http://larawbar.com/peace/?p=2330
امريکا په افغانستان کې د پټو زندانونو د درلودلو خبره منلې
امريکا دا منلې، چې په افغانستان کې دوی پټ زندانونه لري. تر ټولو لوی زندان بيا بګرام کې دی، هغه ځای، چې د امريکايانو لويه پوځي اډه هم موقعيت لري.
په دغه زندان کې ځينې بنديانو تر نهو اوونيو پورې هم په غير قانوني توګه ساتل شوي دي. له دغه جېل څخه ازاد شويو يو زيات شمېر بنديانو له امريکايانو شکايت کړی، چې دوی ته يې فزيکې ځورنې، بې خوبۍ او په سړو جلا خونو کې شپې تيرولو ته اړ ايستل.
د يادونې وړ ده، چې پخوا هم داسې خبرونه په ډاګه شوي وو، چې په افغانستان کې د شمال ټلوالې په همکارۍ سره امريکايانو شخصي زندانو هم په افغانستان کې جوړ کړي وو. د دغو زندانونو کره شمېره تر اوسه چا ته څرګنده نه ده.
سپينتمان
له روهي ویبپاڼې څخه مننه کوو