جعلکار له جعلکارانو سره مل شو


http://larawbar.com/peace/?p=2026

۲۵ـ۰۱ـ۲۰۱۱ بســــــــــــــــــــــمل

 د دریمې سقاوي سالارجعلکار(حامد کرزي) خو تر تېرې اونۍ پورې له جنګي جنایتکارانو اوجعلکارانو سره تر کاسه لاندې لوبه کوله خو اوس دا دی په ډګر ورسره مل شو .
په خواشیني سره بایدولیکم چې زموږ په کړېدلي اوبېګناه ولس تپل شوی (حامد کرزی) به سباته دافغان ولس دغرغرې رسۍ دافغانستان دښمنانو(جنګ سالارو وکیلانو) ته په رسمي ډول سره په لاس ورکړي .
سبا به هغه توره ورځ وي چې دهېوادکم اوزیات دېرشومېلیونو وګړو ته به داسې تورې ورځې ورپه برخه کړي چې هم به زموږ پنځه زره کلن تاریخ پکې تت او محوه شي او هم به زموږ ګران افغانستان لکه ونـــډۍ په څو برخو ووېشي .
زموږ وروڼه قومونه به دیو څو پلورل شوو کسانو له لاسه یو بل ته مرچلې ونیسي جګړه به یو بل حالت اختیار کړي لا ډېرې نورې وینې به تویه اوکورنی بحران به اوج ته ورسیږي .
څومره چې قرباني شي هغه خو به وي تللي دادنورو دبقأ په پلمه به جعلکار حامدکرزی له خپل جعلکار پارلمان سره یو ځای دافغانستان د تجزیې پرېکړه وکړي .
ددریمې سقاوي سالار(حامد کرزی) دافغانستانیانو دلاس یوه داسې خطرناکه وسیله ده چې نه تنها افغانستان به ګړنګ ته وروغورځوي بلکې په سیمه کې به دده دبې کیفایتي له کبله جګړه زور واخلي .
زموږ خلګ له کونګ څخه ډېره بده مني وايي په کوم کلي چې کونګ کښیني بیاهغه کلی نه پاته کیږي حتمأ هغه کلی نړیږي دا حامد کرزی کټ مټ دکونګ په شان دی زه ځکه وېرېږم چې افغانستان به راته ونړوي .
زما په اند به دا نوی ایرانی پارلمان دعامه ذهنیت داړولو په ځانګړي ډول دپښتنو دغولولو لپاره دپارلمان؟؟ مشر سیاف او یا یاسیني وټاکي خوکه افغانستانیان خپل ځان ډېر ځواکمن احساس کړي بیا به پخپله خوښه دستمیانو له ډلې څخه یو وټاکي .
دنوي پارلمان له لمړنیو چاروڅخه به داوي چې د خپل ځان په شان جنګي جنایتکارانو ته دلا ډېرو امتیازاتو غوښتنه وکړي بیا به د حامدکرزي په کابینه کې هغه کسان ومني چې لاد مخه خپلو بادارانوورته ښوولي دي .
ټول وزارتونه په ځانګړي ډول دکانونو وزارت به زموږ اوتاسودپلار اونیکه هډوکي مزایدو ته وړاندې اودنوي ((پردي پارلمان ))لخوا به هغه قراردادونه ومنل شي چې ددوی دبادارانو په ګټه وي .
لکه داځل چې ددریمې سقاوي سالار(حامدکرزي)دسترې محکمې په پلمه خپل ځان ته براعت ورکړ هلته به بیا داهرڅه په نوي پارلمان وراچوي .
ظاهرأ خوبه د مقننه او اجرايه قوې ترمینځ کش مکش روان وي خو په حقیقت کې به دا دواړه قواوې له قضایه قوې سره په ګډ مصلحت زموږ دتاریخي هېواد زنه وروتړي .
زموږ کورني دښمنان به د رابرټ بلک ویل ، هولبروک اوګالبریت خوبونه په رښتیا واړوي په پښتون مېشتو ختیځو، لویدیځواو سهیلي سیمو کې به د طالب ځپلو په پلمه دا پاته کلي او زراعت هم تباه کړي، په شمالي برخوکې به داربکیانوپه وسیله دپښتونو جنازې بارکړي انجام به دافغانستان تجزیه او دتل لپاره ناقراري وي .
که موږ او تاسې له خدای (ج) څخه ووېریږو او رښتیا ووایونه خو دغه تېر پارلمان د خدای په لار روان و او نه ضرورت وه ورته او نه خو دافغانستان د واقعیتونو له مخې دانوي تحمیلي اوپردي پارلمان ته اړه شته .
که حامد کرزی ګرېوان ته سر ټیټ اوله دې تاریخي بدنامي څخه دځان خلاصون غواړي نو ژر تر ژره دې استعفأ وکړي اویا دې کوم بهرني هېواد ته سیاسي پناه ویسي هغه متل دی وايي دنر یاخرپ دی یا ترپ .
دادی موږ ټول یې په سترګو وینو چې روس،امریکا، ملګري ملتونه او زموږ نور یوڅودښمن ګاوندي هیوادونه په حامد کرزي دا جعلي او نامشروع پارلمان مني نو آیا کرزی باید هرڅه ومني؟
که له کرزي سره دیادومغرضو هېوادونو زور نه وي نودومره خوکولای شي چې استعفأ وکړي خو نه داهرڅه د دریمې سقاوي سالار (حامد کرزي ) ورسره منلي دي کرزی دافغانستان تاریخ او ولس ته پړ دی .

له افغانانو څخه زما جـــــــــدي هیـــــــــله :

له ټولوافغانانودکیڼو، ښییواونورومذهبي ګوندونو له صفوفو، ټولو فرهنګي او ټولنیزو ټولنو اوکړیو څخه هیله کوم چې دګران افغانستان دنجات اوبقأ لپاره مټې را بډ وهي اوکه نه دیوڅو جاسوسانو له لاسه به زموږ
تاریخي هېوادونړیږي همداراز دنوي (جعلي پارلمان) په مینځ کې له هغو یو څوکسانوڅخه چې په رښتینولي سره بریالي شوي وي هیله کوم چې زما په لیکنه خوابدي نه شي زه هغوی ته دعا کوم چې په یو داسې نوښت بریالي شي چې ګران هېواد پرې وژغورلای شي .

په لاندیني لینک کې دحامدکرزي په اړوند زما وړاندوینه لوستلای شئ :

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/14545