو وروسته ويلي، چې اوس هم د دوی نوماندان همدغه کسان دي.
سپينتمان
له روهي ویبپاڼې څخه مننه کوو