http://larawbar.com/peace/?p=2281

په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنه دنړۍ په مخ ټولو خورو ورو افغان خویندو او وروڼو په ځانګړي ډول بلجیم مېشتوافغانانو ته دلر او بر افغان په نوم کولتوري ټولنې دبنسټ ایښودوله امله په مینه مباره کي وايي .
موږبایرن مېشتي افغانان په بلجیم کې دیوې کولتوري ټولنې لپاره د لر اوبرافغان د ښکلي نوم په غوره والي خورا خوښ شوو .
موږ تردې ښکلي اوتاریخي نوم لاندې دیوې کولتوري ټولنې فعالیت په نېک مرغدګڼومرغددې ښه وي مرغد دې ښه او دبلجیم مېشتو افغانانو په همت دې برکت وي .
دلر اوبرافغان دنوم په اورېدو سره دیوې کولتوري ټولنې فعالیت موږ ته په داسې حال کې نوی ځواک اونوې هیلې را وبښلې چې زموږ په لر او برباندې له ځمکې او اسمانه سکروټې راوریږي .
موږ باوري او هیله من یوچې د لر اوبرافغان کولتوري ټولنې هڅې او مېړنی موقف به دحق په لارکې دنوي خوځښت سبب شي .
دلر اوبرافغان کولتوري ټولنې له غړو څخه موږ په ډېر درناوي سره هیله کوو چې خپل فعالیتونه یوازې په کولتوري غونډو، څوکتابونوچاپولواود یوڅوکسانوپه ستایلولکه یوشمېرنورې کولتوري ټولنې رامحدود نه کړي .
زموږ هدف دادی چې په افغان ولس د روانو ناروا لوبو په مقابل کې غښتلی سنګر او موقف ونیسي .
په یوه ټولنه کې یوازې سیاسي ګوندونه دسیاسي موخو اوستراتیژیکو اهدافولپاره کفایت نه کوي هغه هم چې بیاداسې سوداګریز اوپردي پال ګوندونه وي لکه دکابل له همدې کبله بایدکولتوري اوسیاسي هڅې په داسې حال کې سره جوړه او همغږې شي چې ولس ورسره مل وي .
موږ ټول بهرمېشتي افغانان په لمړي ګام کې خپل ګران هیواد اوزموږلاس تړلي ولس ته ددې مسؤلیت لرو چې
په سولیز ډول سره یې حق تر لاسه او ددې ړانده سیتم له تور تم څخه نجات ورکړو.
هرکله چې زموږ دولس ژوندتظمین شوبیابه هم کتابونه ورته ورسیږي اوهم نوراړین څیزونه خوکه زموږ دولس دتباهي مخه ونه نیسو اوهمداسي یو په بل پسې قتل عام شي لکه دا اوس چې قتلیږي بیابه نوداکتابونه په چا ولولو؟

په اخېر کې بلجیم مېشتو افغانانو ته د لوړو بریاوو غوښتونکي یو

دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنــــــــــــــه